مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پښتو ژبه يوه ملي او فرهنګي اړتيا

پوهندوى عبد الخالق رشيد

يوه مخكنۍ يادونه:
په (1996) م کال د هندوستان په اتراپردېش، د رامپور په ښكلي ښار كې هلته چې كلونه، كلونه د پښتنو نوابۍ تېرې شوي او د روهيلكند تاريخي وياړونه يې تر اوسه د هند اوچتيا څرګندوي، د فارسي ژبې نړيوال كنفرانس جوړ شو و. دغه غونډه د هند د خپلواكۍ د پنځوسمې او د رامپور رضا كتابتون د دوه سوه يمې كاليزې په درشل كې جوړه شوې وه. په دغه نړيوال كنفرانس كې د ټول هندوستان د فارسي ژبې استادانو، د ايران، تركيې، بنګله دېش، تركمنستان او د افغانستان استازيو پوهانو او فرهنګيانو ګډون كړى و، د افغانستان د استازي په توګه په دغه غونډه كې د "علامه حبيبي او فارسي ژبې ته د ده خدمتونه" پر موضوع باندې ما مقاله ولوسته. د استاد د معنوي بركت له امله دغه مقاله د نوموړي كنفرانس په ترڅ كې په هغو مقالو كې راغله چې وستايل شوه او ګډون كوونكيو په ډېرو ښو احساساتو بدرګه كړه. د دغه كنفرانس په ترڅ كې د ايران تر شلو زياتو ليكوالو ګډون كړى و، چې په سر كې يې د ايران نامتو څېړونكي استاد جعفر شهيدي هم و. هغه چې استاد له نږدې پېژانده او د هغه له آثارو سره اشنا و، په دې نظر و چې: "استاد حبيبي علماً په شلمه پېړۍ كې د فارسي ژبې هغه خلا ډكه كړه چې د فارسي ژبې د كلاسيكو او زموږ تر منځ واقع شوې وه".
له ايراني ليكوالو سره په خبرو او بحثونو كې ما يوه بله ډېره جالبه خبره دا هم را برسېره كړه چې د دوى د پوهانو او رسمي پاليسۍ يو د اختلاف ټكى دا دى چې چارواكي يې غواړي، په فرهنګي او ژبني لحاظ دومره ځان اوچت او واكمن وښيي چې ان په ژبني لحاظ هم چې څه په فارسي ژبې پورې اړه لري، هغه د خپلې لوړتيا غوښتنې ټول د "ايران" ارزښتونه وبولي. يوه استاد په ډېره خواشينۍ سره دا راته وويل چې: "موږ د افغانستان په اړه اوس پر يوې سياسي دوه لارې باندې ولاړ يو، يو دا چې موږ فكر كوو چې فارسي يوازې د ايران ژبه ده او له ګاونډيو هېوادو څخه يې ټغر ورځ په ورځ په ټولېدو دى چې ډېر ښه او لومړنى مثال يې هند دى، په افغانستان كې هم فارسي د اكثريت ژبه نه ده، ځكه ورته اميدوار نه يو، كېداى شي يوه ورځ هلته هم د فارسي ژبې برخليك همهغه د هند برخليك شي. لكه چې هندوانو د پارسي په وړاندې انګريزي او هندي ژبې الترناتيف كړې، همداسې په افغانستان كې د پارسي الترناتيف پښتو ژبه په بې ساري توګه د ودې په حال كې ده. دويم دا چې زموږ د سياسي ټولنو لوړتيا غوښتنه او د پارسي ژبې هر څه د ځان بلل په خپله د پارسي ژبې لپاره قبر كيندل دي. زه پر دې باور لرم چې د پارسي ژبې په برخه كې د افغانستان ونډه هم اوس او هم د تاريخ په اوږدو كې انكار نه كېدونكى حقيقت دى."
پورتنۍ خبره زما لپاره له څو پلوه د پاملرنې وړ شوه؛ يو دا چې دا د يوه عالم نظر و. هغه چې د ژبې، فرهنګ او فرهنګي ارزښتونو په اړه لكه سياستمداران داسې وچ فكر نه كوي. بل دا چې كه ايرانيان په رښتيا هم د فرهنګ غصبولو چاره د ځان كړي او دې ته خوشحاله وي چې ژر ژر پارسي له نورې نړۍ راټوله شي او زموږ مال وګڼل شي او هر څه چې د تاريخ په اوږدو كې دا ژبه لري هغه هم د دوى شي، زه فكر كوم چې دا عمل به له يوه ځانګړي عكس العمل سره مخامخ شي؛ هغه دا چې كه په افغانستان كې پارسي ژبه په تمامه مانا له منځه ولاړه شي او د هند پر برخليك اخته شي، دا به د افغانانو د نويو نسلونو لپاره تر اوسني حالت په څو څو ځلې په زياته اندازه ګرانه پرېوزي، دا به د افغانانو لپاره د منلو وړ نه وي، چې د نړۍ د اوچت فرهنګ يوه مهمه او ارزښتناكه برخه دې بې ښه او بده له لاسه وركړي.
مانا دا چې دا د ايرانيانو بې بنسټه قضاوت دى چې دوى فكر كوي د پښتو ژبې پياوړتيا به د دې سبب شي چې د فارسي ژبې جرړې له افغانستان څخه ووزي او هر څه به لكه چې "فارس" يې په "ايران" واړاوه، د ځان وبولي. خو افغان پوهان پر دې باوري نه دي ان كه دا پارسي ژبه د چا خبره مات لاس هم شي نو دا به يې په غاړه كې پرته وي او د سيمې د ملي او تاريخي سيالۍ او ارزښت له مخې به اهميت ورته ولري.(1).
پښتو د يوه اوږده تېر مهال پر ګودر
(يوه نوې نظريه)
د تاريخي او ژبنيو اسنادو له مخې، د اوسنيو پرمختلليو څېړنو او عيني واقعيتونو له مخې دا ټكى بايد ومنو چې پښتو د اسيا له هغو مهمو ژبو څخه ده چې د شتوالي تاريخ يې د اسيا په يوه ډېر مهم، لرغوني او تاريخي قوم (پښتنو، پټانانو، افغانانو) پورې اړوند دى. دا چې له بدمرغه د ده قوم د اند و ژوند سر رېښنه د ژوند په يوازينۍ او پرله پسې لړۍ (جګړې) پورې تړلې وه، دوى د دې لپاره چې فكر وكړي، وليكي، ووايي، او واوري، ډېر لږ وخت پيدا كړى دى او له هغې لږ وخت څخه يې دومره ګټه اخيستې ده، چې دا ژبه يې پاللې او د هغه لپاره يې دا مبارزه كړې چې بايد ژوندى پاتې شي او تر نننه پورې دې د پښتنو له سركښ كاروان سره غرونه او رغونه ووهي. پښتو ژبه له نن څخه نږدې دوره زره كاله دمخه په اسيا كې د يوه ژوندي او "مدعاوالا" قوم ژبه وه او د دغه قوم د مادي او معنوي ارزونې او وياړونو ژوند او پېښليك پرې څرګندېده. سربېره پر دې نن سبا هندي پوهان دا خبره بې شكه مني چې د هندي فرهنګ او كلچر په سرچينو كې پښتانه، د هغوى فرهنګ او د هغوى فرهنګي هلې ځلې يو د پاملرنې وړ څپركى جوړوي. د دې خبرې د اثبات په خاطر په سلګونو سرچينې له سانسكريتي دور څخه بيا تر ننني عصر پورې زموږ په واك كې شته دي. كله چې د هندي فرهنګ په لرغونو سرچينو كې پالي (Pali) ژبه او ادبيات څېړو، په مستقيمه او نامستقيمه توګه له پښتو ژبې، او پښتني لرغوني فرهنګ سره خپل اړيكي ساتي، د بېلګې په توګه پالي ژبه لكه پښتو ژبه بډاى فوكلور لري چې په ډېرو برخو كې له پښتو فوكلور سره ورته والى او يو رنګي لري. بله دا چې پالي د بودايي دورې د مذهبي تعليماتو په خورولو كې د پاملرنې وړ برخه درلوده او ډېر پخواني آثار په كې "د ملنډا پڼو او ناګهـ سينا" پوښتنې او ځوابونه دي چې پوهان وايي هغه لومړى ځل په "زړه پښتو" كښل شوي.(2) چې ژباړې يې اوس په پالي، برمايي او نورو ژبو كې د بودايي مذهب د پلويانو د درنانوي وړ دي.
همدارنګه سانسكرېت ژبه چې د هندي فرهنګ له معتبرو سرچينو څخه ګڼل كېږي او د دغې ژبې په سمونه او ګرامر ليكنه كې د پاڼې ڼي (Panini) نوم نه هېردونكى دى. د هند د فرهنګ څېړونكي او پوهان او د (Feeders of Indian Culture) ليكوال خو په ډاګه دا د هند د كلتوري جوړښت تر څنګ ليكي چې: "تر هر څه دمخه پر دې بايد باوري وو چې رازونه هېڅكله هم روښانه او په ميدان نه دي، هغه بايد په ژورتيا سره وڅېړل شي. دا روښانه او له شكه وتلې خبره ده چې د دغې ژورتيا يو اړخ په پخوانو پورې اړوند دى، بل هغه چې مخكې له مخكې د هغو كسانو له خوا چې د هېواد د مينې غم نيولي او په شوونستي توګه هڅه كوي د هند د خلكو پر هندي والي (Indianisation) باندې خپله پاملرنه راوڅرخوي، خو دا به ډېره ګرانه خبره وي چې دوى يې سپينه كړي او يا دا ګوله په اسانۍ تر ستوني تېره كړي، د مثال په توګه د سانسكرېت لوى عالم او ګرامرپوه پاڼي ڼى (Panini) كه څه هم براهمن يادېږي خو له اره د ايران (آريانا) اوسېدونكى يوسفزى پټان دى، نه د هندوستان�"(3)
د پاڼې ڼې (Panini) د پښتون بللو په اړه نور څرګند شواهد په خپله د ده ليكنې دي، د ده په آثارو كې هم د پښتو كلمو څرك او شتوالى د نوموړي عالم خبره د حقيقت پر كرسۍ كېنوي. په "انبت ادهيايي" نومي اثر كې يې زياتې پښتو كلمې راغلي او په ډاګه شوې دي.(4) دا خو د پاڼې ڼې په باب خبره ده چې موږ د هغه د پښتون بللو ادعا كوو او د پوهانو پر پلو باندې ګامونه ږدو، يوه بله جالبه خبره چې هغه هم د پاڼې ڼې پښتون بلل تايدولاى شي دا ده چې د هند په جنوب كې چې كوم د راويدي تمدن وده كړې او اوسنۍ تاملي ژبه يې پخوانۍ نښه ده. پوهانو په دې باب كښلي، د تاملي ژبې كوم ګرامر چې تر ميلاد مخكې ليكل شوى د هغه ليكوال هم اصلاً د هند له شمال څخه جنوب ته تللى او هلته يې دا ګرامر بشپړ كړى دى.
"د دوديزې دنيا له مخې د تاملي ادب لرغونتيا تر ميلاد دمخه 2500 كالو ته رسېږي، خو د شتو اسنادو له مخې په دغه ژبې كې تر ميلاد دمخه (1000) او زاړه اسناد شته دي. په لرغوني جنوبي هند كې درې علمي ښوونځي يا اكاډيمۍ (Songams) د زاړه مدوراكپاداپورم (Madura Kapada Puram) يا اوسنى مدورايي (Mudurai) په ښار كې وو. د لومړۍ اكاډيمۍ له ډېرو نامتو غړيو څخه يو اګاستيا (Agastya) و، چې د اګاتيام (Agathiam) په نامه يې د تاملي ژبې لومړنى ګرامر وليكه. وايي چې دى د هند د شمال يو آرين مبلغ و، چې د ويديك (Vedic) مذهب د خورولو لپاره جنوبي هند ته راغلى و. د هغه دولسو پلويانو يو زيات شمېر رسالې او مقالې د ګرامر، موسيقۍ، نڅا او نورو په برخو كې ليكلي دي. د دغو رسالو يوه د تولكاپ پيم (Tolkappiam) په نامه يادېږي، چې تر ميلاد دمخه د (1000) كال په شاوخوا كې ليكل شوې او تر اوسه شته ده�"(5)
كله چې دا ټولې خبرې سره راغونډوو، نو په پاى كې يې دا ويلاى شو چې پاڼې ڼى كه له يوې خوا "يوسفزى پټان" دى، نو له بلې خوا د پښتو ژبې يو پخوانى دوديال او ليكوال هم دى، چې پښتو ژبه يې د هند ډېرې مهمې او لرغونې ژبې سانسكرېت تر څنګ زده وه او شايد چې ليكنې يې هم پرې كړې وي. د پاڼي ڼي په باب د پوهانو دا ډول نظريات او شواهد دا ټكى هم تاييدوي چې د ملينډا پڼو (Milindapanha) او ناګه سينا (Nagasena) پوښتنې به بې شكه په "زړه پښتو" ليكل شوې وي.
لكه چې پر داسې ټكو باندې تر اوسه هم پر دې پرتې دي، دا ډول په سلګونو نورې سرچينې هم شته چې د هغو په ترڅ كې دا په ډاګه ويلاى شو، چې زموږ د ادب او فرهنګ د لرغونې ودې په اړه د هندي ادب او فرهنګ څېړنه يوه حتمي اړتيا ده، ځكه كه موږ د هندي ګډ فرهنګ (هندي آريايي) مختلف اړخونه په دقيقه توګه راوسپړو او ويې لولو د هغه په مرسته زموږ د تاريخ او فرهنګ ډېرې تيارې روښانه او ډېرې نورې رښتياوې رابرسېره كېداى شي. سربېره پر دې دا هم ويلاى شو چې پښتو ژبه او پښتني فرهنګ كه له يوې خوا د داسې وړتياوو لرونكي دي، نو له بلې خوا د اسيا د فرهنګ د يوه مهم توك او مهمې ژبې په توګه د يوې روښانه راتلونكي په لور هم د ودې او پرمختګ په لور اوچت ګامونه اخلي.
پښتو د اوس مهالي يون پر پېچومي اوړي
(وده، اړتيا او غوښتنه)
لومړى: ملي هويت، ملي ژبه:
افغانستان نن سبا د اسيا په زړه كې د نويو اقتصادي او ټولنيزو بدلونو په درشل كې دى او يو ځل بيا دا لرغونى هېواد داسې فكر كېږي چې د "ورېښمو د لارې" د زړه ټاټوبي پر ځاى په اوسني عمر كې له نوې وړتيا سره مخامخېږي. كله چې دغه هېواد له دغو نويو اړيكو سره مخامخېږي، په دې كې شك نه شته چې زموږ هېواد د ورېښمو له لارې د تاريخي شېبو په انډول په ټولنيز لحاظ له خواره واره والي څخه په امن شوى، او يوه موټى شوى دى، ځكه نو د هغه وخت په انډول اوس د دغه ملت د فرهنګي او معنوي ودې هم اړتيا زياته شوې او هم يې د خلكو شعور دې ته تيار شوى چې په دغه برخه كې بايد رغنده ګامونه اوچت كړي. افغان په اسيا كې اوس د يوه واحد "ملت" په نوم دى، چې د خپل هويت د لا سمبالتيا په خاطر د واحدو ارزښتونو، ټولنيزو موسسو او "واحدې ژبې" د ټاكولو او اړتيا خبرې اوس تر بل هر وخت ورته مهمې او د پاملرنې وړ دي، چې په دغه ترڅ كې د دغه ملت غوښتنو ته د نورو ژبو په انډول "د پښتو ژبه" ملي او فرهنګي دريځ غوره كولاى شي. نن سبا په ټولو اسيايي هېوادو كې د دغو هېوادو خلك كه له يوې خوا يو ملت يادېږي، نو د دغه ملت د شتوالي او ملي جوړښت تر ټولو ښه هنداره د هغه ملت ژبه ده. هغه ژبه چې د ملت د ډېركي ژبه وي، د ټول ملت د ملي هويت څرګندونه بايد وكړي. زه فكر كوم چې د نويو ټولنيزو اړيكو او افغاني ملي هويت د پېژندنې او نورو ملتو څخه د توپير په لحاظ پښتو ژبه په دغه بهير كې خپله لاره په ډېره ښه توګه ايستلاى شي.
دويم: يوه تجربه، يوه ازموينه:
زموږ د هېواد او د سيمې د هېوادو د شملې پېړۍ تاريخي بهير ځينې حقيقتونه د تجربې په ترڅ كې په روښانه توګه ځواب كړي دي. په دغه لړ كې دوه مثالونه د ځانګړې يادونې وړ دي. يو په افغانستان كې د پښتو ژبې چټكه وده او بل په هندوستان كې د هندي ژبې. په هندوستان كې د لوديانو له وخته بيا د مغلو تر هغو هم را وروسته فارسي ژبه د هند رسمي او درباري ژبه وه، خو كله چې انګرېزان په هند كې په پښو ودرېدل د نورو كړو وړو په څنګ كې يې يو دا هم شو چې پر 1837 كال يې د دغې ژبې چې نږدې اته، نهه سوه كاله د هند حاكمه ژبه وه، د نه اړتيا اعلان وكړ او كرار كرار يې خبره په نږدې نيمه پېړۍ كې دې ته ورسېده چې نن يې د نفوذ ساحه له موزيم او څېړنيزو موسسو څخه د باندې نه وځي. كه چېرې د دغې ژبې په اړه دا پوښتنه طرحه كوو چې دا څنګه وشول، چې د هند د اتو، نهو سوو كالو مهمه ژبه دې په يو ځلي توګه په نيمه پېړۍ كې له منځه لاړه شي؟ دغې پوښتنې ته ژبپوهان او تاريخ پوهان اوس يوازې يو ځواب وايي او هغه دا چې: "له بده مرغه چې د هند په نيمه وچه كې په دې دومره اوږده موده كې فارسي ژبه له دربار څه د باندې را و نه وتله. كه چېرې د دغې ژبې خواخوږو دغه ژبه د دربار په دېوالونو كې نه واى بنده كړې او د ملت منځ ته يې هم لار وركړې واى، نو اوس به يې دغه برخليك ته د هند په نيمه وچه كې هر كلى نه وايه." تر اوسه د دغې ژبې ځاى په يوه برخه كې انګريزي او په نورو برخو كې هندي ژبې ونيو. انګريزي ژبه هم په هند كې د فارسي پر برخليك ور اوړي، ځكه چې د هندي ژبې د ودې او پرمختګ بهير دومره چټك او دومره په ملي لحاظ د اهميت وړ دى چې ان د اردو ژبې اړتيا يې هم له ګواښ سره مخامخ كړې ده، ځكه چې اوس هندوان هم هغه د ګاندي خبره كوي چې: "زه باور نه لرم چې اردو ځانګړې ژبه ده، ځكه چې د دې ژبې جوړښت او ګرامر د هندي ژبې ګرامر دى او ويي پانګه (Vocabulary) يې له فارسي او عربي څخه ده.
هغه څوك ښې اردو خبرې كولاى شي چې عربي او فارسي يې زده وي".(6) همدغې نظريې اوس خبره دې ته را رسولې ده چې د اردو ژبې ليك دود هم پر هندي ليك دود باندې واوړي. خو مسلمانان يې په وړاندې په كلكه مقاومت كوي او داسې فكر كېږي چې د هندي ژبې د اوسني چټك څپاو په وړاندې به دا مقاومت هم بې اغېزې شي.
كټ مټ بهير د پښتو ژبې په اړه هم د پاملرنې وړ دى، د نږدې اويا كلونو په اوږدو كې پښتو ژبې په افغانستان كې خپله لاره وايسته او د هېواد په ټولو علمي او فرهنګي موسسو كې يې ځاى ونيو. دا چټكه وده په زماني لحاظ يو علمي او په ملي لحاظ يو طبيعي خوځون و چې په ټولنه او د دې ټولنې د ټولنيز ژوند په عيني بهير پورې يې اړه درلوده او د حساسو ليكوالو او فرهنګيانو ونډه او ژوندۍ پوهه ورسره ملګرې وه. دا خبره دا دليل هم پياوړى كوي چې د همدغې پېړۍ په اوږدو كې پښتو ژبې نه يوازې په افغانستان كې دننه، بلكې په پښتونخوا او پاكستان كې يې هم د خورېدو لمنه وغوړېدله. او دا لوى برى دا په روښانه توګه په ډاګه كوي چې دغې ژبې په خپل طبيعي بهير او جوړښت كې ځان د اويا كلونو په ترڅ كې دومره اوچت كړ، نو دا خو له شكه وتلې خبره ده چې دا ژبه د دې توان لري چې د افغان ملت د اند و ژوند ټولو اړخونو ته اوږه وركړي او افغان بايد د خپل ژوند په روان او راتلونكي بهير كې په علمي او ملي لحاظ د هغې په وړاندې د بشپړ مسووليت احساس وكړي.
درېيم: پښتو لا هسې بكره پرته ده:
د نړۍ د ژبو او ادبياتو تاريخ او د هغو وده په علمي او منطقي لحاظ دا ټكى په ګوته كوي چې يو شمېر ژبې د خپلې بشړتيا او لوړې وړتيا له امله د زمانې په زړه كې د مختلفو عواملو او يا د ودې د قانونمندۍ له مخې په نورو ژبو او زماني حالاتو كې يا خورې شوې او يا له منځه تللې دي، لاتين پر څه ډول برخليك اخته شوه سانسكرېت ولې اوس "كلاسيكه" ژبه شوه، په آرياني ژبو كې "اوېستا" ولې له خپلو همزولو ژبو پښتو او فارسي سره تر ننه را و نه رسېده؟ د دا ډول تاريخي برم لرونكو ژبو له منځه تلل او يا په نورو بڼو څرګندېدل په خپله په مختلفو ټولنيزو عواملو او ارزښتونو لكه واكمني، مذهبي ازرښت، كلتوري وړتيا او يا نه وړتيا (البته د ځينو خلكو او عواملو له نظره) پورې اړه لري چې يا به وده وركوي او يا به يې نه وركوي. كه وده وركړي نو پرمختګ او چلن يې دواړه كېدونكي دي او كه پاملرنه ورته و نه شي نو هم له پرمختګه لوېږي او هم له چلنده. د نړۍ د ډېرو مهمو ژبو لكه چې څو بېلګې مو يادې كړې برخليك همداسې شوى دى. لاتين اوس "كلاسيكه"ژبه ده، سانسكرېت اوس "كلاسيكه" ژبه شوه، چې برخليك يې اوس په نړۍ كې يوازې په دغه پښتو لنډۍ كې ډېر ښه ځلېداى شي:
"دا خپل ښايست راپورې اور شو
لكه قاتل په بدرګه ځان تېرومه"
په دې كې شك نه شته چې نوموړې ژبې همدا اوس هم د بشر د اندو ژوند ډېره مهمه او ارزښتناكه پانګه په خپله سړه غېږه كې ساتي خو له دغې وړتيا سره سره اوس پر دغو ژبو ګڼې پرګنې خبرې اترې نه كوي، بلكې ازرښتونه يې د هرې ورځې په تېرېدو سره خپلو ژبو ته رالېږدوي.
كه چېرې د دغو ژبو د بډايې زېرمې او تاريخي شتوالي د اوږده بهير د پرتلنې په څنګ كې پښتو ژبې ته كتنه كوو نو دا به د ژبو د تاريخ د څېړنې له مخې ويلاى شو چې پښتو ژبه هم د ادبي زېرمې له پلوه او هم د تاريخي او زماني واټن په ترڅ كې داسې ژبه ارزولاى او څېړلاى شو چې دغې ژبې د پورتنيو دوو ارزښتونو دوره او شپې ورځې تر اوسه نه دي، بشپړې كړې، پښتو اوس له خاپوړو د پورته كېدو په حال كې ده او د خپلې ځوانۍ په لور نوي ګامونه اخلي، تر اوسه دا ژبه نه دربارونو ته ختلې او نه هم د تاريخ په اوږدو كې بخت ياري ورسره كړې وه، پښتو اوس اوس هڅه كوي چې ځانته پاڼې ڼي او كاليداس ومومي، پښتو اوس اوس هڅه كوي چې ځان له كلي تر پوهنتون پورې ورسوي، پښتو اوس اوس هڅه كوي چې له خپلو وړتياوو څخه نړۍ، تاريخ او تمدن خبر كړي او پښتو اوس نوې پر دې پوهېدلې لكه چې نوميالي بچي يې خوشال خان خټك (1613-1689م) پر رمز پوهېدلى و چې: "�پښتو لا هسې بكره پرته ده."
څلورم- پښتو او د "ورېښمو نوى بازار":
وروستى ټكى د پښتو ژبې د ودې او اړتيا په ترڅ كې زه فكر كوم چې دا هم د يادولو وړ دى چې پښتو په مركزي اسيا كې په هغو ژبو كې راځي چې زيات شمېر اوسېدونكي خبرې پرې كوي او د مركزي اسيا ډېر مهم اقتصادي او فرهنګي ښارونه او حوزې لكه پېښور، جلال آباد، كوېټه، كندهار، كابل، غزني، پكتيا او نور د دغې ژبې په ولكه كې راځي، لكه چې د تاريخ په اوږدو كې پورتني ښارونه او د هغو اقتصادي او فرهنګي اړيكي د پاملرنې وړ وو، همداسې په اوسني عصر كې د نويو اقتصادي اړيكي په پام كې نيولو سره هم او د پاملرنې وړ دي. د پېښور، كوټې، كندهار او ننګرهار تود اقتصادي ماركېټ او د كابل فرهنګي او اداري نفوذ كولاى شي نور هم د دغې ژبې لپاره په ټولنيزو، علمي او تخنيكي برخو كې رغنده ګامونه اوچت كړي، نن سبا پښتو ژبې خپله لاره په هره برخه كې ايستلې ده. نن سبا پښتو تر كمپيوټر، او انټرنېټ هم اوچت ګامونه اخلي، پښتو ژبې په تېرو دوو لسيزو كې هم خپله لار وايستله، دا كه چا مينه ورسره وښوده او كه دښمني، دې يې پروا و نه كړه همداسې كه نن او سبا هم دا ژبه څوك وپالي او كه نه بيا هم په خپل هوډ بريمنه ده، ځكه چې دا ژبه د يوه داسې ملت ژبه ده چې د ژوند د تاريخ جرړې او د اند و ژوند ماسې او حماسې يې په خپله دا ژبه او د هغې د ودې بهير روښانه او ژوندى ساتي. پښتو نن سبا د مركزي اسيا د خلكو له لويو ژبو څخه ده چې دا به يوازې د افغانستان، پښتونخوا او پاكستان په اوسېدونكو او طبيعي حدودو كې پاتې نه شي، بلكې د ګاونډيو خلكو د ورځني ژوند او فرهنګي موسسو ته به هم ډېر ژر د پاملرنې وړ لاره پيدا كړي.
دا وو زما هغه نيممګړي څه چې د پښتو ژبې په اړه مې وليكل، په دې هيله چې د دغې ژبې په وړاندې زموږ نوى نسل د خپلو تېرو نسلونو په شان په ملي افغاني او علمي احساس سره تر هغو هم اوچت، پاخه ګامونه اوچت كړي. د پښتو ژبې لويه ښېګڼه دا ده چې موږ د هغې له پالنې، ودې او روزني سره د افغانستان د ملي يووالي او په نړۍ كې د "افغان ملي هويت" وياړ د ځان كولاى شو. كه چېرې دغه ټكى لږ په روښانه او څرګندو الفاظو كې وليكم، بايد ووايم چې موږ او زموږ هېواد او زموږ د هېواد تاريخ د اسيا په تمدن او تاريخو كې د مور حيثت لري، نن سبا چې په اسيا كې كوم هېوادونه زموږ د هېواد په شاوخوا كې پراته دي او د نوم او برم خاوندان شوي دوى له موږ څخه زېږېدلي، د دې پر ځاى چې دغه ټكي ته پام وكړي، پرعكس زموږ پر سترګو كې له كاليو سره راننوزي او هغه فرهنګ او فرهنګي ارزښتونه چې زموږ دي هغه د ځان بولي او له موږ څخه يې اخستې دي، چې يو هم په دغو ارزښتونو كې زموږ يو لړ نورې ژبې دي چې پارسي ژبه يې په سر كې راځي، لكه چې ما مخكې د دغې ليكنې په پيل كې يادونه وكړه ايران هڅه كوي ځان د فارسي ژبې وارث وبولي. هغه څه چې دوى د دغې ژبې په اړه اوس په خپله پاليسۍ كې تر لاس لاندې لري، زموږ لپاره ګټه نه لري، كوم مادي، امكانات چې دوى په واك كې لري، هغه ښيي چې هغه بايد د ايران د سرلوړۍ په لاره كې وي، نه د ټولو، دوى دا ډول چال چلند په دې خاطر تر سره كوي چې دوى فكر كوي او دا يو حقيقت هم دى چې پارسي د ايران د ډېركي ژبه ده او تر نورو هېوادو دوى په دغه برخه كې د زيات مسووليت احساس كوي. همدې شان اوس زموږ لپاره هم د پښتو ژبې د ودې او پالنې اړتيا بايد همدا ارزښت ولري، ځكه پارسي خو موږ هم پالو هغوى هم، خو پښتو پالنه بيا زموږ د ملي هويت او خلكو د "ډېركي" بنسټ جوړوي، هغه چې زموږ افغانيت" پر هغه باندې ولاړ دى. د افغانيت تر ټولو ښه سرمايه او روښانه معيار د افغانستان ټول اوسېدونكي دي، چې په بل نامه او د نورو په وياړ هېڅ ځاى، ځاى نه لري او د افغان ملي هويت يوه ځانګړتيا كېداى شي پښتو ژبه او د هغې لپاره په ملي هوډ او تفاهم سره ژمنه بشړه كړاى شي.
اخځونه، پايڅوړ او يادونې:
1- د نوموړي ټكي د ښې څرګندوې او د ايرانيانو د افغانانو له فارسي پالنې څخه اخبري د دوى په يو شمېر خپرونو كې هم له ورايه ښكاري. له تهران څخه خپرېدونكې ادبي او فرهنګي مجلې "آشنا" د 1375كال په "33" ګڼه كې ليكي چې: "در تاسيس مدارس برنامه هاى داريم براى تاجكستان و افغانستان كه همزبان ماهستند بعضى ازين ها با خط فارسي اشنا نيستند، برنامه هاى ويژه اى برايشان تنظيم كرديم�" د افغانستان او تاجكستان يو رنګه بلل دا په خپله ښيي چې ايرانيان څومره د فارسي ژبې له غمه مړه او څومره ترې خبر دي؟
- دغه نظريه د لومړي ځل لپاره د كشمير د ډېر پخواني تاريخ راج ترنګيني چې په نظم كښل شوى انګريزي ژباړونكي پنډت زنجيت سيتارام چې د جواهر لال اوښى هم كېده، د "راج ترنګيني" په تعليقاتو كې وكښله. په افغاني ليكنو كې د لومړي ځل لپاره د استاد رشاد او په را وروسته كې د زلمي هېوادمل "په هند كې د پښتو ژبې او ادبياتو د ايجاد او ودې پړاوونه" نومي اثر كې تكرار شوه. د نوموړي ليكوال پورتنۍ نظريه تر اوسه هم په خپل باور او ارزښت سره پاتې ده، ځكه هغه مهال چې ده دا نظريه كښلې وه په هغه وخت كې د پالي ژبې "قاموس" ، "د پالي ژبې د خاصو نومونو قاموس" او نور آثار لا نه وو خپاره شوي. د نوموړې ژبې او پښتو پرتله په خپله دا څرګندوي چې په نوموړې ژبه كې د پښتو ژبې او ساكايي تاريخ او خلكو يوه بشپړه زېرمه خوندي ده.
3- S.B Upadhyaya, Feeders of Indian Culture, New Delhi, 1989, P.(V).
د پورتني اثر ليكوال د هند د ټولنيزو او كلتوري څېړنو په برخه كې په تېره بيا د لرغوني فرهنګ او فرهنګي تاريخ څېړنې په برخه كې د پاملرنې وړ ليكنې كړې چې په علمي لحاظ يې د ده نوم اوچت كړى دى. "بي اس اپادهيايا" د هندي دايره المعارف سموونكى او كره كوونكى هم و. په بنارس پوهتون او د هند په يو شمېر نورو كالجونو كې يې د استاد په توګه هم دنده تر سره كړې ده. د ده له مهمو آثارو څخه "په ريګويدا كې د ښځو ونډه" او "د كاليداس په ليكنو كې هندوستان" دى. د عمر په وروستيو كې په مورسش كې هند سفير و چې هلته مړ شوى هم دى. پورتنى اثر يې د تېرو شلو كلونو په اوږدو كې تر اوسه دوه ځلي چاپ شوى دى.
4- اكاNيمسن عبدالشكور رشاد، د پاڼي ڼي ابنت ادهالي او په هغه كې پښتو كلمې، پښتو څېړنې، پښتو ټولنه، كابل 1356 كال.
5- S.Abid Huasin, The National Culture of India, New Delhi, 1998, P.27.
6- M.K Gandhi, An Autobiography or the story of my experiments with trwth Ahmed abad, 1995.P.16.(62)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery