مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د سيد مډال د چا په چوپړ کې؟

هميم جلالزي، غزني

د افغانستان ٣٠ کلنې سياسي ترينګلتيا له ځانه سره خورا زياتې ناوړه اغېزې د دغه هېواد پر اقتصادي، ټولنيزو، کلتوري او ... برخو پرېښې دي. خو څنګه چې د دود له مخې تل سياسي كړكېچ د نژاد له ګواښ سره مخامخ کول او يا هغه ته وده ورکول وي، نو پر دې بنسټ له نورو ټولو ډګرونو څخه پر دغه ټكې باندې راڅرخېدل هم ډېر وي. وروستيو څو لسيزو عملاً ټبري لوړ او ځوړ يونلورى جوت کړ او دا ټولو ومنله چې سياسي وزلوبه د کوم چل ول له مخې بايد پر مخ يوړل شي. که موږ د اوسنۍ نړي سياسي لرليد ته وګورو، نو په پوره ډاډ سره ويلاى شو چې له هرڅه نه زيات ارزښتناک د يوه سم سياست پر مخ بېول دي، چې له دې سره نه يوازې د سياسي څېرو او اډانو د پايـښت راز تړلى دى، بلكې د خلکو لپاره هم د ژوندانه د ګراف ټول ټكې له مثبته تر مثبته پورې ټاكې. په افغانستان كې تر ټولو هغو څيزونو- چې په غيرشعوري توګه پر مخ وړل شوي دي، سياست لومړى ځاى درلود. د اپه دې مانا چې په افغانستان كې سياست د ځان د ګټې او د سيال د پرځونې يو روښانه انځور دى، چې بېلګې يې همدا تېرې ترخې کودتاوې او د سياسي پولو او دريځ ادلون بدلون دى .
کله چې سړى د سياسي فلسفې يون او کړكېـښ ته ګوري، نو ارومرو يې ذهن ته د زورزياتي مانا رسېږي. که څه هم ښايي دا ليکنه يو څه اوږده شي خو موږ غواړو پر څو خبرو باندې يو څه رڼا واچوو.
١ � کرزى، ژمنې او هيلې.
٢ � د افغانستان راډيو او ټلويزيون.
٣ � مډالونه او وياړنې.
٤- د سلاکارانو ټاکل او ژبنۍ ستونزې
او وروستۍ خبره به مو هم سياسي ټرمينالوژي وي.
کله چې درې مياشتې وړاندې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره كېدلې، نو کانديدانو هم بېدرېغه منډه ترړې وکړې، چې خلک د ځان او په ترڅ كې يې ولسمشر شي. د کانديداتورۍ د فلسفې له مخې، هر کانديد خپله درنه او د بله سپکه په رسنيو كې انځوروله. چا به يو څه او چا به بل څه ويل. د کانديدانو په منځ كې يو هم ښاغلى کرزى و چې افغانانو يې تېر درې کلن کارونه ارزولي وو، چې څه يې ترسره کړي وو او په څه كې هم پاتې راغلى و. ښاغلى کرزى هم د ټاکنيزو منډو ترړو په ترڅ كې له نورو څخه يو ګام هم شا ته نه شو، بلكې تر هغوى يې ښايي ژمنې هم خوږې او هم په زړه پورې وې. د کرزي يوه ژمنه هم د ملي يووالي، ولسواكۍ او ملي پيوستون خبره وه او تل يې دغه درې خبرې- د وينا پيل او پاى بلل كېدې.
خلکو هم د باور له مخې کرزي ته رايې ورکړې او په دې ګروهه وو چې نور به نو حق حقدار ته ورسېږي. د کرزي صاحب د ژمنو په اړه خلکو ډېر څه ويل او دا يې په نېک فال نيولي وو چې که کرزي په خپله کابينه (منځمهالي دولت) كې سم او پر ځاى بدلونونه راولي، نو ښايي چې وروسته به ټولې چارې همدا بڼه غوره کړي. خو کله چې کرزي د غوځ ډېركي په مټ ټولټاکنې وګټلې، نو بيا که څه هم په کابينه كې ښه پر ځاى بدلونونه را منځته شول، خو ځينې داسې ټكي هم شته چې نه يوازې پر کرزي باندې د خلکو باور ته زيان اړوي، بلكې د خلکو لپاره يې هم پايلېي منفي راخېژي. د بېلګې په توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت او چارواكي يادولاى شو. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د څو نورو وزارتونو تر څنګ له هغو وزارتونو څخه دى، چې د اساسي قانون په وړاندې يې تل خپلې ناروا کړنلارې ته دوام ورکړى دى او ورکوي يې.
که د افغانستان راډيو- ټلويزيون وګورو او يا نورې دولتي رسنۍ وځيرو، نو تل يې دا هڅه او هاند کړى دى، چې نه يوازې پښتو پرمختګ ته پرې نه ږدي، بلكې محکومه يې وساتي او پر حقوقو باندې يې په پټو سترګو پښې كښېږدي.
که سړى د افغانستان راډيو- ټلويزيون ګوري يا اوري، نو په ډاډ سره به ووايي چې دا خو د افغانستان راډيو- ټلويزيون نه، بلكې د ايران راډيو- ټلويزيون دى. دا چې د پښتنو پر غوڅ اكثريت ٦٢.٧٣ سلنې (فيصده) باندې سترګې پټېږي او هغه غوڅ برى هم له پامه لوېږي چې کرزى يې په غوڅ اكثريت د سيالانو په مخ كې سرلوړى کړ، دوه اړخه لري: د ښاغلي کرزي لپاره د دې پر ځاى چې ځان ورڅخه ناګاره ونيسي بايد د دغه غوڅ اكثريت ژبني او کلتوري محکوميت ته پام کړى واى او خپل حق يې ورته د هغې مېړانې په بدل كې ورکړى واى، چې نوموړى يې د سيالانو په وړاندې د سياسي لوبې ګټونكى اتل ونوماوه. د دې پر ځاى چې دغه اتل ټبر (پښتون) نور د ژبني او کلتوري ښكېلاک له لومو څخه وساتي، لا يې محكوم كړى او ټول حقونه يې ترې اخيستي دي. ده بايد لومړۍ پرېکړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نوم په اړه کړې واى، چې تر لسګونو كلونو تاريخي پېر راوروسته د دغه وزارت د وزير د ځانګړې پاليسۍ له مخې په �اطلاعات و فرهنګ� باندې بدل شوى دى. دويم ګام يې بايد ارو مرو د سمون په اړه اخيستى واى او د دې پر ځاى چې د يوې ډلې يا ټولۍ له موخې سره سم له پښتو ژبې څخه پاكېږي، بايد پښتو په رښتيا هم د اكثريت د حقونو له مخې په ملي بڼه اوښتې واى، چې ښاغلى كرزى له يوې خوا اساسي قانون ته ژمن پاتې شوى واى او له بله پلوه به يې د ملي ژبې حق هم پر ځاى کړى واى.
بيا هم خبره د اطلاعاتو او کلتور د وزير په باب اوږدوو. ډاكټر سيد مخدوم رهين هغه وزير دى چې د تېرو درېيو کلونو په ترڅ كې يې بېلابېل مډالونه او وياړنې ترګوتو کړي دي. دا چې دغه مډالونه به څومره پر ځاى ورکړل شوي وي، هغه به اوس تاسو ته د پرېکړي لپاره وړاندې کړو.
ښاغلي رهين څه وخت وړاندې د مطبوعاتو په ډګر كې د خپل غوره چوپړ له امله په بهر كې هم د وياړ ځينې سمبولونه تر ګوتو كړل، خو که غوره چوپړ ته راشو، سړى حيران شي چې رهين او غوره چوپړ؟!.
که دا چوپړ وبولو چې په هېواد كې په سلګونو خپرونې چاپېږي، دا ښايي د رهين چوپړ نه وي، ځکه دا د ولسواكۍ د يوه اصل په توګه منل شوي توکى دى، چې د وينا ازادي به شتون لري. له بلې خوا که د خپرونو څرنګوالي ته سړى ګوري، بيا هم د غوره چوپړ په توګه د رهين د کوم نوښت شاهدي نه ورکوي او که دا غوره چوپړ وي چې پښتون ليکوال که حق هم ووايي او محکمې ته ورغوښتل كېږي او يا پلټنه ورڅخه كېږي بيا خو يوه لاره لري!!!
يوه بله خبره هم راياده شوه او هغه دا چې ښاغلي رهين ته خپل دريځ د اسلام د موقف په پرتله ډېر ارزښتناک دى، يانې کله چې محمديار او صالح پر نوموړي كومه نيوکه کوي، هغوى له دې امله چې د ده دريځ ته زيان رسوي، څارنوالۍ ته راغوښتل كېږي او که د (افتاب) مسوول مدير پر اسلام باندې نيوکه کوي، هغه نه يوازې چې څه ورته نه ويل كېږي، بلكې د تېښتې په برخه كې هم ورسره مرسته كېږي . نو له دې څخه څه اټكل كولاى شو- ايا رهين ته خپل دريځ غوره دى، که د اسلام دا؟
خو سړى هک پک پاتې شي، چې رهين د کوم غوره خدمت له مخې مډالونه ترلاسه کوي. دويمه خبره دا چې رهين نه يوازې دا چې له بهره مډالونه راوړي، بلكې په هېواد كې دننه هم کله ناکله په مډالونو باندې د ده د غوره چوپړ!!! له امله نازول كېږي.
څه وخت مخې ده ته بيا هم د ده د کار له امله د ملت د بابا له خوا د سيد جمال الدين افغان مډال ورکړ شو.
خو له دغې خبرې څخه سړى لږ په اندېـښنه كې شي او هغه دا چې ښاغلي رهين خو د ارواښاد سيد په اړه نه کوم نېک نظر څرګند کړى او نه يې هم د هغه په برخه كې کوم د پام وړ کار ترسره کړى دى.
که تاسې د کابل پوهنتون په انګړ كې د سيد جمال الدين افغان قبر ته ورشئ، ژړا به مو پرې راشي، ځکه اوس د پوهنتون په انګړ كې د شپې لپاره هلته ځينې ځناور ورځي. دغه راز درسته ورځ کله ورباندې جنګ او کله ورباندې لوبې کوي.
د دې پرځاى چې رهين د سيد مډال تر ګوتو کړي، بايد د احمدظاهر مډال ورکړل شوى واى، ځکه اصلي خدمت خو يې هغه ته کړى دى، چې پر قبر يې شاهانه ماڼۍ ودروله او که احمدظاهر ته د چوپړ له امله ښاغلي رهين ته د سيد مډال ورکول كېږي، نو بيا ښايي چې تر رهين نور زيات مستحق کسان هم وي.
ځکه د طالبانو په سخته دوره كې رهين ولاکه په فرانسه كې د احمدظاهر نوم هم اخيستلاى سواى، خو د غږ مينه والو به يې دلته دا سندره زمزمه کوله چې: اګر ميخوارم ومستم به کس چه به کس چه؟
په اطلاعاتو او کلتور وزارت كې دننه اته سلنې (فيصده) کارکوونكي هم پښتانه نه دي او دغه راز يې د سلاکارانو مسئله هم د څو شېبو تم كېدو لپاره غوره کوو.
د ښاغلي رهين هم يو کار چې په ډېره ځيرکتيا يې ترسره کوي، هغه د سلاکارانو ټاکل دي. د منځمهالي دولت د واک پر مهال هم د دغه ښاغلي له خوا داسې سلاکاران په کار وګمارل شول، چې هغوى د ښاغلي رهين پښتوضد کړنلاره نه يوازې ټكي په ټكي پلې كېدل غوښتل، بلكې ځان يې يو ګام له هغه نه مخ كې شمېره، چې ښه بېلګه يې د مطبوعاتو شورا او د هغې له غړو سره د مور و ميرې د چال چلند خبره ده. په دې وروستيو كې د ښاغلي رهنورد زرياب تر ګوښه کولو وروسته د سلاکار په توګه داسې يو څوک راوغوښتل شو، چې نه يوازې د هغه له مفکورې څخه به د رهين ګټه څو چنده وي، بلكې د هغه د شتون تر شا له پرتې فلسفې څخه به هم ګټه واخلي. دا سلاکار ميرويس ظاهر دى، چې رهين نه يوازې د ده له شتون څخه ګټه پورته کوي، بلكې د پخواني پاچا له اغېزې څخه هم ګټې اخيستنې ته لار اواروي.
يو مهال به ډاکټر رهين د پخواني پاچا سيورى په کاڼو ويشت، خو نن د خپل پايښت لپاره سهار او ماښام د هغه سلام کوي. که د رهين موخه دا وي چې ميرويس ظاهر به د پښتنو په استازيتوب په موږ كې وشمېري، دا هم د منلو وړ نه ده، ځکه چې د هغه نه يوازې دا چې پښتو يې زده نه ده، بلكې غوږونه به يې ايله اوس د پښتو له نامه سره اشنا كېږي.
دغه راز کله چې ښاغلي مبارز، د وزارت د مرستيال له دندې استعفا ورکړه نو داسې باور كېده چې ښايي ځايناستى به يې د پښتنو استازى وي، خو دا فکر هم سرچپه وخوت او د �اغاى� سنګچاركي په ټاکنه مو له بارانه تر ناوې لاندي شپه شوه.
او وروستۍ خبره مو هم د سياسي ټرمينالوژۍ په باب ده، که څه هم ښايي دا زموږ له همدغې ليکنې سره ډېر اړخ ونه لګوي، خو څنګه چې خبره د ژبې ده، نو يادول يې اړين دي.
سياسي ټرمينالوژي د يوه نړيوال پرنسيپ له مخې به ملي ژبه وي، خو له بده مرغه په افغانستان كې د ملي ژبې په پرتله د لږكيو ژبه زيات رول لري او هرڅه ورباندې د قانون پر خلاف ليکل كېږي او په دې توګه د ٦٢.٧٣ سلني حق تر ١٢؟سلنې ځارول كېږي، چې موږ به يې دلته د بېلګې په توګه لکه: اطلاعات و فرهنګ، دادستان، دادګاه عالي، دانشګاه، دانشکده ... او نور ياد كړو.
خو پښتانه که هرڅو په دښتو او بانډو كې د دربدرۍ ژوند تريخ تېروي، خو د خپلې ژبې په قدر پوهېږي او ډاکټر رهين او د هغه د سوچ يارانو ته بايد دومره ووايو چې :
ته په خود يې که بېخود يې دا په څه شي لوبې کاندې
دغــــه ژبــه د درنــــو ده نـــه د هـــري نښې څلـــي
او په وروستيو شېبو كې بايد کرزي صاحب ته هم دا ورپه ياد کړو چې د هغه غوڅ اكثريت حق، رايې او نظر چې دى يې پر سيالانو بريالى کړ‌، بايد د پنجشېر تر هغې يوې رايې قرباني نه کړي، چې د ده د ټاکنو د منډوترړو پايله وه.(9)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery