مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

�پنجره� د �اميد� پر پله

اورښت سمنګانى
(د قاسمشاه اسکندروف د اپلتو په باب څو څرګندونې)
څو ورځي د مخه مې د "پنجره" په نوم د يوې اوونيزي د لومړي كال شپږويشتمه ګڼه لاسته راغله. پاڼي مې يې سره واړولې راواړولې او د عادت لـه مخي مې لومړى ټول سرليكونه لـه نظره تېر كړل چي په همدې ترڅ كې مې غالباً په شپږم مخ كې د كوم روسي ليكوال ډاكټر قاسمشاه اسكندروف د ليكني پر عنوان " توجه به اقوام در افغانستان و ضرورت اصلاحات جدي در ساختار دولت" سترګي ولګېدې، نو په لوستلو مې يې پيل وكړ.
د يادوني وړ ده چې تر اوسه په روسي افغانستان پېژندونكو او دهغو بهرنيو ليكوالو په كتار كې چې د افغانستان لـه مسايلو سره سر او كار لري ما د ښاغلي اسكندروف نوم نه و ليدلى، خو كله چې مي يې دا ليكنه چې عمداً او عمدتاً لـه افغانستان او افغانانو سره د دښمنۍ په روحيه ليكل شوې ولوسته نو هك حيران شوم. خداى شته سوال راته پيدا شو چې اخير ښاغلي ډاكټر ته چې د يوه بل هېواد اوسېدونكى دى د افغانانو د يووالي او ورورګلوي نه څه تاوان وررسيږي؟ او تر پايه په دې ونه پوهېدم چې پښتنو د دغه ښاغلي او د ده د كورنۍ پر لمن كوم داسي داغ ورايښى، چې ده داسي دښمنۍ ته لستوڼي رابډ وهلي او مشران يې چې په ښكاره د افغانستان او افغانانو ملي مشران دي سپكوي او د دوى د شمېر د لږ ښودلو هـڅه كوي؟ ښايي دغه ښاغلي ته دا پكه پنجره خېلو، يا K. G. B والا په لاس وركړې وي، چې د افغانانو تر منځ د نفاق اور ته پوكي وركړي. د ليكني تر لوستلو وروسته مې فكر وكړ چې غلى پاتي كېدل په دې ښه نه دي چې يو خو ښايي د ځينو بې خبرو لوستونكو ذهن د دې اپلتو په لوستلو مغشوش شي او بله دا چې اسكندروف په خپله په دې غلط فهمۍ كې واقع نه شي چې تقريباً افغانان د خپلو دښمنانو شومو پروپاګندو او ناسمو تبليغاتو ته ځواب نه شي وركولاى، نو ځكه مې قلم را واخيست او دا څو كرښي مي په دې اميد توري كړې چې، يو خو د افغانانو دغه دښمن بې ځوابه پاتي نه شي او بل هغه لوستونكي چې د افغانانو د قومي جوړښت په باب لا سمه پوهه نه لري، په دې باب لازمه او رښتينې پوهه تر لاسه كړي.
ښاغلى اسكندروف په پيل كې ليكي چې "امروز در شرايط ګذار به صلح و تدوين قانون اساسي در افغانستان، مسله توجه به تنوع ملي، فرهنګي، زبان و مذهبي يعني مسله نمايندګي واقعي مليتهاى ګوناګون افغانستان با جديت هر چه بيشتر مطرح ميګردد" د مقالې د پيل تر لوستلو وروسته ښايي د دې پوښتني د ځواب په لټه كې شو، چې څنګه په دې حساسه موقع كې چې افغانان لګيا دي، پر خپلو هغو پخوانيو زخمونو پټۍ لګوي، چې د ښاغلي اسكندروف د اسلافو لـه لوري پر دوى لورول شوي دي، پر يوه محور راټولېدونكو افغانانو ته د ژبنۍ، مذهبي او قومي تنو ع وريادول څه مانا لري؟ تر شا يې څه اهداف پټ دي؟ د دې پوښتنو ځواب اسانه دى او هغه دا چې اسكندروف دنده اخيستې چې د K.G.B د قابو درې لسيزو اهداف چې غوښتل يې د افغانستان د وروڼو قامونو تر منځ زهر وشيندي، اوبه خړي كړي او كبان ونيسي، پلي كړي .كنه ايا دا بس نه ده چې دوى د خپلو ګوډاګيانو په واسطه، په واحد افغان ملت كې د قومونو زهر لرونكې او مكروه اصطلاح پوره دوې لسيزي په دې هيله ګردان كړه، چې افغانان سره وويشي، تيت او پرك يې كړي او پر يوه محور چي هغه افغان ملت دى، دوى راټولېدو ته پرې نه ږدي؟ لـه دې جوتيږي چې لا هم د اسكندروفانو خوا پر دې مظلوم ملت نه ده سړه او غواړي چې اوس "توجه به مليتهاى ګوناګون" ډنډوره وغږوي او په دې ډول د افغانانو تر منځ د ورورولۍ رامنځ ته شوې فضا هم ورخرابه كړي. ډاكټر تر دې وروسته سر شمېرني را اخلي او تر ټولو لومړى مذهبي پيوندونه راسپړي او ليكي چې" پيروان چې ښايي لـه "پروان" سره د ډېري ميني لـه امله پروان ليكې: مذهب سني حدود %80ساكنان كشور را تشكيل ميدهند، قسمت قابل ملاحظه اى %20شيعيان و كمتر از انها پيروان اسمعليه هستند، برعلاوه در شهرهاى افغانستان دهها هزار هندو (سكه) زه نه پوهېږم چې لـه سكه نه يې هدف څوك دى؟ ښايي سكهان وي چې ډاكټر سكه ليكلى وي" و چند هزار يهودي هم زندګي ميكردند" د ډاكټر پام نشته چې په دې سلنه كې ډيري تېروتني شته، ځكه چې %80 سنيان او %20 شيعيان زموږ سلنه را پوره كوي، نو دا " كمتر از انها پيروان اسمعليه" بيا څه شول؟ او دا " دهها هزار هندو" او " چند هزار يهودي" به څنګه كوو؟ اصله خبره دا ده چې ډاكټر صاحب خو نه اسمعليه په سلنه كې راولي او نه هم هندوان چې دا په خپله د اسكندروف تېروتنه ښيي، بله خبره دا ده چې ډاكټر لـه دې هم نه دى خبر چې ډېر لږ شمېر يهودان به درې لسيزي د مخه په افغانستان او هغه هم يوازي په كابل كې ليدل كېدل، خو دا دېرش كاله هيچا هم په افغانستان يهودي نه دى ليدلى ، نه پوهېږم چې " چند هزار يهودي" د اسكندروف په كوم جيب كې پټ شوي دي؟ تر دې وروسته ډاكټر قاسمشاه په خپله لـه پښتنو سره دښمنۍ ته په ښكاره لاسونه رابډوهلي او د خپلو اسلافو د زړه هغه ټولي غوټي چې كلونه، كلونه يې د ويلو زړه نه و كړى په يوه ځل راسپړي، هغه ليكي "اغلب بر رسيها و سر شماريها كه انجام شده، كميت واقعي اقوام را پنهان نګهداشته اند و يا طور غير واقعي تعداد قوم حاكم يعني پشتونها را... (اكثريت جلوه داده اند) دې ته وايي اوښ په بډه وهل. زه نه يم خبر چې ښاغلي اسكندروف افغانستان ليدلى، پكې ګرځېدلى او كه يې په كولاب كې د قاچاق په كومه معامله كې د بل پوډري شريك نه دا معلومات تر لاسه كړي دي.
ايا ښاغلي اسكندروف تر اوسه په افغانستان كې داسي حكومت ليدلى چې هغه دي د پښتنو د پر مختګ لپاره هڅه وكړي؟ د پښتنو خو بد قسمتي دا ده چې: دښمن په زوره ننوت په كور د پښتانه - خو دغه كار يې هم وكړ په زور د پښتانه. د افغانستان په ټول تاريخ كې پښتانه د پښتنو په واسطه وهل شوي دي، پښتون سردار چې په ارګ كې كښېنستلى نو بيا يې پښتو پرې ايښې او نه يوازي يې په خپله پرې ايښې بلكي په دربار كې يې هم دغي بد بختي ژبي ته ځاى نه دى وركړى. په پښتنو واكمنو كې دي د يوه اولاد څوك را وښيي چې هغه دي په پښتو ژبه خبري كړي وي، ان تر بابا ملت پوري، د دې برعكس همدې بې پښتو پښتنو مشرانو پښتانه يواځي په دې دوكه كول چې د پوهنتون، درملتون، زېږنتون او نور نومونه يې په پښتو واړول. خو په دغو مركزونو او دفترونو كې دننه يې د پښتو ويلو حق هم چاته نه وركاوه، نو بيا دا څوك و چي (كميت واقعي اقوام را پنهان نګهداشته اند و به طور غير واقعي تعداد قوم حاكم يعني پشتونها را اكثريت جلوه داده اند) خبره دا ده چې اسكندروف د تومتونو او تورونو يو پنډ په شا كړى او يوازي غواړي تورونه ولګوي، بې اسنادو او بې ماخذه تورونه چې ټول دروغجن خلك يې پر نورو لګوي.
ډاكټر قاسمشاه پر دې هم بسنه نه كوي نوري اپلتي هم وايي او په خوب كې پر ټول افغانستان ګرځي، د قومونو سلنه (فيصدي) معلوموي او د طاهر بدخشي پر قبر كښېني او د هغه د اروا د خوشحالولو لپاره سترګگې پټوي او خوله خلاصوي چې (واقعيت اصلى در افغانستان اينست كه هيچ قوم %40 اهالي كشور را تشكيل نميدهد) او چې پر دې يې هم زړه نه يخېږي، نو بيا د 1979م كال سرشمېرنه هم غلطه بولي او وايي چې: (اخرين سرشماري نفوس كه در سال 1979بصورت ناقص انجام ګرفت، اهالي افغانستان را 5\15 مليون نفر قلمداد كرد، كه از اين شمار 13مليون اهالي مسكون 2\5 مليون كوچى نشان داده شده است، كه اين رقم قابل ترديد به نظر ميرسد) ، زه نه پوهېږم چې ډاكټر اسكندروف په كوم دليل او منطق دا ادعا كوي چې په افغانستان كې هېڅ قوم د دغه ملك %40 نه جوړوي، په داسي حال كې چې د 1979 م كال سرشمېرنه پښتانه په سلو كې %50 ښيي. لويي دوپري Lios Dufrent په 1980م كال كي د افغانستان لـه 000،000،14نفوسو څخه پښتانه په سلو كې 46وښودل. ورلډ المانك 1979كال، د امريكا چاپ، پښتانه په سلو كې 38ښيي، د افغان ملت جريده په 1995م كال كې د پښتنو شمېر په سلو كې %50 ښيي، د اسكندروف روسي تربور محقق پروفيسر اسلانوف، د افغانستان پښتانه په سلو كې 60 ليكي. ايرانى ليكوال عبدالعظيم وليان بيا پښتانه ان په سلو كې 70 ګڼي. ستر نابغه سيد جمال الدين افغان، په خپل (تتمۍ البيان في تاريخ الافغان) كې پښتانه د افغانستان غالب عنصر بولي. انګرېزى محقق انتوني هايمن Anthony Hyman چې كتاب يې په 1685م كال كې په ايران كې ژباړل شوى هم دى، پښتانه په سلو كې %45 ښيي او يو بل ايرانى ليكوال علي اكبر جعفريان بيا د سخن په مجله كې د پښتنو مجموعي شمېر په افغانستان او نورو هېوادونو كې ان يوولس مليونه ښيي، Wak Foundation for Afghanistanپه 1991- 1996م كاله پورې څېړنه خو بيا پښتانه ان د افغانستان د نفوسو %63 ښيي، خو ډاكټر قاسمشاه پر دې ټولو سترګې پټوي او ليكي چې هيڅ قوم د سلنې په حساب %40 نه جوړوي، خو رښتيا خبره دا ده چې اسكندروف غواړي چې پر هر څه سترګي پټې كړي او د خپل هدف د تر لاسه كولو لپاره چې هغه د افغانانو سره جنګول او د يو تر بله اچول دي، لـه كاليو سره يوځاى د خلكو په سترګو كې ننوځي، دا ټولي شمېرني او ارقام ورته ناسم ښكاري، په داسي حال كې چې پورته ذكر شوي شمېرني يوه هم د اسكندروف د خبرو په شان هوايي ډزې نه دي، بلكي دغه هر شخص او هره مرجع خپل ماخذونه لري او تر دقيقو څېړنو او پلټنو وروسته يې دغه ارقام وركړي دي. لـه دې چې ورتېر شو، اسكندروف لكه د تروما د ناروغانو په شان، په نورو اپلتو سر كېږي، د افغانانو لـه بدو ورځو او وروروژنې څخه هم ګټه اخلي او هغه د چا خبره زموږ په شر كې د خپل خير په لټولو پسې وځي. هغه داسي چې ليكي: (اكثريت كلي پناهندګان افغانستان در پاكستان است، كه اكثراً از ولايات عمدتاً پشتون نشين ميباشند. طبق سرشماري هاى ملل متحد)- "خو دا يې نه دي ليكلي، چې د ملګرو ملتونو كومي او د كوم كال سر شمېرنې؟" مثلاً در سا لهاى مقاومت ضد شوروى 45% ساكنان ولايت ننګرهار و %70ساكنان ولايات مركز به پاكستان پناه برده اند، طبق امار هاى ارائه شده (معلومه نه ده چې كوم امار او سرشمېرني ښيي) بيش از نيمى از پناهجويان افغانستانى پناهنده را به ايران، مردمان هزاره تشكيل ميدادند) او زياتوي چې: (تعداد مجموعي افغانهاى پناهنده در ايران %60 هزاره ها و %30 پشتونها را تخمين شده اند) او بيا پسې ليكي: ( موافق سه نظرخواهى كه در سا لهاى 1996_1989صورت ګرفت) "معلومه نه ده چې د چا لـه خوا، چېرته او څنګه"؟! فيصدى پشتونهاى پناهنده به پاكستان بين %70_%85 ميباشد. تاجكهاى پناهنده در هر سه نظرخواهي انجام شده، تنها %60 را تشكيل ميدادند) يو خو ښاغلى ډاكټر ماخذ نه ښيي، چې دغه احصايې او ارقام يې لـه كومه كړي او چېرته خپرې شوې دي؟ بله دا چې په همدې پيل كې ډاكټر خپله څېره ښكاره كوي او هغه كركه يې چې د افغانستان لـه ملت سره لري نه پټوي، ځكه چې دا ښاغلى دومره د افغان لـه نامه سره حساسيت لري چې، د افغانستان اوسېدونكو ته هم افغانستاني وايي، البته د افغان لـه نوم سره حساسيت د ده په ټوله ليكنه كې ښكاري، خو دلته ډېر په بې شرمۍ د افغانستان د اوسېدونكو لپاره د افغان پر ځاى ځكه افغانستاني ليكي چې يو خو دوى د افغانستان لـه نوم څخه د پښتون مانا اخلي او پښتون خو د دې روسي ښاغلي پر لمن داسې داغ پرې ايښى، چې تر عگمره به يې دى او نور روسان ملګري نه شي پاكولاى، نو ځكه ورسره دښمني كوي او په دې لټه كې دي چې د يوه ژوندي او اوږده تاريخ لرونكي ملت نوم ورواړوي. دويمه خبره چې د قاسمشاه په پورتنيو پراګرافونو كې روښانه كېږي هغه دا ده، چې دى په خپله هم دا مني چې عمدتاً پر پښتون مېشتو ولاياتو سربېره د مركزي ولاياتو اوسېدونكي هم زياتره پښتانه دي، ځكه چې د ده په وينا خو %80 فيصدو زياتو پښتنو پاكستان ته مهاجرت كړى دى او ځكه يې دغه ملك ته پناه ور وړې، چې قومي او ژبني تعلقات سره لري، چې په دې ډول لـه درې مليونو كډوالو څخه %85 پښتانه دي، چې دا په خپله د ده مخكېنۍ خبري ردوي، ځكه د يوه ملك په كډوالو كې چې اتيا فيصده پښتانه وي، نو په ملك كې پاتي خلكو كې خو هم دوى په خپله اكثريت كې راځي. ځكه دا خو شونې نه ده چې په يوه ملك كې دې جنګ راشي، هلته دې لس قامه ژوند كوي، خو يوازې دې يو قام هجرت وكړي او نور دې ټول پر ځاى پاتې وي، بله د تامل وړ خبره دا ده چې ما په خپله تر يوې لسيزې ډېر عمر په پاكستان كې تېر كړى دى، تاسو باور وكړئ چې د پاكستان په هر يو ښار كې تر پښتنو پارسي ژبي كډوال ډېر وو، زه نه پوهېږم چې دا %16فيصده تاجكان چې د ښاغلي اسكندروف په وينا يوازې همدوى مهاجرت كړى و، څنګه تر %85 پښتنو زيات ښكارېدل؟!!. ورځه دا خبره مو هم ومنله نو بيا خو يوه بله خبره رامنځته كېږي او هغه دا چې په افغانستان كې د روسانو پر ضد جهاد د هجرت لـه چاپېرياله پيل شوى او لـه هماغه ځايه پر مخ وړل كېده، نو كه د اسكندروف شمېرنه سمه وي، نو بيا خو يوازې %16فيصده تاجكانو د افغانستان په جهاد كې برخه اخيستې ده، نور نو د ازادۍ جنګ بايد پښتنو كړى وي، ځكه چې دوى هېواد لـه لاسه وركړى، هجرت يې كړى دى، دا خو ښكاره خبره ده چې مهاجرين به بېرته راستنېدل او دلته به د مقاومت په جبهه كې جنګېدل چې په دې ډول اسكندروف، د روسانو د شړلو او د هېواد د ازادولو وياړ په ناپوهۍ كې پښتنو ته وربخښلى دى. په هر صورت قاسمشاه په دوام ليكي، چې: (با در نظگگرداشت رشد سريع فيصدي پناهنده و فيصدى مرګ و مير چهره هاى قومي در داخل افغانستان در اين سالها تغيير يافت) او بيا زياتوي چې: (در سال 1987در افغانستان تاجكها با داشتن %3،37 نفوس در صدر جمعيتهاى قومي قرار داشته اند، در پى انها هزاره ها %6، 15 و ازبكها %4، 15 بودند. پشتونها كه در ګذشته از لحاظ قومي اكثريت پنداشته ميشدند، تنها %1،31 جمعيت را تشكيل ميدادند). داسې ښكاري چې ډاكټر د مقالې د ليكني پر وخت سترګې پرې پټې وې، كنه نو هر چا چې يو ځل افغانستان ليدلى وي او يا يې حد اقل دوه كتابه د دغه ملك په باب لوستي وي، داسي چټياټ نه ليكي او په داسې بې اساسه او غلطو شمېرنو اتكا نه كوي. دا سمه ده چې د افغانستان په اوږدو جګړو كې د دې لپاره پښتانه ډېر وژل شوي او كډوال شوي دي، چې د افغانستان د دفاع ډېر بوج پر دوى و او دا ځكه و چې دوى ډېر وو، نو چې د جنګ بوج پرې ډېر و، نو خامخا به ډېر وژل شوي او كډوال شوي وي. خو لـه دې سره، سره بايد اسكندروف لـه دې خبر وي چې په پښتنو كې لكه د ده د قام Family Planing نه دى رواج او د الله فضل دى پښتنو ميندو كه يو زوى لـه لاسه وركړى، نو داسې زمري يې نور زېږولي، كه يو كور كډوال شوى، نو بېرته څلور كوره راستانه شوي، كه دوه تنه لـه هيواده تللي، نو لـه هغې خوا چې بېرته راستنېدل نو څلور شوي، شپږ شوي او ان لس شوي دي. په همدي خاطر ضروري بريښي چې ډاكټر ته ووايو چې: روكيه دا خوب به دې هېڅكله هم رښتيا نه شي، بلكي بايد هر وخت خبر واوسې چې:
هر يو ښاخ يې چې و دار د زيدارانو
هغه ووړ نيالګى هسك شوى لوى چنار دى
اسكندروف لـه دې وروسته په پټو سترګو دا ادعا هم كوي چې "اما از لحاظ زبان ګويندګان بيشتر افغانستان بيش از %50 مردم به زبان فارسي- درى سخن ميګويند". دا نو بله بې انصافي ده چې قاسمشاه يې كوي، ځكه هغه چا چې افغانستان ليدلى او يا په كې ګرځېدلى وي، دا ورته پته ده چې د افغانستان څو فيصده خلك په درى غږېږي او څوپه پښتو. زما په فكر د دې خبرې سپينولو ته به هېڅ حاجت نه وي، دا هم هغه خوب دى چې هيڅكله به رښتيا نه شي، ښاغلى ډاكټر چې د يوه بهرني ملك اوسېدونكى دى، تل هغه ځايونه ګروي چې خارښت نه كوي، كه نه زه نه پوهېږم چې په اوسنيو شرايطو كې چې افغانان لګيا دي خپل هغه پرهرونه ټكوروي، چې د اسكندروف د اسلافو لـه خوا پرې ورتپل شوي، ده څنګه د دې مسلې سپړني ته لستوڼي رابډ وهلي، چې: (كوچ دادن پشتونها به مناطق غير پشتون كه با غضب اراضى انها تواْم بود و اعلام نظامنامه ناقلين به شمال نيز همين وقت اغاز ګرديد، كه براى دهقانان غير پشتون شمال پيامدهاى نا ګوارى را بباورد. اين كوچ دهى، نقشهْ افغانستان را تغيير داد و مناطق زياد پشتون نشين را به وجود اورد). بايد لـه ښاغلي ډاكټر نه پوښتنه وشي، چې د يوه بهرني په توګه لـه دې مسلو سره څه علاقه لرې؟ او بله دا چې ده ته چا ويلي وو او د كوم سند لـه مخې وايي چې ناقلو پښتنو د غير پښتنو سيمې لاندې كړې دي، بايد دا ټكى روښانه كړو هغه پښتانه چې د اعليحضرت شهيد محمد نادر شاه خان په واكمنۍ كې شمال ته ولېږدول شول، دوى ته د چا يوه لوېشت ځمگكه هم نه ده وېشل شوې، بلكي هغه پراخې او ناابادي دښتي او ښوره زاري ځمگكي وركړل شوې دي، چې نه خو د چا شخصي وې او نه خو يې هم كوم سيمه ييزو وګړو قواله درلوده، بلكې پر دې سربېره د سيمي خلكو نه د دغو ځمكو د ابادولو توان درلود او نه يې هم ورسره مينه وه، چې په دې ډول د افغانستان د هغه وخت حكومت فقط په دې خاطر چې دغه شاړي ځمكي ابادي كړي، هغه يې پر بېوزلو او بې ځمكو پښتنو ووېشلې او دوى هم د خپلو لاسونو په تڼاكو او سلو خواريو هغه ابادې كړې، نو پوښتنه دا ده چې ايا دولت دغه حق نه لري چې دولتي ځمكې پر خپلو وګړو ووېشي،طبيعي ده چې دا حق لري، چې دا حق لري بيا خو دا د حكومت خوښه ده، چې دغه ځمكي چا ته وركوي او يا يې نه وركوي. بله خبره دا ده چې كه چيرې دغه ځمكي هماغه وخت پر بې ځمكو پښتنو نه واى وېشل شوي، نو ايا د شمال خلكو چې اسكندروف يې د حقوقو د دفاع پر څوكۍ ناست دى، دغه ځمكي ابادولاى شواى؟ ښكاره خبره ده چې هغوى نه د دې ځمكو د ابادولو وس نه درلود او نه يې ورسره مينه وه. بله دا چې په ټوله نړۍ كې دا قانون دى چې د يوه ملك وګړي حق لري چې د خپل هېواد په هره ګوښه كې چې يې زړه وي همغلته واوسي، كار وكړي او ژوند پر مخ بوځي، نو په دې كې كومه ګناه ده چې يو څو كوره پښتانه له جنوب يا ختيځ څخه شمال ته وكوچېدل او هلته يې ژوند غوره كړ، ډاكټر اسكندروف پسي زياتوي، چې: (اشخاص متعصبى مثل "محمد ګل خان مومند" رئيس تنظيمهْ شمال، كه سوګند خورده بود، هيچګاه تا اخر عمرش به فارسى صحبت نخواهد كرد، در دامن زدن نفاق و تعصب قومى نقش زيادى بجا ګذاشت) په دې ځاى كې ضروري برېښي چې يو خو اسكندروف په هغه چا پسې خوله خلاصه كړې، چې ټول افغان ملت بابا ورته وايي، په هغه درانه او عظيم انسان پسې يې تهمتونه تړلي، كه د هغه تدبير نه واى نن به د واحد افغانستان اوسنى جغرافيايي جوړښت هم نه واى او دا هغه څه دي چې په ښكاره د يوه بهرني لـه خوا زموږ د ملي مشاهيرو سپكول، رټل او كنځل ورته ويلاى شو. په كار ده چې ان يوازې د همدغه سپكاوي په خاطر د افغانستان د انتقالي دولت چارواكي د ليكوال مطبوع هېواد ته رسمي شكايت وكړي او هغه دې ته اړ كړي چې د يوه واحد افغان ملت نه د دوى د يوه منل شوي بابا او زعيم د سپكاوي په خاطر بخښنه وغواړي، البته چې زموږ انتقالي دولت لـه بده مرغه په دې خبرو پسې د مصلحتونو او مضراحتياط لـه مخي ډېر سر نه ګرځوي، ځكه چې دا د همدې محمدګل خان مومند بابا(رح) د تدبيرونو بركت و، چې په وروستيو اله ګولو كې يې د افغانستان د تجزيې او ټوټه كېدو مخه ونيوله، اسكندروف په دې هم بسنه نه كوي او پسې زياتوي چې: (قانون اساسي 1964م كال تمام باشنده ګان افغانستان را افغان اعلام داشت، در حاليكه معلوم بود كه افغان نام يكى از اقوام افغانستان است، مرادف پشتون. قانون اساسى زبانهاى پشتو و درى را برابر حقوق اعلان كرد، ولى مادهْ 35 قانون اساسى، به طور يكجانبه امتيازاتى را براى زبان پشتو اعلام كرد، كه دولت موْظف بود براى رشد و انكشاف زبان پشتو برنامه هاى موثرى را روى دست ګيرد). ښاغلي ډاكټر ته دا خبره هم د منلو نه ده چې افغان ملت دې د افغان په نوم ياد شي، جالبه ده چې دغه ښاغلى د Ph.D لـه لرلو سره، سره تر اوسه په دې هم نه پوهيږي چې افغان د يوه قام نوم دى او كه د ملت؟ (كه وغواړو چې د افغان د نوم لرغونتوب چې د افغانستان ټولو اوسېدونكو ته ويل كيږي راوسپړو، فكر كوم خبره به ډېره اوږده شي) لوى استاد علامه عبدالحى حبيبي د دغه نوم د لرغونتوب په باب يوه اوږده رساله ليكلې چې پر نورو خپرونو سربېره په جلا ډول هم په 1994 كې د خوشال فرهنګي ټولني لـه خوا چاپ شوې ده، نو ښاغلي ډاكټر ته زما مشوره دا ده چې يو ځل دې دلوى استاد دغه رساله خامخا ولولي، اسكندروف پر دې برسېره پر دې هم خواشينى ښكاري چې ولي د 1964 م كال اساسي قانون دولت د پښتو ژبې لپاره پر كار كولو ګومارلى دى، بايد ووايو چې لكه څنګه چې اسكندروف قاسمشاه هم ليكلي په دغه قانون كې دري او پښتو ژبي دواړي رسمي ژبې ګڼل شوي دي، نو كه چيرته په قانون كې دا راغلي هم نه واى، نو بيا هم دولت په اخلاقي لحاظ موظف و چې د خپلي هغي ملي ژبي لپاره چې تر اوسه لږ كار ورته شوى كار وكړي، هغه پراخه او بډايه كړي، نو نه پوهېږم چې ډاكټر ولي په دې خبره خښمېدلى دى؟ ډاكټر قاسمشاه اسكندروف كه رښتيا هم دا يو اصلي نوم وي، د يوه بهرني ملك اوسېدونكى دى، هغه اخلاقاً دنده لري چې زموږ په كورنيو لانجو كې لاس و نه وهي او بله دا چې د دې كار اړتيا هم نه ليدل كيږي، ځكه چې كه دلته هر څه پېښيږي نو ده ته يې ګټه او تاوان څه دى؟ خو ښكاره خبره دا ده چې دا ښاغلى به لـه كوم لوري نه د افغانانو تر منځ د نفاق اور ته د لمن وهلو لپاره ګومارل شوى دى، خو پوښتنه دا ده چې د پنجره اوونيزه ولي د دغسي افغان ضد بهرنيو ليكوالو ليكنو ته چې د افغان واحد ملت په منځ كې د تفرقې اور ته لمن وهي، د نشر زمينه برابروي؟ ايا د دوى دغه كار د دښمن ژرندې ته د اوبو ور شېوه كول نه دي؟ ايا دوى په دې نه پوهيږي چې موږ لـه همدې روسانو لـه لاسه څومره بدي ورځي او څومره كړاوونه وګالل؟ ښكاره خبره ده چې د پنجره والاوو په دې ټولو خبرو سر خلاص دى او كه داسي نه وي نو بيا خو لااقل د همدې كلېشه يي جملې پر اساس هم چې دوى د خپلي اوونيزي پر تندي ليكلى چې (پنجره در پيرايش و ويرايش مقالات دست باز دارد) كولاى شواى چې د يادې شوې ليكنې خوا واړوي او حد اقل يې ور سمه كړي، زما وړانديز دا دى چې د افغانستان اوسني حالات د دغسي ببولالو د نشرولو نه دي او نه هم دا وخت د دغو خبرو د سپيناوي دى، اوس بايد د يوه واحد افغان ملت د تشكل لپاره كار وشي، نه دا چې د سره يو موټي كېدونكى ولس د بېلولو لپاره او دا هغه وخت دى چې افغان ملت د پنجرې لـه روڼاندو چلوونكو څخه د خپل ملي رسالت د تر سره كولو غوښتونكى دى او كه داسي نه وي بيا خو به" پنجره" د اميد پر پله ولاړه وي، لكه چې روانه ده او د دې پر ځاى چې خپل ملي، وطني او افغاني فرض ادا كړي، د هغو پر عكس موقعيت به خپلوي.(33)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery