مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د كابل ټلوېزيون خپرونې سړى عصباني كوي

س. زرملوال
كله كله مې زړه شي چې يوه لويه ډبره راواخلم او دا خپل وړوكى ټلوېزيون پرې ټوټې ټوټې كړم. خو بيا چې خپلې بې وسۍ ته وګورم، نو تكمه يې كېكاږم او رخصت يې كړم. او يا كتاب راواخلم بلې كوټې ته ترې ولاړشم او له بلې خوا مې كله كله دا هيله هم وغولوي، چې ته ودرېږده بيا جوړونه او اداري اصلاحات روان دي. يو وخت به د چا ور پام شي او و به ګوري چې د هېواد تلوېزيون يې څه ډول خپرونې لري. تخريبكاران به په خپل ځاى كښېنوي يا به ترې پوښتنه وكړي. ټلوېزيون به د افغانستان شي، ملي بۀ شي، زما ژبې ته به پاملرنه وكړي. زه به په خپله ژبه خپرونې په كې ګورم، بيا به هغه وخت ټلوېزيون نه لرم. همدغه سوچونه او هيلې دي چې ټلوېزيون مې لا تر اوسه د خپلې غريبانه جونګړې په كونج كې ژوندى پاتې دى، خو كه د كابل د ټلوېزيون دا حالت وي، يوه ورځ به دغه بې ساه موجود هم د ټلوېزيون د بې مسووليته چارواكو د بې پروايۍ قرباني شي او ان شاء الله چې ما به خداى په دې ګناه نه نيسي.
اخير زه هم حق لرم چې د خپل هېواد په راډيو ټلوېزيون كې په خپله ژبه خپرونې واورم، زه نو چېرې ولاړ شم چې پخپله ژبه ټلوېزيون وګورم؟
خو زه برعكس خپرونې خو نه اورم چې نه يې اورم په شكل د شكلونو د خپلې ژبې توهين او سپكاوى هم په كې ګورم. څو ورځې وړاندې د ټلوېزيون په يوه خپرونه كې (كه مې هېره نه وي د سينما خپرونه وه) د خپرونې كاركوونكو يو ليك خپور كړ. په غالب ګومان له ځانه يې جوړ كړى و، په ليك كې ليكلي وو، چې فلانى از فلان منطقه به برنامه خود نامۀ فرستاده و چنين نگاشته: فلم هاى هندى كه شما آنرا به پشتو ترجمه ميكنيد، بهتر است ترجمه نه كنيد. زيرا ما نسبت به پشتو به زبان اردو زياد بلديت داريم.
لومړى خو دا ليك ښايي له ځانه جوړ شوى وي، او كه احياناً له خپل هېواد او خپل كلتور څخه پردي كوم چا ورته استولى وي، ايا اوسنيو حساسيتونو ته په پام سره د ټلوېزيون چارواكو دا حق درلوده چې خپور يې كړي!؟ دوى دا فكر نه و كړى چې دا ليك به د ټلوېزيون د اكثريت ليدونكو غوسه راوپاروي او كه څوك څه و نه وايي په زړه كې خو به عقده وساتي، ټلوېزيون دا حق نه لري چې د خلكو په زړونوكې كركې وكري.
دا خو لا څه چې له تلوېزيون څخه په خپرېدونكو فلمونو كې د پښتو ژبې سپكاوى كېږي، فلم په دري ژبه وي، ټول مثبت كركټرونه په يوه ژبه خبرې كوي او منفي او ظالم كركټرونه په پښتو خبرې كوي دا څه مانا؟
زمين داغ او عروج فلمونه يې ژوندي مثالونه دي چې په دې برخه كې نور لنډ ټلوېزيوني فلمونه هم وو چې نومونه يې زما په ياد نه دي پاتې.
پرون يې د عروج فلم يو ځل بيا په ټلوېزيون كې نندارې ته وړاندې كړ، په دې فلم كې د كمونيستي دورې شعارونه په پښتو ژبه دي. په ميټېنګ كې ترانه په پښتو ژبه ده، ايا هغه وخت ټولې ترانې په پښتو ژبه وې، ايا هغوى هم ټول پښتانه وو؟
كله كله له ځانه سره وايم چې څوك چې داسې فلمونه خپروي او داسې خپرونې چلوي، ښايي په هغه شېبه كې په هوش نه وي، نه پوهېږم د ټلوېزيون په خپرونو كې ژبنى توازن هېڅ نه مراعاتېږي، نژدې د ټولو خپرونو نومونه په دري ژبه دي، برنامه كودك، شما و ټلوېزيون، ساعتې با شما، يك چمن ګل، زنگهاى تفريحى، بسوى بازساى، پاسداران، گزارش ها، از ارشيف نشراتى، زن و جامعه، دنياى جوانان او... چې يوه دوه درې يې پښتون ترجمه شوي نومونه هم لري.
مركې او رپوټونه هم همداسې در واخله. ايا په ښار كې يو پښتو ژبى هم نه شته چې دوى ورسره مركه وكړي، موږ بهيرنۍ راډيوګانې لكه بي بي سي، ازادي او امريكا غږ راډيو وينو چې په ټولو برخو كې يې ژبنى توازن ساتلى دى، خود كابل ټلوېزيون له چارواكو څخه اورو چې په ډېره بې پروايى سره وايي: ولا كسى نيست كه پشتو نوشته كند.
ايا رښتيا همداسې ده؟ دا څه شول، چې نه شته؟ او چې نه شته دا لا بله ګناه ده، ولې نه شته؟
پښتو ډرامې هم همداسې درواخله، په سلو كې يوه يا دوه پښتو ډرامې خپرېږي، چې ورڅخه پوښتنه وشي، بيا هماغه حيرانوونكى ځواب دركوي، څوك نه شته چې ډرامه وليكي.
په داسې حال كې چې د دې كرښو ليكونكى په خپله بې له حق الزحمې ډرامه ورته ليكلې ده، خو دوى ښايي باطله دانۍ ته اچولې وي. د پښتو هغه سندرې خپروي چې هېڅوك يې نه خوښوي او ان پښتانه زړه توري كوي، د دېر مجلس عملاً له منځه تللى دى، كله كله چې خبرونو ته ۱۰- ۱۵ دقيقې پاتې وي بيا نو د دېرې مجلس لس پنځلس كاله پخوا دوه سندرې خپرې كړي او په خپل فكر ځان له مسووليته خلاص كړي.
زياتره فلمونه په پښتو نه ترجمه كېږي، د ثور د اتمې په مناسبت د فلمونو په فسټيوال كې يو فمل هم په پښتو ژبه نه و ژباړل شوى، فكر كوم د تلوېزيون په تاريخ كې به دا ډول ژبنۍ بې انصافي چا نه وي ليدلي، نه پوهېږم د اطلاعاتو او كلتور وزارت چارواكي چې ټول د يوې ژبې ويونكي دي، په دې باره كې څه وايي؟ دوى هم د وطن او خلكو په مقابل كې د مسووليت احساس كوي؟!
دوى ښايي دېش انتن ويني د كابل ټلوېزيون به دوى هم نه ويني كه يې ويني او څه نه وايي، نو بيا خو د بښلو وړ نه دي. موږ له دوى هيله كوو چې د ټلوېزيون خپرونې يوه ورځ وويني او بيا دې وګوري چې ټلوېزيون يې څومره افغان دى!
د ټلوېزيوني خپرونو د كنټرول او څارنې لپاره يو تش په نوم كمېسيون هم ګومارل شوى و، چې په نامعلومو دلايلو يې هېڅ و نه شواى كړاى، نه يوازې مثبت بدلون يې را نه ووست، بلكې د خپل مسووليت د رفع كولو لپاره يې خلكو ته هم اعلان نه كړه او دا څرګنده نه شوه چې دوى هم ورسره شريك دي او كه څوك يې خبره نه مني، كه هر څه وي دوى بايد خپلو خلكو ته ووايي، او دا دروند بار له اوږو كوز كړي، هسې نه چې دوى ورسره شريك وګڼل شي.
د راډيو او ټلوېزيون په خپرونو دمخه هم ليكنې شوې دي، خو چا غوږ نه دى پرې ګرولى، يو ځل بيا يادونه او وړانديز كېږي چې:
د اداري اصلاحاتو په لړ كې دې د اطلاعاتو او كلتور په وزارت كې بنسټيز بدلون راشي، د اطلاعاتو او كلتور وزير ونه شو كړاى چې تبعيض او تعصب هېر كړي. نوموړى د �اميد� افغان ضد جريدې او د اطلاعاتو او كلتور وزارت تر منځ فرق ته قايل نه دى. لازمه ده د دې وزارت په ټول مشرتابه هيئت كې بدلون راشي. د راډيو ټلوېزيون لوى رئيس بايد په كومه بله برخه كې په كار وګومارل شي، د راډيو ټلوېزيون د خپرونو د څارنې اوسنى كمېسيون دې منحل اعلان شي او يو واكمن كمېسيون دې وګومارل شي. په هغو فلمونو دې په سينما او ټلوېزيون كې كلك بنديز ولګول شي چې په كې د افغانستان د قومونو سپكاى كېږي او د راډيو ټلوېزيون د ملي كولو لپاره دې عملي ګامونه واخېستل شي.(75)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery