مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مطبوعات بايد د افرادو حرمت وساتي

اكرام الدين
تېره اوونۍ د اطلاعاتو او كلتور وزارت مرستيال عبدالحميد مبارز لـه خپل مقام څخه استعفى وركړه.
عبدالحميد مبارز چې پوره نيمه پيړۍ يې د افغانتسان په مطبوعاتو كې كار كړى او تر شلو زياتو علمي كتابونو موْلف دى، په تېرو دريو كلونو كې يې د مطبوعاتو د آزادۍ لـه پاره ډېره هڅه كړې ده. ده لـه بي. بي. سي راډيو سره په مركه كې د خپلې استعفى علت د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين لـه سياستونو سره اختلاف ښودلى دى.
متل دى چې وايي: يوه خولـه خوږه وي، كه موږ يوازې د ښاغلي مبارز استدلال ته وګورو او د دغه اختلاف ټولـه پړه په سيد مخدوم رهين واچوو- نو ممكن انصاف به مو نه وي كړى.
په هر حال، دا د دولت وظيفه ده چې د خپل يوه عالي رتبه مامور د شكايت په پاره كې جدي او بې طرفانه غور وكړي،خو هغه څه چي زه يې ددې ليكنې ليكلو ته مجبور كړم د انيس ددولتي ورځپاڼې د تېرې پنجشنبې د ورځې يوه مقالـه ده چې (مبارز، خدا كشته را به قرباني حساب مى كند) نومېږي.
دا مقالـه چې ليكوال يې (سروش) معرفي شوى دى، د ليكلو د طرز او سبك په لحاظ د بل چا ښكاري.
په دې ليكنه كې د عبدالحميد مبارز د توهينولو او تحقيرولو هڅه شوې ده.
د مقالې په يوه برخه كې لولو: "همه مى دانند كه اين تنها دوكتور رهين بود كه با حوصلـه فراخ، ترحم و ګذشت رفتار اورا تحمل كرد و اګر باز هم وزير اطلاعات و فرهنګ از روى ترحم و ګذشت عبدالحميد مبارز را اجازه كار در اين وزارت دهد من مطمين هستم كه همه كار مندان اين وزارت دستجمى استعفى خواهند كرد".
او تر دې جملو راوروسته د انيس ورځپاڼې ليكوال د ښاغلي عبدالحميد مبارز د سپكاوي لـه پاره نور هم وړاندې ځي،ليكي: " عبدالحميد مبارز كه در هر حال بايد شر خود را از سر اين وزارت كم كند چون ميداند كه�"
تاسې فكر وكړئ په يوه دولتي ورځپاڼه كې چې د دولت د يوه عالي رتبه مامور په دومره سپكو الفاطو يادونه كېږي نو د عادي خلكو د حرمت د ساتلو به څه حال وي؟
د دولتي ورځپاڼې ليكوال د افغاني ارزښتونو برخلاف حتى د ښاغلي عبدالحميد مبارز د لور احترام هم نه ساتي او په دې الفاظو يې د لور (ميرمن نيلاب مبارز) يادونه كوي:
"� وبعد هم خود را و دختر خود را به ريش يك كانديداى رياست جمهورى آويخت."
د انيس د دولتي ورځپاڼې په ليكنه كې د ښاغلي عبدالحميد مبارز د تحقير او سپكاوي لـه پاره يو پوچ متل ته اشاره شوې او داسې راغلي دي:
"راستى آقاى مبارز به علامت احترام به قانون هنګامي كه به همايون اصفي پيوستي بايد از موقعيت معين بودن استعفى ميكردى. استفعى فعلي شما چهار زانو نشستن بى موقع است."
زه نه پوهېږم د وګړو سپكول او تحقيرول او د هغوى په مقابل كې د پوچو او چټي الفاظو استعمالول به د دنيا په كوم قانون كې اجازه او مشروعيت ولري؟
حضرت سعدي عليه الرحمه وايي چې كه پاچا د رعيت د باغ يوه مڼه وشوكوي نو رعيت به د مڼې هغه ونه لـه بېخه وباسي. اوس چې دولتي مطبوعات د وګړيو د سپكاوي لـه پاره داسې ليكنې خپروي نو لـه نورو خلكو به څوك ګيلـه كوي.
اوس چې د اطلاعاتواو كلتور وزارت په خپلـه د مطبوعاتود قانون او د خلكو د معنوي حقوقو احترام نه كوي، دا ضرور ده چې د اسلامي دولت د وزيرانو شورى او د هغې په راس كې ولسمشر حامدكرزي ته التجا او خواست وكړو چې لـه دغسې خلاف ورزيو سره مبارزه وكړي.
افغانستان چې اوس يې تازه د ډيموكراسۍ پر لوري مزل پيل كړى دى، د چارواكو زغم، حوصلې او عالي وقار ته ضرورت لري. كه چېرې زموږ چارواكي د عادي وګړيو غوندې هم حوصلـه ونه لري، دا په يقين سره د خطر زېرى دى، ځكه كه د ملت اعضا د بېړۍ لـه سورليو سره پرتلـه كړو، نو چارواكي ددې بېړۍ كپتانان دي.
موږ لـه دغه كپتانانو څخه غواړو چې په پوره حوصلـه او تدبير لـه توپانونو او ګردابونو څخه بېړۍ وژغوري، نه، دا چې دغه كپتانان د بې مسووليته زلمكو په شان لـه وحشي څپو سره لوبې وكړي او خداى مه كړه بيړۍ په بل مخ واوړي.
د انصاف تقاضا خو دا ده چې زموږ اسلامي دولت بايد دولتي مطبوعاتوته د افرادو د بې حرمتۍ اجازه ور نه كړي، څو په دې ډول، افراد د خپل شخصيت د حفاظت احساس وكړي.(43)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery