مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د مطبوعاتو ازادي،كه د تورونو تود بازار

خپلواكي او ازادي د هر انسان روا حق دى، چې بايد د تر لاسه كولو لپاره يې هاند وهڅه وكړي. خو خپلواكي دا نه ده چې د انسان دي هر څه ته زړه وشي، هغه دي وكړي او يا دي د خپلو غوښتنو لپاره نړۍ او هر څه استعمال كړي. هره وسيله او امكانات كه په سمه توګه و نه كارول شي، زيان رسوونكي تمامېږي. خو كه موخه او ارمان سپېڅلى وي، انسان په لږو امكاناتو كار كولاى شي. په افغانستان كې هم لـه ډيري مودې راهيسي د مطبوعاتو د ازادۍ چيغي وهل كيږي او زيات كسان ادعا لري چې مطبوعات دي په بشپړ ډول ازاد كړاى شي، سانسور دي نه وي. خو بايد يادونه وشي چې د مطبوعاتو ازادي هم خپل چوكاټ او اصول لري چې بايد لـه پامه ونه غورځول شي. په پرمختللو هيوادونو كې د مطبوعاتو ازادۍ ته ځانګړي قوانين وضع شوي چې د هغو لـه مخي دغه خپروني چاپيږي. دا مهال په افغانستان كې مطبوعاتو ته نسبي خپلواكي وركړل شوې، چي د همدغي خپلواكۍ په رڼا كې تر يونيم سلو زياتي خپروني پيل شوي دي.
په دغو خپرونو كې زياتي داسي دي چې د يوه ځانګړي ګوند په چوپړ كې دي، چې موخه يې د خپل ګوند اېډيالوژيكو او سياسي موخو خپرول دي. لـه دغو خپرونو سره د عام ولس درد او غم نشته.
څرنګه چې په افغانستان كې تر ملي او اسلامي شعار لاندي يو شمېر نژادپاله ګوندونه فعاليت كوي، نو لـه بده مرغه د دغو ګوندونو نژادي غوښتنو او تعصباتو مطبوعاتو ته هم لاره كړې ده. د چا چې څه په زړه كې راګرځي نو د كاغذ پر مخ يې ليكي، څوك لـه ځانه د افغانستان د قومونو احصائيې خپروي، څوك د فډرالي حكومت لپاره كار كوي، د ځينو خو لا په دې هم زړه نه سړيږي، د تاريخ مسخ او تحريف كولو ته يې ملا تړلې ده، زموږ په تاريخي څېرو، ملي اتلانو او قهرمانانو پسي بد رد وايي. بله دا چې ځيني ليكوالان لـه دې بې پروايۍ څخه هم خوند اخلي، چې د اسلام پر سپېڅلي دين ملنډي وهي، دوى داسي فكر كوي چې پر اسلام د نقد كولو صلاحيت او استعداد لري. لنډه دا چې د مطبوعاتو د ازادۍ تر سرليك لاندي د تورونو بازار ښه تود دى. داسي برېښي چې زموږ ځيني ړانده ذهنه فرهنګيان داسي فكر كوي چې د مطبوعاتو ازادي په دې مانا ده، چې څه خولې ته درځي، كه هغه د اسلام د سپېڅلي دين، ملي ارزښتونو، ملي ګټو او ملي وياړونو پر ضد هم وي، د كاغذ پر مخ د ليكلو وړ دي او په لوستلو ارزي.
ډګر ښه خالي دى، داسي څوك نشته چې دغه ډول ملي ضد خپروني وڅاري او ليكوالان يې محكمې ته راكش كړي. په نورو ټولنو كې ملت او ملي ارزښتونه مقدس ګڼل كيږي، خو په افغانستان كې حكومت مقدس او واجب الاحترام دى، چي سالم انتقاد ورباندي كول هم د ځان لپاره قبر كيندل دي. حكومت د همدې لپاره جوړ دى او ملت د همدې لپاره د حكومت اطاعت كوي چې د ملت د مادي او معنوي شتمنيو د ساتني او بډايني لپاره كار وكړي. نو دا د حكومت وظيفه ده چې د ملي ضد خپرونو او ليكنو مخه ونيسي او پرې نه ږدي چې په افغانستان كې لـه ډېره وخته وروسته لاس ته راغلې نسبي سوله په جګړه بدله او بيا د پلورل شويو او ملي ضد اشخاصو او ډلو په لاس په افغانستان كې د جګړې اور بل شي.(36)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery