مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

احتجاج ليک

حبيب الله غمخور
١٧_فبروري ٢٠٠٥ ز.
دا درې ورځي کيږي چي په کابل کي زموږ دهيواد يو بيوزله شاعر او ليکوال ښاغلي غلام رسول خوشبخت چي دروان کال د ميزان دمياشتي په ٢٣ ورځ د تارياکو د قاچاق په تور له شمالي څخه کابل ته درا گرځيدو پر مهال دخيرخانې دکوتل د تلاښۍ دپوستې د وسله والو له خوا تر تلاښۍ وروسته نيول شوی دی . دده په وينا بېله دې چي هغه پخپل جرم خبر شي د ستري محکمې په حکم او پرېکړه د دوو کالو زندان په جزا محکوم او دکابل په زندان کي شپې او ورځي تېروي .
موږ دا درې ورځي د ټول افغان او بينوا په ويب پاڼه کي د ښاغلي خوشبخت په هکله دخپاره شوي خبر اودهغه په اړوند دنړۍ له گوټ گوټ څخه دافغانانو غبرگون له نژدې څارو دهغوی ليکني او غبرگونونه په مختلفو بڼو بيان شوي دي ،ځينو دا غبرگون په زيات احساساتي توگه چي دا هم بايد د معينو بنسټيزو دلايلو له کبله دمنلو وړ وي ښکاره کړی او ځينو بيا د معقولو دلايلو او نظريو په وړاندي کولو سره د ښاغلي غلام رسول خوشبخت سره دکورنيو چارو دوزارت او ستري محکمي د چارواکو پر چلند او کړنو گوت نيوني او نيوکي کړي دي او ټولو په يوه اواز دنوموړي ددوسيې د بيا څيړلو او د ښاغلي خوشبخت دتهمت په هکله د روڼ سپيناوي غوښتنه کړي ده ، مگر اړونده چارواکي تر اوسه پدي هکله چوپه خوله پاته دي .
په سويډن کي دنوې هيلي دنشراتي ارگان اداره کوم قضايي او تحقيقا تي اورگان ندی او نه هم له سويډن څخه دا پريکړه کولاي شي چي ستره محکمه او يا که ښاغلی خوشبخت صاحب پر حق دی . ولي د خپلي وطني او مسلکي دندي پر اساس اړ يو دداشان تاريکو مسلو دسپيناوي په خاطر چوپ پاته نشو. تر کومه ځايه چي د دا دريو کلونو تجر بو ښودلې ده او په وار وار دولتي چارواکو هم اقرار کړي ، دهيواد په داخل او بهر داشان کړونو او پرابلمونو پراخ انعکاس موندلی دی دا ثابتو ي چي له بده مرغه تر اوسه لا هم زموږ په هيواد کي د قانون پلي کول ستونزمن او دوسله والو کسانو برخورد د ملکي خلکو سره کله کله ډير ظالمانه ،له انساني کرامت نه ليري او له بعضي تعصبونو سره مل وي .
په همدې اساس کله چي موږ د نوموړي سره دتلاښۍ د وسله والو کسانو دبرخورد خپور شوی معلومات ولوست زموږ دټولني د اوسني نظامي ،سياسي او ملي اړيکو اوروابطو عيني حالت له يوه طرفه او دا چي زموږ د هيواد ټول ليکوال ،شاعران ، ژورنالستان يا دا امکان نلري او يا خو د هيواد امنيتي حالت دا اجازه نه ورکوي چي ديوه ولايت نه تر بل ولايت پوري په رسمي لباس کي سفر وکړي . څرنگه چي دتلاښۍ وسله وال کسان دډيرو هيواد والو د څرگندونو پر اساس اميرانه بڼه لري او کله کله بې گناه خلک ځوروي دا ځل هم دنوموړي سره دنورو پشان دچلند او تلاښۍ دشکل په مقابل کي ممکن هغه احساساتي غبرگون ښوولی وي چي دا کار به دده او وسله والو کسانو تر منځ د مناقشي عامل گرځيدلی وي ،پداسي حالاتو کي ډير ځله داسي پېښ شوي چي وسله والو کسانو د خپل واک او صلاحيت نه دقانون پر خلاف گټه اخيستي او هغه کس چي وسله وال ته يي درناوې نه دی کړی او يا دهغوي د هر نوع کړونو په مقابل کي چوپه خوله ندی پاته شوی په يوه او يا بل نا مه تورن کړی دی دا چي بيا د هغه سړي سرنوشت څه شوی چاته معلومه نه ده .
موږ دا قضاوت حاکمو چارواکو او هغو ته چي ديو انسان دسرنويشت په هکله دپريکړي صلاحيت لري سپارو.
وړانديز مودادئ :
١_ ترکومه ځايه چي ليکوالان ، ژورنالستان او نور فرهنگيان بيله قلم نه کوم زور نلري د ولسمشر ۍ داپرات او په ځانگړي توگه د فرهنگي چارو مشاور وزير بايد ددولتي دندي دنوم له مخي دفرهنگيانو قانوني مدافع او ملاتړي وي، او دولسمشر په مرسته دهغوي سره دهر چا لخوا چي وي دهر ډول زور زياتي مخه ونيسي .
٢_ دښاغلي غلام رسول خوشبخت هغه عرض پاڼه چي د ښاغلي کرزي صاحب په نا مه ليکل شوي او د هيواد دپيژندل شوو ليکوالو ،شاعرانو اودرنو علمانو لخوا د هغه د بيگناهۍ او مظلوميت تصديق او دښاغلي هيواد مل صاحب لخوا چي زموږ دهيواد پيژندل شوی ليکوال او فرهنگي شخصيت دی دعريضې راجع کيدل اړونده وزارت ته پخپل ذات کي دا مانا لري چي ښاغلي هيواد مل صاحب ته هم دغو ليکوالو او پوهانو قناعت ورکړی چي دښاغلي خوشبخت سره تادا شوې .
د غوښتنليک ( عريضې ) ددوران جريان چي حتی د تورنو کسانو په لست کي دهغه نوم نشته او دهمدغي اداري مسؤلين هم تعجب کوي چي داکار څنگه شونی دی چي دوی خبر نه دي مګر يو سړی څومياشتي په زندان کي ناست دی موږ د کورنيو چارو او قضايي قواوو چارواکو کړنو ته حيرانوي، د خنداوړ خو لاداده چي هغوي خبر نه دي چي پر هغه باندي دستري محکمي پريکړه هم شوي ، ولي تر اوسه په توقيف کي ناست دی .
٣_ ښاغلی خوشبخت وايي چي زماڅخه کومه پوښتنه نه ده شوې او نه يې هم زما سره کوم تارياک نيولي او ځان بيگناه بولي ډيه جالبه ده چي بېله پوښتني او تحقيق يو چا ته دوه کاله دزندان تيرولو جزا ورکول کيږي .
داشان کړنه او دهغه په هکله پريکړه زموږ سره داسوال پيدکوي چي ولي دادري ورځي دکورنيو چارو وزارت چارواکي او ستره محکمه چوپه خوله پاته دي ، په ټوله نړۍ او زموږ په هيواد کي هم د منل شوو قوانينو له مخي مطبوعات دا واک او حق لري چي ددولت د هر ارگان کړني تر گوت نيونې لاندي ونيسي او يا ددولتي چارواکو دقانون خلاف کړني بر بنډي کړي ، بېله دغه شکل چلند نه دموکراسي يوازي او يوازي تش شعار دی ،ولي دولتي ادارې او په ځانگړې توگه هغه اداره چي دهغې په اړوند گوت نيونه شوې حقو قي دنده او صلاحيت لري چي دخپلو کړنو نه دفاع وکړي او دخپلو پريکړو دسپيناوي دلايل ووايي . په دغه ځانگړې موضوع کي هم څارنوالي او ستره محکمه بايد هغه اسناد او شواهد چي دهغو پر بنسټ يې پريکړه کړې اودا ژورنالست يې په دوه کاله زندان محکوم کړی د هيواد والو د قناعت او خبر تيا لپاره د هغو فرهنگيانو په واک کښي ورکړي کوم چي دهغه د بيگناهۍ ننگه يې کړې ده ، د افغان ولس نه هيڅ بايد پټ نه وي يوازي هغه دولتي رازونه چي ملي گټو او ملي امنيت ته خطر رسوي کيداي شي پټ وساتل شي .
په همدې اساس په کلکه غوښتنه کوو د ښاغلي خوشبخت صاحب دو سيه دي له سره وڅيړل شي او دڅيړنو په وخت کي دي خوشبخت صاحب ته دقانوني دفاع دحق په ورکولو سره دغو ښاغلو ته هم چي دهغه پر عريضه کښي يې دهغه دبيگناهۍ تصديق کړی امکان ورکړه شي چي د تحقيق جريان له نږدې وڅاري تر څو دهغوی او خوشبخت صاحب قناعت حاصل شي او هغوي د خوشبخت صاحب دجرم په هکله افغان ولس ته معلومات ورکړي . په هغه صورت کي به دا ثابته شي چي په رښتياهم ستري محکمي دعدالت ، شواهدو او مجرم داقرار په اساس پريکړه کړې ده ،غير له هغه نه به دافغان ولس سره دا سوال چي ستري محکمي په پټو سترگو او يا دکوم تعصب له مخي پريکړه کړي د ابد لپاره بې ځوابه پاته شي .
٤_ دکورنيو چارو ښاغلي وزير څخه چي زموږ دهيواد پيژندل شوی ليکوال او ژورنالست دی غوښتنو کوو دکورنيو چارو وزارت دامنيتي پوستو مسؤلين دافغان کړيدلي ولس سره دانساني او معقول سلوک او برخورد په کولو مکلف کړي او دامنيتي چارواکو کړني چي همدا اوس په مختلفو برخو کي خلک شکايتونه لري تر خپل مستقيم کنترول لاندي ونيسي . دکورنيو چارو وزارت کارمندان هغه لمړني کسان او ددولت استازي دي چي دهغوي دکړنو په اساس د يو حاکميت په هکله لمړنۍ قضاوت کيداي شي .
٥_ دهيواد پدغو ستونزمنو او کړکېچنو شرايطو کي چي ډير هغه کسان او زورواکان چي ورو ، ورو دخپل دواک او ځواک زيوال ويني او دا پړه کله پر قومي تعلقاتو ، اوکله بيا پر ژورنالستانو او دقلم پر خاوندانو اچوي . ځکه همدا دقلم خاوندان او غښتلي ژرونالستان دي چي د افغان ولس سره هره ناروا کړنه او چلند رسوا کوي . په همدې لحاظ دحکومت،د عدل او انصاف دپلي کونکو څرگنده دنده بولو چي هره پريکړه او کړنه د افغانستان د اساسي قانون ،مطبوعاتو د قانون او اتباعو دبشري او اجتماعي حقو قو داصل په رڼاکي تر سره شي .
٦_ اړينه يي بولو دليکوالو او ژورنالستانو په گډون په ځانگړي توگه داسي يوه ناپييلي ټولنه جوړه شي چي په ټول هيواد کي د ليکوالو ،ژورنالستانو ، او نورو فرهنگي شخصيتونو د قانوني او رواحقو قو نه دفاع وکړي . که چيري دفرهنگيانو مربوط کوم کس په کوم تهمت نيول کيږي داټولنه بايد تر هر چا دمخه خبره شي . هدف مو دادی چي که مطبوعاتو او فرهنگيانو ته دقدر په سترگه کتل کيږي او دولتي چارواکي دا په عمل کي مني چي مطبوعات په دولت کښي څلورمه قوه ده ،داساسي قانون له مخي دمقنينه قوې غړي يعني وکيلان د قانون له مخي ځانگړي مسؤنيتو نه لري او که کوم وکيل د امنيتي چارواکو لخوا تر تعقيب لاندي نيول کيږي او ياهغه گرفتاريږي بايد دا کار د ولسي جرګې ددارلانشأ په مشوره اواجازه سرته ورسيږي . پدغو خاصو شرايطو کښي تر هغه وخت پوري چي زموږ امنيتي ارگانونه ، څارنوالي او قضا دقانون دپلي کولو سره عادت پيداکوي او ددموکراسۍ د ريښتني بڼي پلي کيدو ته غاړه ايږدي ، هغه پخپلو کړونو کي په عملي بڼه پلي کوي او هر څه د عدالت پر بنياد سرته ورسيږي دفرهنگيانو او مطبوعات چيانو دقانوني حقو قو ددفاع ټولني ته دي هم د ولسي جرګې ددارلا نشأ صلاحيت ورکړه شي .
زموږ په عقيده په دا شان يو هيواد کي چي دگوتو په شمېر پوهان ،ليکوالان او ژورنالستان ولري دولت ته يې ښايي چي دهغوي سره ځانگړي مرستي وکړي ، او دټولني فرد فرد ددغه شان کسانو درناوی او عزت وکړي .
يو ملت هغه وخت مري چي ژبه او کلتور يي مړشي د ژبي او کلتور يوازنې ژوندې ساتونکي همدغه د قلم او فرهنگي پوهي خاوندان دي . راځئ ! هغوی ته د امن په فضا کښي د ژوندکولو لاري چاري وسنجوو .

دحقيقت او عدالت دپلي کيدو په هيله
په سويډن کي دنوې هيلي دخپرنيز ارگان اداره(71)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery