مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د رهين په وړاندي د کابل لاريون څه شي وهڅاوه؟

برهان
د کب په ٢٤مه نيټه په کابل کي د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير، مخدوم رهين، په وړاندي يو لاريون تر سره سو چي د هغۀ د بيلابيلو نادودو له امله يي له مشرانو چارواکو وغوښتل چي رهين له دندي ګوښه کړي او پر ځاي يي يو رښتينى افغان او ملي شخصيت راولي. غوسه ناکو مظاهره چيانو رهين د دولتي رسنيو، په ځانګړي توګه دتلويزون او راډيو، پر ناوړه کارونې تورن کړ.
پر ښاغلي رهين باندي له اوږدي مودي راهيسي پراخي نيوکي کيدې، چي د دې پر ځاي چي ازادو ډله ئيزو رسنيو ته وده ورکړي هغوي سانسوروي او په خپله خوښه يي برابروي. ددۀ په وړاندي دا درېيم په پرتليزه توګه ستر لاريون دي چي ددۀ د وزارت چلولو په موده کي ترسره کيږي. په پروني لاريون کي په سلګونو کابل ښاريانوچي ډيري يي ددۀ د پخوانۍ ' شورا' غړي وو ګډون کړي وو.
له لاريون کونکو نه به يي واورو:
لاريون کوونکو خپله مظاهره له شاه دوشميره څخه پيل کړه او ارګ ته نژدي په پښتونستان څلورلاري کي سره غونډ شول. دوي ويل د رهين کړنلاري د ډيموکراسۍ او ولسواکي د آرونو پر خلاف دي ځکه چي دي هڅه کوي دولتي رسنۍ تر خپل نيواک لاندي وساتي. د دوي غوښتنه له ولسمشر کرزي نه د رهين ژرترژره ګوښه کول وو چي تر اوسه پرې چا غوږ نه دي ګرولي.
لاريون د کابل د ښاريانو د شورا (شوراى شهروندان کابل) له خوا په لار اچول سوى و. رهين تر څو ورځو مخکي دهمدې شورا په خپل سر ټاکلي شوي مشر و چي تر اوسه ډاګيزه نه ده ولي دى له هغې نه واويستل او يا وشړل شو. که څه هم رهين ادعا کوي چي دۀ په خپله خوښه شورا پرېښوده خو پرون د لاريون کوونکو خبرو داسي ښوده چي کومه شخړه يي تر منځ وه.
يوو لاريون کونکي ويل: �رهين ټول تلويزونونه او راډيوګاني په خپله ګټه را څرخوي�. بل ويل: �رهين راډيو او تلويزون سانسوروي او دا خپله د ډيموکراسۍ پر خلاف يو کار دي�. بل بيا ويل: �اوسنې حکومت دخلکو او ملي حکومت دي، حکومتي تلويزون او راډيو هم بايد ملي او دخلکو وي، نه داچي د يوو سړي په طبعه�.
د مخکينيو مظاهرو پايله؟
د رهين په وړاندي لومړي لاريون د ١٣٨١ کال د زمري په مياشت کي ترسره شو چي هغه وخت مظاهره چيانو ددۀ د ګوښه کولو لپاره په تاوتريخوالي لاس پوري کړي وو او د اطلاعات او کلتور وزارت د ودانۍ شيشې يي په تيږو ويشتلي وي. خو هغه مهال رهين په غبرګون کي اعتراض کوونکي خپل شخصي دښمنان او وراني کونکي وبلل. دا لاريون په پخوانۍ لنډمهاله اداره کي د رهين له ټاکلو لږ موده وروسته پېښ سو چي د مظاهره چيانو غږ چا وانه وريدۀ.
دويم لاريون د ١٣٨٢ کال د چنګاښ په مياشت کي بيا هم د اطلاعات او کلتور وزارت مخ ته ترسره شو چي د رهين ګوښه کيدل يي غوښتل. هغه مهال لاريون کوونکو رهين د يوي ورځپاڼه چلونکي په ملاتړ نيوکه کوله چا چي په ډيموکراسي کي د اسلام د ونډي په هکله پوښتنه اوچته کړي وه او، دستري محکمي په وينا، دين ته يي له سپکاوي ډکه ليکنه ليکلي وه. ويل کيږي رهين هغه وخت د آفتاب ورځپاڼي له ايراني چلوونکي، حسين مهدوي، سره مرسته کړي وه ترڅو د څارنوالي له نيونځي څخه پښي سپکي کړي او له هيواده بهر لاړ شي. په دې ډول اسلام ته د سپکاوي په تورونو د مهدوي په محاکمه باندي خوله پټه شوه. خو هغه وخت هم هيچا د رهين د ګوښه کيدو او د محکمي د فتوا له مخي له 'بيدينانو' سره د هغه د مرستي په اړه چا سر ونګرزاوه.
داځلي به وګورو چي ولسمشر کرزي چا چي يوه رايه له رهينه او په ميلونونو رايي له ولسه اخيستي د خلکو غوښتنو ته څه ډول ځواب وايي ؟!(49)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery