مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

نظم

سمېع الله تړون، كونړ

خدايه بخښنه درنه ډېره غواړم
ته زورور يې، زور له تا سره دى

ستا له مخلوقه په زړه داغ لرمه
د دغه داغ ټكور له تا سره دى

دا لېونۍ دنيا دې ونړوه
سيندونه ستا دي، اور له تا سره دى

خوښه دې كوم يو چې رالېږې راته
زما تربور او ورور له تا سره دى

د قدرتونو او كمال خاونده
دا بندګان دې ولې رنګ بدلوي

نن په يوه، سبا په بله درومي
هره ورځ نوي- نوي څنګ بدلوي

سړيخواره رادرومي ډلې- ډلې
سپېڅلې سوله مې په جنګ بدلوي

داسې مشران مې درنه نه دي په كار
زما كلتور چې په فرهنګ بدلوي

دا ګنګوسۍ مو له پخوا اورېدې
چې زموږ واك به بيا جلاد نيسي

څوك به په خوا د �مرده باد� كې اوسي
څوك به طرف د �زنده باد� نيسي

د تاريخ سپينې او سپېڅلې پاڼې
د ځينو- ځينو خلكو ياد نيسي

دا سپين لباس كې د لستوڼو ماران
رانه كابل نيسي، بغداد نيسي

خوب مې ليدلى دى حيران يم ورته
تياره راپورته شي او لمر وخوري

يوه بلا په منډه- منډه راشي
رانه سيندونه وخوري، غر وخوري

يو څوك په چل، د ابادۍ په نامه
زور رانه واخلي، رانه زر وخوري

بيارغونه كه همدومره وي نو
دا څو پولچكه دې ستا سر وخوري

زما ولس نه دې څرمن ايستلې
خپلو بچو ته ترې خيمه جوړوې

له خپلې خونې ستړى- ستړى راغلې
زما په خونه كې دمه جوړوې

سپينې او تورې ټاپې ستا سره دي
څوك خليلزاد، څوك اسامه جوړوې

ته د بدرنګه تاريخ توره څېره
دا څه بدرنګه ډرامه جوړوې

تا د صليب نشان په توره والى
په دغه توره مسلمان وژنې

يو افغان غېږه كې نژدې كړې ځان ته
په هغه بېرته بل افغان وژنې

خپل انجيل شا پورې تړلى ګرځې
خو لاروي د پاك قران وژنې

زما ازار دې لېونى كړه اشنا
چې په سوكانو باندې ځان وژنې

زما له سره يې غرور اخيستى
زما يې قام، په زولنو تړلى

بس د ځان ښه وايي نارې وهمه
لكه غلام په زولنو تړلى

زما ممبر يې په ګولو ويشتلى
زما امام په زولنو تړلى

بېګناه زړه مې دى خپلسرى جانان
لكه صدام په زولنو تړلى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery