مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ازاد مطبوعات که متعصب مطبوعات څارنوالي او که جګړه ماري

ډاکټر طارق رشــاد، هالېنډ
که نن ورته پاملرنه ونه شي سبا به درنه پښتو او درانه پښتانه په افغانستان کي هم د محکوميت تر پولي ورسيږي
دوينا ، اند ، اورسنيو د ازاديو له ډنډورو څخه که يوازي دا موخه وي چي د پښتو او پښتنو په وړاندي سپکي ، سپور ي وويل شي او يا د رښتيني افغان وياړلي تاريخ او ملي ارزښتونو په اړه له دښمنۍ ډک چلند وشي او يا هم په بي انډولۍ کي نژادي ، قومي ، ژبنيو ، سيمه ايزو او مذهبي کرکو ته لمن ووهل شي او زموږ په يو موټي افغان ولس کي د کرکي چړاخونه پيدا او زموږ په واحد افغان کور کي کورګی جوړ کړي ، ملي بيلتونپالني او تجزيې ته هڅه وشي او يا د افغانستان په وياړلي نوم او يا افغان ملي هويت باندي ملنډي ووهل شي .
خو که کوم د ملي اوافغاني احساس څښتن پښتون روڼ اندي ليکوال ، شاعر ، ژورناليست او کلتوري شخص غواړي د خپلو ملي او افغاني ارزښتونو ددفاع او د افغانستان د اوسنۍ جاري اساسي قانون پر بنسټ د ملي پښتو ژبي د رسميت حق او انډول ږغ پورته او د خپلي خوږې او درنې پښتو ژبي سره پښتو وکړي او د ملي وياړ او تاريخ لوټولو په وړاندي د غبرګون ږغ پورته کړي او زموږ د افغاني کلتور ، ژبي او ملي ارزښتونو سره ددښمنۍ چال چلند وغندي او دهغه په وړاندي ملي او افغاني دريځ غوره کړي له هغه سهر وسله وال چلند کيږي ، دا په دې مانا چي ټول ژورناليستان ، ليکوال ، فرهنګيان او روڼ اندي به د مطبوعاتو له قانون څخه يو ډول ګټه اخلي ؟
نو له دې عمل څخه دا پايله راوزي چي د افغانستان د اساسي قانون ، مطبوعاتود قانون اونورو قوانينو اوبشري حقوقو په پلي کولو کي د مور او ميرې چلند کيږي .
هغه مراجع اودولتي موسسات چي د قانون د ساتني دنده لري اوبايد د بي ګنا او بي دفاع خلکو ژورناليستانو او فرهنګيانو ګريوانونه د ټوپکيانو ، قاتلانو ، قانون ماتوونکو زورواکانو او مستبدانو د خپلسرۍ له منګولو څخه خلاص او د قانون ينجې ته وسپاري او د نړيوالو ژورناليستيکو ادابو ، دمطبوعاتو د قانون او د اوسني جاري اساسي قانون پر بنسټ د هغوی د حقوقو ملاتړ وکړي او په چارواکو کي د ولسواکۍ او زغم روحيه غښتلې ، څو له دې لاري ځان وارزوي ؛ برعکس دغه د مطبوعاتو د ازادۍ په اصطلاح دولتي علمبرداران خپل خبث باطن څرګندوي او د خپل ژبني اواتنيکي متعصبو ټوپکيانو او د شر او فساد له څرګندو څېرو څخه مرسته غواړي اولاسونه يې ددغو هڅنده کلتوري اشخاصو ګريوانو ته ورواچولي او ددې پرځای چي له مرکزي ادارې څخه سرغړونکي قاتلان ، د اساسي قانون اونورو قوانينو اوبشري حقوقو ناقضين ، جګړه مار ، د نشه يي توکو قاچاق وړونکي ، دملي اوتاريخي شتمنيو لوټماران ، ملي اوافغاني ضد ډلي ټپلي ، دجګړې جنايتکاران ، دافغان ولس د پت اوعزت دښمنان او ملي شر اچوونکي رسوا او څارنوالۍ ته ودروي له بده مرغه دغه کلتوري اشخاص څارنوالۍ ته کشوي ؛ هغه هم هغه څارنوالي چي د شر اوفساد دډلو ټپلو ، ملي بيلتونپالو او جګړه مارو له خوا يرغمل شوي ، چي په دې عمل سره دقانون څخه ددفاع مراجع او موسسات خپله ، اوسنۍ جاري او اساسي قانون ، اونور مدني قوانين اوهمدا رنګه د بشر د څلورو اساسي حقوقو څخه چي يو يې د وينا ، اند ، وجدان ، او رسنيو حق دی تر پښو لاندي کوي .
په افغانستان کي د ملګرو ملتو د ( يوناما ) د موسسې او د بشر د حقوقو د کميسون په اوسنۍ ګډه څېړنه کي چي د بشري حقوقو ارزونه تر سره کوي د مشروع فشار د دريوميکانيزمونو له لاري چي هغه: د ولس ازاد اند اورايه ( ووټ ) د مدني ټولني پرګنيز چلند او فشار او له دولت سره مستقيمي خبري دي تر سره کيږي ، خو لکه څنګه چي يې اصول څرګند سوي دي چي هغه به له کرکي او ګواښ پرته د بې پرې خلکو له لاري تر سره کيږي څه ناشونې ښکاري ، ځکه سيمه ايزي له کرکو ډکي واکمنۍ خو پريږده ، مرکزي اداره هم چي د يوې متعصبي ټوپکوالي ډلي او دهغو دملاتړولخوا يرغمل شوي ، خپله له کرکي ، ګواښه ډکه ، او بي پرې نه ده . ځکه موږ وينو چي پر چارواکو باندي د نيوکو ( چي مخکي يي يادونه وشوه ) داډول د مور او ميرې چلند د ملي بيلتونپالني دستمي کرکي يوه ډرامه او توطيه ده .
که نن ورته پاملرنه ونه شي سبا به درنه پښتو او درانه پښتانه په افغانستان کي هم د محکوميت تر پولي ورسيږي او ددوی پر سر به پريکړي نو رڅوک کوي اوهم ددې پر ځای چي پښتنو ته د يو اکثريت په توګه او پښتوژبي ته داوسني اساسي قانون پربنسټ په رسمياتو ، زده کړو او ميډيا کي وړ حق ورکړه شي او انډول وساته شي ان پر سرونوبه يې د ستمي کرکي او تعصب سياسي _ پوځي چپې ميچني وڅرخي ، ځکه کورني او بهرني افغان دښمنه ځواکونه په دې پوهيږي چي دافغانستان سياسي او ملي ثبات او د ثقل مرکز د اکثريت په ملاتړ اويو موټي افغان ولس کي دی اوددې لپاره چي دا ثبات رامنځ ته نه شي ، نو د پښتنو په بي سېکه کولو لګيا دي او هغه پښتانه چي سريې په تن ارزي بدناموي ، له ګواښ سره مخامخ کوي او يو نيم يې تطميع کوي اوله منځه يې وړي او د (( نابود سازي وخاموش سازي )) پروګرام پر مخ بيايي .
چي په دې ډول اعمالو سره دفرهنګيانو ، فرهنګپالو ، روڼ اندو او رښتيني افغان ولس ليکي له اوسني دولت او په تېره بيا له وسله والو اوهم ددوی په اصطلاح ( داطلاعات وفرهنګ ) له چارواکو څخه بېلي او د بې باورۍواټن به نور هم پراخ شي اوټول ولس به دهغو په وړاندي ودريږي .
ځکه هرهغه دولت چي دولس ږغ وانه وري اوچارواکي يې د ازادو مطبوعاتو له لاري ځان ونه ارزوي او دولس ملاتړ تر لاسه نه کړي ، دخپل ياد بل پردي په زور پر خلکو واکمنان شوي وي ، ډير ژر به خپل قانونيت له لاسه ورکړي اورانسکور شي .
نو مخکي له دې ولس چي دې ته اړ شي ، څو په يو پراخ پاڅون اوخښم سره داډول زورواکه بلواکه دولتونه له منځه يوسي اويابه د بديو دموږيو اومتعصبينو پروګرام هم داوي چي افغان ولس کي د کرکي تخم وپاشي اوولس پاڅون ته وهڅوي اوپه پايله کي رښتينی افغان ولس په کورنيو اوبهرنيو وسله والو وځپي څو دهغو په وينو ددغو متعصبو دکرکي اور سوړ شي .
خو ښه به داوي چي په روغو تڼيو اوبيله کرکي د ولس ږغ واوريدل شي ځکه په تشو وعدو او د ولسواکۍ او د مطبوعاتو د ازادۍ په وچو چغو ، دوکو ، غولولو او زور دولتونه نه کيږي ، هغه چي وايي :
((په زور کلي نه جوړيږي ))
که همدا رنګه راتلونکي ټولټاکني هم د داډول مطبوعاتي کمپاين له لاري او دداسي اشخاصو پر لاس تر سره شي نو ګمان کوم چي(( دا وړۍ به شړۍ نه شي ))
په داسي حال کي چي زه دا عمل غندم نه پوهيږم چي دوی دازادو مطبوعاتو علمبرداران وګڼم که د متعصبو مطبوعاتو علمبرداران اودا څارنوالي وګڼم که جګړه ماري !؟(39)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery