مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د پوهنې وزارت او هېوادنۍ خپرونې ولې له پښتو ژبې سره تربګني کوي؟

ک . س. افغان
د افغانستان انتقالي دولت د خپل واک له لومړيو ورځو څخه په هېواد کې د پوهې د کچې د لوړولو او د بېسوادۍ د له منځه وړلو خبره خپل شعار ګرځولى. د دولت له مشر ښاغلي حامد کرزي څخه بيا د کابينې تر ټولو لوړرتبه او ټيټ رتبه چارواکو په خپل وار سره د هېواد ګوټ ګوټ ته د علم او پوهې د رڼايي د رسولو وعدې کړي.
ښاغلي کرزي خپل دغه هدف ته د رسېدو لپاره ښاغلي محمديونس قانوني ته د پوهنې د وزارت د مشرۍ سپېڅلې دنده وروسپارله. ښاغلي قانوني هم د خپل ځانګړي احساس له مخې په هېواد کې د پوهنې کچې د لوړولو او پراختيا لپاره ځينې کوټلي ګامونه پورته کړي او په دې ډګر کې يې زياته اندازه بهرنۍ مرستې هم افغانستان ته راجلب کړي. خو دا چې دغه مرستې تر کومې کچې د هېواد د وران ويجاړ پوهنيز سيسټم په بيارغونه مصرف شوي دي. ټول هېوادوال پرې خبر دي او ښه پرې پوهېږي.
د تاريخ په اوږدو کې زموږ د هېواد په ښوونځيو او مدرسو کې په پښتو او دري ژبو زده کړې کېدې څرنګه چې زموږ د هېواد ګڼ شمېر اوسېدونکي پښتانه دي او کوم پښتانه چې په ليک لوست بلد دي هغوى په پښتو او دري دواړو ژبو ليک لوست کولاى شي. مګر د دې برعکس دري ژبي لوستوال او ليکوال په پښتو ژبه ليک لوست او حتى خبرې هم نه شي کولاى، هغوى د دې پر ځاى چې د ملي او افغاني احساس له مخې بايد پښتو ژبه زده کړي او خپل افغاني هويت تثبيت کړي، برعکس يې د ځانښودنې او د مادي ګټوپه خاطر انګليسي، روسي او فرانسوي ژبې زده کړي دا ښه خبره ده چې يو انسان په بهرنيو ژبو پوهېږي، مګر هر څوک چې په هر هېواد کې ژوند کوي د همغه هېواد د يوه اوسېدونکي په حيث بايد دومره د وطندوستۍ او هېوادپرستۍ احساس او مينه په زړه کې ولري، چې د خپل هېواد په ملي ژبه ليک لوست وکولاى شي، لکه الفت صاحب چې وايي:
پردۍ ژبه زده کول كه لوى کمال دى
خپله ژبه هېرول بې کمالي ده
زموږ د هېواد ډېر دري ژبي وروڼه په نورو بهرنيو ژبو کې د ماسټرۍ او دکتورا سندونه او غټ غټ کتابونه لري، مګر د هېواد په ملي ژبه (پښتو) دوه خبرې هم نه شي کولاى.
اوس چې په هېواد کې هراړ خيزې بيارغونې ته ځانګړې پاملرنه شوې، نو په دې لړ کې بايد د ښوونې او روزنې په بيارغونه کې له زيات دقت او پاملرنې څخه کار واخستل شي.
په کابل کې چې د هېواد د هرې سيمې افغانان اوسېږي او د هرې سيمې خلک ځانګړي ولسي رواجونه او روايات لري، ډېر داسې افغانان هم هلته ژوند کوي چې د هغوى ژبې هم له پښتو او دري سره توپير لري. د سارې په توګه ازبک، ترکمن، نورستاني... او داسې نور د پوهنې وزارت که څه هم په ټولو ژبو د زده کوونکو لپاره درسي مواد نه شي تيارولاى خو د پښتو او دري ترمنځ انډول ساتل خو دومره ورته ګران کار نه اېسي په اوسنيو حالاتو کې د کابل په ټولو ښوونځيو کې ټول درسي مواد په دري ژبه تدريسېږي او پښتو يوازې د يوې بهرنۍ ژبې په څېر په کې ځاى شوې، چې اوس خو له انګلسي او فرانسوي ژبو څخه هم ورته کمه پاملرنه کېږي.
که چېرې د ښوونې او روزنې ښاغلى وزير صاحب په رښتيا هم له هېواد او هېوادوالو سره مينه لري، نو بايد د خپل افغاني احساس او د هېواد د اولادونو د سمې او سالمې روزنې په خاطر د هېواد په ښوونه او روزنه کې داسې ريفورمونه راولي چې د ټولو افغانانو اولادونه په درسي، فکري، ايډيالوژيکي او ټولنيز لحاظ سمه او بشپړه روزنه په اسانه ډول تر لاسه کړي او دا کار يوازې هغه وخت شونى دى چې د پوهنې وزارت د افغانستان په هره سيمه کې ټولنيز عدالت او متوازن معارف ته قايل شي. همدا راز ملګري ملتونه او هغه بهرني موسسات چې زموږ په هېواد کې د ښوونې او روزنې د پراختيا او پرمختيا په لړ کې هلې ځلې کوي هم دېته ځانګړې پاملرنه وکړي او په هېواد کې د پوهنې د کچې د لوړوالي لپاره د افغانانو د کلتور او ژبو په اړه بشپړ معلومات تر لاسه کړي او همدا راز دغه انډول په سمه توګه په پام کې ونيسي.
ځينې هغه خپرونې چې د ځينو بهرنيو موسساتو له خوا زموږ په هېوا د کې د يووالي، سولې او ډيموکراسۍ په موخه خپرېږي ډېر مطالب يې په داسې ډول چاپ شوي وي چې لوستونکي هېڅ مفهوم ورڅخه نه شي اخستلاى. د بېلګې په ډول په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو هغه خپرونه چې د (صلح (Peace په نوم د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د ائتلافي ځواکونو له خوا په وړيا ډول وېشل کېږي او پر انګرېزۍ سربېره هر مطلب يې په پښتو او دري ژبه هم ليکل شوى وي، خو د پښتو برخه په کې دومره ګډه وډه ده، چې د پښتو ژبې ليکوالان او پوهان هم پرې نه پوهېږي د ساري په ډول ماته د ائتلافي ځواکونو يوه ورځ د نوموړي اخبار څلورويشتمه ګڼه راکړه چې په څلورم مخ کې ئې �د ملي ايتلاف اصلاحاتو غونډه� تر سرليک لاندې يو مطلب خپور شوى و، چې د پښتو متن يې د ماشومانو په ژبه چې نوې خبرې زده کوي ليکل شوي وو چې يوه برخه يې د نمونې په ډول دلته راوړم:
� د افغانستان بېرته ودانول د افغنستان دولت، ائتلاف قوا او بين المللي ټولني متحد او جدى ژمنى ته اړه لرى ځکه بادوام کابل کې د پرمختګ له پاره په ټول هېواد کې امنيت او قانونى حکومت لازمى شرط دى. په دغه دوه ورځنى غونده په امينت، اصلاحات او مشکلاتو په هکله بحث وشو�.
همدا راز د همدغې خپرونې د همدغې ګڼې په لومړي مخ کې �د افغانانو روغتيا او هوسايني لپاره زيار� تر سرليک لاندې داسې پښتو متن ليکلى . �افغانستان د ائتلاف قوا ډاکټران او عسکران د کندهار په جنوب کې يو کلى ته ولاړل تر څو چې خلکو سره کندهار، مرستې وکړى.او د ائتلاف قوا د ډېر شمې عملياتو ولايت دى د سيمى خلکو ته روغتيائى مرستى رسيدلو لپاره روغتيايى د ائتلاف قوا ډاکټرانو د کندهار په ولايت کې په يوه څخه دى. ورځ کې ١٧٣ کليوال تداوى کړل� کړى دى. که چېرې موږ د هېواد مطبوعاتي خپرونې په ژوره توګه مطالعه کړو، نو ډېر داسې مثالونه به مو تر سترګو شي. د دغو خپرونو دا ډول خپرونې نه يوازې د هېواد د ژبو انډول په سمه توګه په پام کې نه نيسي، بلکې هغه ژبه چې ډېر ويونکي لري- د نورو ژبو په پرتله ډېره ضعيفه وي ددې لپاره چې دا ډول خپرونې په هر اړخيز ډول خپل رسالت وساتلى شي. بايد واقعاً د خلکو په ژبه خپرونې وکړي او خپلې ليکنې په داسې ډول وليکي چې لوستونکي پرې وپوهېږي او که چېرې له نورو بهرنيو ژبو څخه کوم مطالب را ژباړل کېږي بايد ژباړونکي د ژباړې اصول په کې مراعات کړي. که يې په سمه او روانه ژبه نه شي ژباړلى د څو پيسو په مقابل کې دې په نورو ژبو ملنډې نه وهي، يانې لومړى بايد په خپله ملي ژبه بشپړ تسلط ولري او بيا دې نورې ژبې زده کړي، چې په خپلو ژباړو او ليکنو هېوادوال وپوهوي. که چېرې موږ دغو خبرو ته ژور پام وکړو او هر ليکوال او ژباړونکى يې په ځان عملي کړي له يوې خوا به يې د خپل هېواد د ولس لپاره مو ډېر کار کړى وي او له بل پلوه به يې خپل دروند مسووليت هم په سمه توګه ادا کړى وي.
راځئ چې ټول د بشپړ اخلاص، صداقت، مينې او ورورولۍ له مخې په خپل ګران هېواد افغانستان کې د امن، سولې، ډيموکراسۍ او عدالت د پياوړتيا لپاره کار وکړو او د خپل اصل افغاني کلتور د سمسورتيا او بډاينې په موخه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو.(58)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery