مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د �پرواز اريانا� مجلې دويمې ګڼې ته يوه لنډه كتنه

احسان الله ارينزى
د اريانا افغان هوايي شركت خپرني ارګان، د (پرواز اريانا) مجلې دويمه ګڼه مې مخې ته پرته ده. دا ګڼه د ۱۳۸۳ ل كال د وږي (سنبلې) په مياشت پورې اړه لري. د مجلې پوښ او متن دا نه څرګندوي چې په څو مياشتو كې يوځلې خپرېږي.
د پرواز اريانا د دې ګنې د ليكنو او راپورونو سرليكونه داسې دي:
سخن نخست، نمايندګي شركت اريانا در شهر استنبول تركيه، ګزارش مختصري از فعاليتهاي وزارت هوانوردي و توريزم، استور تخنيكي، از دروازه ورودي ترمينال تا سيت دروازه، شاپ هايدروليك، بنام خداوندي كه انسان را بريال عقل به تسخير كاينات فرستاد و سكوى مخلوفات قرار داد، جلوګيري از سو استفاده ها، مديريت عمومي كنترول اريانا، عقيدۀ راسخ، مصاحبه با اريانا، نمايندگي اريانا در مزارشريف، حفظ و احياي ميراث هاي فرهنګي افغانستان، پيلوتان هر شش ماه يكبار چك صحي ميشوند، اريانا بستر پنجاه هزار ساله، فرهنګ بشري، اثار تاريخي سرقت شده، كنترول و تهيه او..
د مجلې د پوښ پر دويم مخ باندې د مجلې د مسوول چلوونكي ښاغلي بشير احمد بېژن او د ده د نورو همكارانو نومونه راغلي دي. ښاغلى بېژن د افغانستان د جمهوري رياست په ټولټاكنو كې د يوه كانديد ښاغلي لطيف پدرام وياند دى. ښاغلى پدرام لكه چې ټولو ته معلومه ده د افغانستان په باب ځانګړي نظريات لري، د فډرالي نظام پلوى دى او په افغانستان كې د ملي مسئلې پر حل باندې ډېر ټينګار كوي. د پرواز اريانا د مجلې دويمه ګڼه دا څرګندوي، چې ښاغلى بېژن په رښتيا هم د ښاغلي پدرام نژدې ملګرى دى او دواړه د يوې مفكورې خاوندان دي.
د پرواز اريانا د متن په لومړي مخ كې د (سخن نخست) تر نامه لاندې د مجلې د مسوول مدير ليكنه راغلې ده. په دې ليكنه كې د اريانا افغان هوايي شركت د پنځوس كلنتوب او د اريانا د پخوانيو خپرونو د ارزښت په باب لنډې خبرې شوي او بيا د همدې مجلې د لومړۍ ګڼې د متني او چاپي تېروتنو او غلطيو په باب نيوكې شوې دي، چې زه نه پوهېږم په لوستونكو پورې څه اړه لري؟
داسې ښكاري چې د پرواز اريانا لومړۍ ګڼه د بل چا په اهتمام خپره شوې او يا په هغه وخت كې- چا د ښاغلي بېژن وړانديزونو يا خبرو ته ښه غوږ نه دى نيولى، له همدې امله ده په خپله ليكنه كې ښه زړه تش كړى او د لومړۍ ګڼې ډېرې غلطۍ يې رابرسېره كړې دي!
خبره په دې كې ده چې زه په دې كورنۍ شخړه كې د لوستونكو په ملامتيا پوه نه شوم. كه د مجلې لومړۍ ګڼه ښه چاپ شوې ده او كه بده، په اريانا پورې اړه لري. كه په هغه ګڼه كې د كرزي صاحب عكس پرځاى چاپ شوى دى او كه بېځايه، ګوته اريانا ته نيول كېږي، نه بېوزلو لوستونكو ته!.
ښه به دا واى چې ښاغلي بېژن د خپل دفتر ستونزې او نيمګړتياوې د ملكي هوايي چلند او توريزم له وزير يا له ښاغلو معينانو او يا د اريانا له رئيس او نورو اړوندو چارواكو سره مطرح كړي واى، نه له عامو خلكو او د مجلې له لوستونكو سره!.
ښاغلى بېژن په دې ښه پوهېږي چې اوس مهال د خلكو او په تېره د روڼاندو وخت څومره ارزښت لري او هېڅوك انصافاً دا حق نه لري چې ضايع يې كړي او يا زيان ورورسوي. خو دلته يوې خبرې ته بايد پام وساتو او هغه دا چې كوم وزارت چې هم يې وزير غيرمسلكي وي او هم رئيس، بايد داسې ستونزې ولري چې خبرې يې له دفترونو څخه راووځي او عام خلك پرې خبر شي!
د مجلې د ليكنو په باب قضاوت دروند كار دى، خو زه به دلته د ښاغلي بېژن د ليكنې يو پراګراف راواخلم، چې ګران لوستونكي د هغې د څرنګوالي (كيفيت) په باب په خپله قضاوت وكړاى شي:
�...مجلۀ پرواز اريانا كه ادامه دهندۀ همدان راه و رسم ميباشد و در معرفي مجدد �اريانا� اعاده عتبار ان خود را متعهد ميداند. در شرايط كنوني تمام امور زندګي را اشا، تبليغ و پخش اعلانات مربوط به فعاليت ها و سهولت هاي همان ارګان تشكيل ميدهد و اين مامول د لابلاى صفحات يك نشريه �ارګان نشراتي� نيز تحقق پذير است�!؟
سره له دې چې د مجلې په متن كې به ارو مرو په زړه پورې مقالې او راپورونه وي، يا خو (سالېكه نيكوست، از بهارش پيداست) چې سرليكنه يې داسې وي، متن به يې څنګه وي؟
زه په دې ليكنه كې د (پرواز اريانا) پر ټول متن باندې څه نه ليكم او نه ځان ته دا حق وركوم چې پر يوه مسلكي او تخصصي موضوع باندې څه وليكم، خو دا حق ځان ته خوندي ساتم، چې د ملكي هوايي چلند له وزير، د وزارت له ښاغلو مرستيالانو، د اريانا هوايي شركت له رئيس او د مجلې له مدير بېژن صاحب څخه پوښتنه وكړم، چې دوى په كوم قانوني او اخلاقي حق دا مجله يوازې په دري ژبه خپره كړې ده؟
ايا دا مجله په ايران يا تاجكستان كې خپرېږي او كه په افغانستان كې؟
ښاغلى بېژن دې زموږ دا خبره تعصب نه ګڼي، كه تعصب وي هغه ده كړى دى. د حق غوښتنه يو روا عمل دى او په افغانستان كې اوس د حق غوښتنې وخت رارسېدلى دى.
زه ګومان كوم چې نور نو د خلكو حقوقو ته د سپكاوي وخت د تېرېدلو په حال كې دى. د افغانستان اساسي قانون، د خلكو روا حقونو ته درناوى د هر (افغان) مكلفيت ګڼي. د افغانستان د جمهوري رياست په ټولټاكنو كې د مليونونو كسانو ګډون دا ثابته كړه چې دا خلك اوس د ځان په حق او د نورو په حق ډېر ښه پوهېدلي دي.
دې مليونونو خلكو د خپلو رايو په پاڼو سره ټولو هغو كسانو ته چې (ميم زرما- ټول يې زما) تګلاره يې تعقيبوله او يا يې د ټول وطن د مالكيت جعلي قباله په جېب كې ګرځوله، منفي ځواب وركړ او دا يې ثابته كړه چې دا خلك نور نو د سيمې، ژبې، ډلې، ډلګۍ، مذهب او نورو شخصي ګټو لپاره پر ملي ګټو پښې نه ږدي او خپل مسووليت په هماغه توګه سرته رسوي، لكه د نړۍ نور مذهب او پرمختللي قومونه يې چې سرته رسوي.
افغانانو متعصبينو، قومپالو، تنظيمي ټوپكوالو او ان د فډرالي نظام پلويانو او د يوې ژبې او يوه كلتور خوښمنو ته پوره ډاډ او ډېر برالا ځواب وركړ او ټول يې رخصت كړل.
له دې څخه بايد ټول پند واخلو. د ملكي او هوايي چلند وزير او مرستيالان يې، د اريانا رئيس او د پرواز اريانا ټول كاركوونكي بايدله دې ستر درس څخه پند واخلي.
د پرواز اريانا مدير ښاغلى بشير احمد بېژن بايد تر ټولو غټ پند واخلي او ځان راويښ كړي. د فيل په غوږ كې تر ابده پورې خوب نه شي كېداى. ښاغلي بېژن ته ښايي چې د فيل له غوږ څخه راووځي او بهرنۍ نړۍ ته دې د يوه واقعيت په توګه وګوري او خپلې غوښتنې، افكار او نظريات دې د افغانانو د غوښتنو، افكارو او نظرياتو ښكارندوى ونه ګڼي.
د ښاغلو بېژن او پدرام افكار او نظريات د دوى د شخصي افكارو او نظرونو په توګه د قدر وړ دي. خو دوى حق نه لري چې له خپلو دولتي منابعو څخه د خپلو شخصي غوښتنو د عملي كولو لپاره كار واخلي. ښاغلى بېژن د ملي كنګرې د ګوند د وياند په توګه حق لري چې فډراليزم وغواړي، د افغانستان د نامه د بدلونو لپاره هڅې وكړي، د (افغان) پر ځاى د (افغانستاني) نوم وكاروي، پر پښتنو او پښتو ژبه باندې چليپا راوكاږي، خو د افغانستان د دولتي مامور او د اريانا افغان هوايي شركت د مجلې د مسوول مدير په توګه بايد افغان واوسي، افغان فكر دې وكړي، د افغانستان قوانين دې مراعات كړي او په هېواد كې دې د قومي او ژبني تعصب پرځاى د ملي يووالي او د قومونو د يووالي شريفانه كار ته مټې راونغاړي او افغانستان دې د ټولو ګډ كور وبولي او د دغه كور د ټولو اوسېدونكو حقونو ته دې درناوى ولري. كه داسې ونه كړي، ښاغلى بېژن به هم په هماغه برخليك (سرنوشت) اخته شي چې نور مشران يې د ټاكنو له امله ورسره مخ شول او د خلكو له خوا يې د (نه) ځوابونه واورېدل.
په دې ځاى كې د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور له وزير څخه هم دا ګيله او دا پوښتنه كوو، چې ولې دغسې خپرونو ته، هغه هم د دولت په پيسو د خپرولو اجازه وركوي؟
ځكه د افغانستان د دولت بودجه د دې هېواد د ټولو خلكو ده او ښاغلى بېژن بايد دا حق ونه لري چې د دې هېواد د خلكو په پيسو د خلكو حقونه تر پښو لاندې كړي. د ملي نفاق پر اور تېل وروپاشي او يوازې د خپل (ګوند) او خپل (رهبر) لپاره كار وكړي.
زه د اطلاعاتو او كلتور له وزير ښاغلي ډاكټر سيد مخدوم رهين او ملكي- هوايي چلند او توريزم له ښاغلي وزير صاحب څخه په كلكه هيله كوم چې په دې هكله دې خپل دريځ روښانه كړي. كه دا كار د دې وزارتونو په خوښه ترسره كېږي، چې موږ په دې پو شو او كه دا د دې وزارتونو رسمي دريځ نه وي- نو ښاغلي بېژن ته بايد دا اجازه ورنه كړل شي چې خپلې شخصي او ګوندي غوښتنې د دولت له امكاناتو سره يوځاى كړي او ناوړه ګټه دې پورته كړي.
پښتنو د افغانستان د اكثريت اوسېدونكو ژبه ده او پښتانه دا حق لري چې د افغانستان په دولتي نشراتي ارګانونو كې خپله ونډه او خپل حق وغواړي.
ښاغلي بېژن ته يو ځلې د دې خبرې يادول په كار دي، چې د اريانا افغان هوايي شركت مجله (پرواز اريانا) په افغانستان كې چاپېږي نه په ايران يا تاجكستان كې!
كه پښتانه افغانستان د خپل ابا په قباله نه بولي، ګډ هېواد او ګډ كور خو يې خامخا بولي او ښاغلى بېژن بايد دې ټكي ته ژوره پاملرنه وكړي.(53)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery