مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دَ شوق ړومبی کتاب ـ ـ ـ ـ شلېدلی امېل ـ ـ ـ ـ يو نظر، يوه جائزه

 دَ محبوب دَ ستمګرې ميني نه دَ افضل شوق په دې نظم كې دَ قيصې نه علاوه چې كوم څيز لوستونكی متاثره كوي .. هغه دي لفظي تراكيب ، علامتي استعارې او اشارې لكه " دَ ښكلو سترګو دَ خُمار په ډكو چينو كې لامبوزن كېدل" او " دَ سرو اوښكو په سېلاب كې بهېدل " � نه يواځي دا .. بلكه په دې نظم كې تكراري انداز دَ قيصگې دَ تهيم اهميت ځكه زياتوي ..چې په كې دَ احتجاج په ځای دَ ډېري عاجزۍ نه كار اخيستل شوی دی � كوم نه چې دَ شاعر عدم تشددانه روئيه دَ ورايه نه څرګندېږي � يعني شوق صاحب دَ زور زياتی خلاف او دَ خبرو دَ لاري دَ مسئلو حل كولو په حق كې مشهور انسان او دَ پستې او خوږې ژبې شاعر دی � هغه خبري سوچه كوي .. خو په مهذبه او ادبي لب و لهجه كې �

دا پورتنی نظم چې په " شلېدلی امېل" كې په اولس وړو او لوئيو مصرعو كې تړلی چاپ شوی دی .. خو دراصل دا نظم ځما دَ فكري استعداد دَ مخې تش په اتهو داسې مصرعو .. چې په كې اووه مصرعې شپاړس سېلابيزه دي .. خو ورستۍ يوه وړوكې مصرعه اتهه سېلابونه لري � تاسو يې هم كتلی شئ �

كشكې زه ړومبی خبر وی فقط دومره، هوكه دومره
چې يو ورځ به زه او زړه هم سم سره له اّرزوګانو
دَ دې خپلو سرو سرو اوښكو په سېلاب كې اوبهېږو
لكه خټې .. لكه شګې او لا خړ كچه كورونه
نو به نه وی ور ګډ شوی كله هم داسې په مينه
زه دَ مينې وَ درياب ته ......... لا دَ هغو ښكلو سترګو
دَ خُمار ډكو چينو ته چې تر ننه يې نشو كې
لامبوزن لامبوزن ښكارم ...................................


۲۱ ـ ـ عقيده زما دَ مينې

چپ له خدائيه كه بل چاته
اجازه دَ سجدې وی
نو به ما وی لګولی
خپل تندی وَ هغه يار ته
چې هم خپله تل ولاړ وي
وَ بُتانو ته دَ خاورو
لاس تړلی لاس تړلی
دَ اغراضو په مندر كې

( شلېدلی امېل .. مخ _ 129 )

په دې پورته نقل شوي نظم كې شاعر ډېر په بيباقۍ دا خبره كوي .. كه دَ خدائيه بغېر بل چاته سر ټيټول روا وی نو هغه (شاعر) به خپل محبوب سر ته ټيټ كړی وو � خو هغه محبوب چې دَ مادي ژوند دَ اّسائشونو طلب ګار او لالچي ښكاري .. دَ خودغرضۍ تر حده.. لكه هندو په ښكاره دَ خاورې جوړو بُتونو يعنې اّسائشو ته سجده رېز وي �

په دې نظم كې " دَ اغراضو مندر" لفظي تركيبي اصطلاح په ځان كې بلا معنې لري ، كوم چې دَ شاعر دَ ژوند او فكر او نازك خيالۍ دليل دی � دا او هم دغسې فكري ژورتياګانې دَ افضل شوق په ساده پښتني شاعرانه او نظميه اظهار كې ځای په ځای ليدلی شي � په دې نظم كې هم شاعر دَ خپل صداقت ثبوت په ډېره بې ساختګۍ وړاندي كوي .. كوم چې دَ ده مينه نه يواځي بې غرضه بلكه دَ عبادت يعنې ( پوجا) كولو تر حده مخلصه ښكاري � خو اشنا يې په روئيو او خويونو هندو دی .. چې په جذبو او رشتو كم او په مادي څيزونو كې لكه سوداګر ورګېر وي �

كه مونږ دَ دې نظم فني او تكنيكي اړخ ته په ځير شو نو دا اتهه مصرعيزه نظم به په اتهو برابرو برابرو سېلابونو مشتمل يو معرى نظم اوګڼو .. خو زما په اندازه كه دغه نظم په څلورو شپاړس سېلابيزو مصرعو باندي داسې وړاندې كړی شي ..نو به نور هم واضحه شي �

چپ له خدائيه كه بل چاته اجازه دَ سجدې وی
نو به ما وی لګولی خپل تندی وَ هغه يار ته
چې هم خپله تل ولاړ وي وَ بُتانو ته دَ خاورو
لاس تړلی لاس تړلی دَ اغراضو په مندركې


۲۲ ـ ـ پښتو

هغه څوك ده؟
دَ چا لُور ده؟
دَ چا وينه ، دَ چا خور ده؟
چې په سرو سرو اوښكو ژاړي
سرببره ، درپدره
دَ ژوندون لارو كوڅو كې
په مخ لُوڅه
په پښو لُوڅه
په زړو څيرو جامو كې
سرګردانه .. پرېشانه
په وجود ستړي ستومانه
له خپل ځانه بې خبره
له جهانه بې خبره
دَ بې رحمه وخت په لاس كې
لېونۍ سپېڅلې غوندي
پېغلتوب بائيلي ، زړېږي
په فرياد فرياد ژغېږي
چې اې خلګو
ړندو خلګو!!
ماته اوګورئ ..زه څوك يم؟
دَ چا لُور او دَ چا خور يم؟
زما په سر پړونی نشته
زما لاسونه بې بنګړئيو
زما غوږونه بې والئيو
اّخر ولې.. داسې ولې؟
يَه دَ وخت زامنو ولې؟
زه بې وسه بې اّسرې نن
زه بې كوره بې پړدې نن
دَ خپلوانو په لټون تل
دَ مراد كچكول په لاس كې
دَ سوالګيرې په شان ګرځم
زه سوالګيره
زه سوالګيره؟
سترګې روڼې كړئ اې خلګو
دَ غفلت دَ تيارو خلګو!!
ما هم اوپېژنی خلګو!
زه دَ دنګو غرونو لُور يم
زه پښتو يم .. پښتنه يم

( شلېدلی امېل .. مخ _ 136 )

دا پورته نقل شوی نظم دَ افضل شوق واحد اوږد نظم دی چې دََ ده په اّزاده شاعرۍ كې په ريكارډ باندې راغلی دی � او دا هغه نظم هم دی چې افضل شوق دَ غزل دَ شاعر سره سره دَ نظم شاعر مشهوره شو � دا نظم به دَ كابل رېډيو نه اكثره نشر كېدو او دې نظم دومره عوامي شهرت پيدا كړی وو ، چې اوس هم په ډېر كېسټونو كې موجود دی � خو يو ځل ما چې دَ افضل شوق دَ دې نظم دَ عوامي شهرت په اړه دَ هغه نه تپوس اوكړو .. نو هغه تش اوموسېدو او مخته يې شايد چې په دې هيڅ نه اووئيلو .. چې هغه هركله خوعوامي ټېسټ ته دَ شاعر او شاعرۍ قتل وئيلو� نو ځكه دَ هغه خاموشي او بيا په داسې جذباتي انداز نور اوږدو نظمونو نه لاس اخيستل .. دَ هغه داسې خاموش اعلان دی چې هغه به بيا كله هم ترانې نه ليكي او نه به دَ خلقو دَ جذباتو سره داسې په غېر معياري توګه لوبي كوي �

دَ افضل شوق دَ معيار جنون په خپل ځای صحيح دی .. خو په دې پورتني نظم كې هغه يو داسې الميې په لور اشاره كړي ده .. چې ورنه په پښتني معاشره كې انكار نه شي كېدی � هغه دلته " پښتو" تش دَژبي په حواله نه ده زېر بحث راوړي .. بلكه پښتو يې دَ پښتنې په توګه په تشبهاتي انداز او درست پښتني كلتور يې په كې رانغښتی دی او بلا ډېر سوالونه يې دَ ځواب په هيله رابرسېره كړي دي � په دې نظم كې شوق صاحب چې څومره په ساده تورو او خبرو كې غږېدلی دی .. هم هغسې يې پښتو ، پښتون ، پښتنه او پښتني كلتور باندي ګوزارزنه په داسې جذباتي انداز كړي دي چې دَ لوستونكي اودې جذبې را اولړزوي � هغه دلته بېخي زيات ډائريكټ شوی دی او پښتنو ته يې اّئينې ښودلې دي �.. په كوم كې چې دَ هغو څېرې انساني نه .. بلكې دَ بې حسۍ تر حده خودغرضه او ځناورې څېرې ورته داسې ښودلي شوي دي � چې هغوئ محسوسې كړي دي .. هم ځكه خو يې دا نظم په زړونو ليكلی دی � په دې نظم كې هم افضل شوق يو نوی انداز مخي ته راوړی دی .. او پښتو يې .. هم دَ هغې يه خپلې ژبې كې غږولی ده .. او داسې محسوسېږي .. لكه دا چې شوق صاحب نه .. بلكه پښتو په خپله دَ فرياد خبري كوي � او شوق په دې نظم كې هسې دَ يو راوي په توګه ليدلی شي � داسې راوي .. چې هغه هر څه په خپلو سترګو ويني هم.. او محسوسوي يې هم � دا دَ هغه شاعرانه كمال دی � او دا زما يقين دی ، چې كه هغه ترانې او مرثيې ليكلی نو ده نه به هيچا ميدان نه وو ګټلی � خو هغه ګوره ولې دَ دې عوامي شهرت نه كناره كشي ته ترجيح وركوي � شايد چې په دې هغه لویی شاعر جوړېدل غواړي؟

دا اوږد نظم .. چې په يو كم څلوېښت وړو او لوئيو مصرعو اّزاد نظم دراصل په اولس مصرعو .. چې هره مصرعه شپاړس سېلابيزه ده .. باندې مشتمل يو پابند معرى نظم دی � چې افضل شوق په ډېر هنر دَ نظم اّهنګ او موسيقيت ساتلو په غرض په وړوكو لوئيو مصرعو دومره اوږد كړی دی .. چې دَ طويل نظم ګمان پرې كېږي .. خو طويل نه دی � تاسو يې خپله هم اوګورئ �

هغه څوك ده؟ دَ چا لُور ده؟ دَ چا وينه ، دَ چا خور ده؟
چې په سرو سرو اوښكو ژاړي سرببره ، درپدره
دَ ژوندون لارو كوڅو كې په مخ لُوڅه ، په پښو لُوڅه
په زړو څېرو جامو كې سرګردانه پرېشانه
په وجود ستړي ستومانه له خپل ځانه بې خبره
جهانه بې خبره دَ بې رحمه وخت په لاس كې
لېونۍ سپېڅلې غوندي پېغلتوب بائيلي ، زړېږي
په فرياد فرياد ژغېږي چې اې خلګو ......... ړندو خلګو !!
ما ته اوګورئ زه څوك يم؟ دَ چا لُور او دَ چا خور يم؟
زما په سر پړونی نشته ..... زما لاسونه بې بنګړئيو
زما غوږونه بې والئيو ، اّخر ولې ......... داسې ولې؟
يَه دَ وخت زامنو ولې ؟ زه بې وسه بې اّسرې نن
زه بې كوره بې پړدې نن دَ خپلوانو په لټون تل
دَ مراد كچكول په لاس كې دَ سوالګيرې په شان ګرځم
زه سوالګيره زه سوالګيره؟ سترګې روڼې كړئ اې خلګو
دَ غفلت دَ تيارو خلګو!! ما هم اوپېژنئ خلګو!!
زه دَ دنګو غرونو لُور يم ، زه پښتو يم .... پښتنه يم


۲۳ ـ ـ دَ رڼا ملګري

ته دَ رڼا سره سم ځغلې
دَ ماښام په لورې
او زه دې سيورې دَ وجود يم
تا سره سره ځم
خو دَ بېل بېل فطرت له جوره
ما او تا هم مدام
چې څوني دواړه ليدل كېږو
څنګ په څنګ دَ ورځې
دغوني ورك شو دَ يو بله
په كوڅو كې دَ شپې

( شلېدلی امېل .. مخ _ 140 )

پورتنی نظم دَ افضل شوق دَ خپل مخصوصې فكري روئيې يو جذباتي مثال دی ..خو ليكلی شوی په داسې علامتي پېرائيه كې دی .. چې شعريت او معنويت ترې نه دَ ورايه دَ شاعر هنري كمال ته اشاره كوي � په دې نظم كې هغه دَ خپل محبوب تصور خپل سيوری ګڼي .. چې دَ ده سره سره ځي .. خو بيا په ډېره عجيبه انداز كې دَ خپل وجود سيوری دَ خپل طبعې او فطرت تر مخه دَ ځانه بېل ګڼي � او دا ځكه چې سيوری خو دَ رڼا ملګری وي .. او چې كله هم رڼا دَ خپل اختتام تر سفره اورسي نودَ وجود سره دغه سيوری خپله ملګرتيا پرېږدي � دلته شاعر دَ خپل محبوب وجود يو داسې سيوری ګڼي .. چې كُل وقتي نه وي .. وختي وي �

دَ دې نظم سادګي او بې ساختګي ، په ډېر هنر دَ شاعر دغه ګيله او غم ډېر په فكري پېرائيه كې ښكاره كوي � دَ دې نظم په معنې او مفهوم كه مونږ لږ سوچ اوكړو .. نو په انساني ژوند، رشتو او جذبو كې چې دَ خودغرضۍ كوم رنګ ليدلی شي ، نو هغې ته شاعر په ډېر هنر اشاره كوي � چې ملګري دَ ښو لحظو وي .. خو دَ غم دَ لحظو مئينان بېخي په نېشت حساب دي � دغه رنګه دوران او دَ خلقو دغسې روئيې هاغه وخت هم وي چې كله شاعر دا نظم ليكلو .. او نن هم دغسې ماحول مونږ وينو ګورو � نو دَ نن دور دَ كومو حالاتو خبره چې شاعر نن نه اولس اتهلس كاله اّګاهو كړي ده .. په هاغه وخت كې دَ مستقبل حالاتو ته اشاره وه � او ښه شاعر اديب په راتلونكو تبديليانو هر وخت نظر لري �

په تكنيكي او فني لحاظ دغه دَ لس وړو او لوئيو مصرعو اّزاد نظم په اصل كې په پنځو داسې مصرعو باندې مشتمل دی .. چې هره مصرعه يې پنځلس سېلابونه لري او په خپلو كې دا ټولي مصرعې دَ يو داسې خواږه اّهنګ او موسيقيت نه ډكې دي .. چې دا نظم اّزاد نه .. بلكه پابند او معرى ښكاره كوي � كتلی يې شئ �

ته دَ رڼا سره سم ځغلې دَ ماښام په لورې
او زه دې سيورې دَ وجود يم تا سره سره ځم
خو دَ بېل بېل فطرت له جوره ما او تا هم مدام
چې څوني دواړه ليدل كېږو څنګ په څنګ دَ ورځې
دغوني ورك شو دَ يو بله په كوڅو كې دَ شپې


۲۴ ـ ـ دَ طلب تنده

چې دَ سوچ هر يو نيلی مې
دَ اُميد له هر ګودره
دَ جانان په طلب ستړی
او ناهيله غوندې بيرته
دَ ماښام خواته راغبرګ شي
نو په اوښكو يې دَ سترګو
اوبومه تنده داسې
لكه زه چې يې له وركو
ټوله ټوله ورځ غوښتمه

( شلېدلی امېل .. مخ _ 141 )

دا پورتنی نظم په داسې افسانوي او رومانوي انداز كې ليكل شوی دی .. چې شاعر په كې يواځې شاعر نه .. بلكې يو افسانه نګار هم ښكاري � او دا رنګ او خوند دَ شوق په شاعرۍ كې اكثره ليدلی شي � دَ عنوان په رنګه په دې نظم كې شاعر دَ خپل اّئيډيل محبوب دَ لټون يو داسې انتهائي شكل وړاندي كړی دی .. چې ناكامي او مايوسي كې هم دَ ميني طلب .. هم هغسې په زړه كې ژوندی لري � لكه مجنون چې به ليلا پسې ګرځېدو .. او چې به يې ليلا نه كړه مونده نو به يې په خپل ځان او هر چرته كې ليلا ليدله � دا جنوني كېفيت دلته شوق په ډېرو ساده تورو كې نظم كړی دی � خو په معنوي اعتبار دَ دې نظم دَ تهيم نه انكار ځكه نشي كېدی .. چې په تصوف كې هم دغسې خو كېږي .. يعني دَ خدای پاك په مينه كې صوفي چې كله انتها ته اورسېږي نو دَ منصور غوندي په ځان كې خدای لټوي � لاكن دلته خبره څه بېل شانتې ده .. ولې چې كله شوق صاحب ستړی او نا اُمېده دَ لټون له شوي سفر نه را واپس شي ..نو دَ خپلو " اُمېدونوو اّس" په خپلو اوښكو اوبه كوي .. او داسې تسكين محسوس كړي لكه دَ دې اّس .. چې شاعر ورته په علاقائي لهجه كې " نيلی" وائي .. تنده هم په ده ماته شوي وي �

په دې نظم كې لفظي جوړښت او خبرې دومره نوي او خوږې دي .. چې اجنبيت په كې نه محسوسېږي � ولې چې دَ شاعر طرزبيان خالص پښتني دی � نو ځكه معنوي ابهام مخې ته نه راځي او درست نظم ښه په اّسانه دَ لوستونكي په ذهن كې قيصه سرته اورسوي � بل دا خبره هم اهمه ده .. چې كه يو طرف ته " دَ سوچ نيلی " ، " دَ اُميد ګودر" رنګه اصطلاحات په خپل دې نظم كې شامل كړي دي .. نو بل طرف ته " په طلب ستړی" ، " تنده په اوښكو اوبول" او " له وركو غوښتل" هغه نوي پښتني محاورې دي .. چې نن سبا عامې استعمالېږي � دَ افضل شوق په رنګه يو ښه شاعر په خپل تخليقي عمل كې ژبې ته نوي نوي توري او محاورې هم وركوي .. او داسې ژبه مخي ته وده كوي �

دا نظم چې په ظاهره په نهو اتهه سېلابيزه مصرعو كې ليكلی شوی يو پابند نظم دی .. خو دَ خوند او مزې خبره دا ده .. چې دَ دې نظم ټولي مصرعې كه مونږ يو بل سره .. هم په دغه ترتيب اوتړو نو دا به يوه مختصره افسانه ښكاره شي � او تاسو دَ شوق په نظمونو كې داسې اړخ هم ليدلی شئ .. يعني دَ هغه په نظمونو نه يواځې دَ شعر تنده ماتېږي بلكه دَ افسانې ، ډرامې او نثري ادبي ټوټو خوند هم په كې ليدلی او محسوسېدلی شي � پورتنی نظم دَ دې خبري دَ مثال په اړه په يوه فقره كې دلته وړاندي كوم �

" چې دَ سوچ هر يو نيلی مې دَ اُميد له هر ګودره دَ جانان په طلب ستړی او ناهيله غوندې بيرته دَ ماښام خواته راغبرګ شي نو په اوښكو يې دَ سترګو اوبومه تنده داسې لكه زه چې يې له وركو ټوله ټوله ورځ غوښتمه"


۲۵ ـ ـ تلكې

كه تښتېده غواړي څوك
له خپله ژونده چېري
نو به په كومه تښتي؟
چېري به مخه كوي؟
ځكه چې ښكاري هر لور
دېوال دېوال رسمونه
غونډۍ غونډۍ خنډونه
درياب درياب غمونه
او لا قدم په قدم
ولاړې دي تلكې

( شلېدلی امېل .. مخ _ 143 )

افضل شوق په شلېدلی امېل نومي وړمبۍ شعري مجموعې كې دَ هغه دور نه ساتنګی ښكاري او حالات دَ انساني ژوند كولو جوګه نه ګڼي .. هم په دې خو هغه دَ يو زخم په شان دَ دړدونو سره مخامخ دی .. او ژوند دَ مسئلو كور ګڼي � په دې پورته نقل شوي نظم كې هم شوق صاحب دَ اّمرانه نظام او ژوند په لور داسي اشاره كوي .. چې دَ دې ساتنګي ژوند نه به انسان چرته تښتي .. لاري خو نشته دَ فرار.. ولې چې ناروا رسمونه دېوال په شان ولاړ دي .. دَ سړي لاره نيسي او خپلي مرضي ته يې نه پرېږدي � نه يواځې دا .. بلكه خنډونه لكه غرونه او غمونه له سېندونه لاري دَ انسانانو تر مينځه تړي او دَ بنده خله خندا او خوشحالۍ ته نه جوړېږي � او دې ټولو نه علاوه انسانانو هم يو بل ته تلكې جوړي كړي دي او په دې كوشش كې ښكاري چې بل انسان په كې ګرفتار كړي � په دې نظم كې دَ هغه دور.. چې ژوند په كې ساه په اّسانه نه شو اغيستلی .. خو دَ شوق صاحب دَ جرات دا علامتي او هنري مظاهره به هغه ته دَ مزاهمتي شاعرانو په قطار كې دَ اورېدلو ځای ضرور وركوي � او هغه چې دَ رښتيا ليكلو او وئيلو كومې خبري په دعوې سره كوي .. هغه يې په " شلېدلی امېل" كې په لفظي عمل په ډېره نره ښكاره كړي هم دي � يعني هغه دَ ځينو شاعرانو په رنګه دَ مصلحت نه كار كله هم نه دی اغيستی او هر څه يې په نېغه تر لوستونكو پوري رسولي دي �

" دېوال دېوال رسمونه" ، " غونډۍ غونډۍ خنډونه" او " درياب درياب غمونه" هغه علامتي اشارې دي چې نوي اصطلاحات ورته وئيلی شي او دې نه علاوه په دغو تكراري لفظي تراكيبو كې دَ نوي پښتني محاورو خوند او مزه هم پټه محسوسېدلی شي �

دا پورتنی دَ لسو مصرعو اّزاد نظم .. چې هره مصرعه يې اووه سېلابونه لري .. دراصل دَ پنځو څورلس سېلابيزه مصرعو يو داسې پابنده نظم دی چې صوتي اثرات او شعري اّهنګ په كې دَ پابندي شاعرۍ ليدلی او محسوسېدلی شي � تاسو يې هم لوستلی شئ �

كه تښتېده غواړي څوك له خپله ژونده چېري
نو به په كومه تښتي؟ چېري به مخه كوي؟
ځكه چي ښكاري هر لور دېوال دېوال رسمونه
غونډۍ غونډۍ خنډونه ، درياب درياب غمونه
او لا قدم په قدم ولاړې دي تلكې

" دَ شلېدلی امېل" دَ ځينو نظمونو فني او فكري جائزه مې تاسو ته وړاندې كړه .. دَ دې ټولو نظمونو شكل كه څه هم دَ نثري، اّزادې شاعرۍ په حواله مونږ ته دغسې ښكاري ..خو دَ دې په فني او تكنيكي اړخونو چې نظر اچووْ .. نو دَ ښاغلي افضل شوق نظمونه معرى دي .. چې دَ ردهم ، موسيقۍ، روانۍ، اّهنګ او صوتي اثر دَ مخه په وړو او غټو مصرعو كې داسې په خواږه انداز او ښائست ګنډلي شوي وي چې دَ اّزاد نظم شكل يې اغيستی دی � كه څه هم دَ سېلابونو او بحرونو دَ مخه دَ افضل شوق نظمونه غزليه خوند او رنګ لري .. خو غزل ورته ځكه نه شو وئيلی چې رديف او قافيې نه لري � په نظمونو كې دَ بحرونو، سېلابونو اواّهنګ ، ردهم او موسيقۍ خيال ساتل نه يواځې افضل شوق په خپل رنګ او اُسلوب كې ځانګړی كوي .. خو بل طرف ته دَ هغه شاعرانه، تمثيلي او افسانوي رومانوي مزاج هم ښكاره كوي � دَ هغه هر نظم په وړوكي داستان باندي مشتمل دی � لاكن دغه داستانونه دَ هغه دَ مشاهدې او ليدلو زميني حقائقو عكاسي كوي او دَ هغه دغه تمثيلي انداز په ساده علاقائي .. او ادبي لهجې كې دَ ډېر اوچت او ژور فكر ادراك هم لري � په دې خو دَ هغه په فكر كې ابهام لوستونكی دَ څه وخت دپاره تېر و بېر كړي � خو په بل نظر دغه ابهام دَ لوستونكي په ذهن كې قسم قسم سوالونه راپورته كړي � زما په خيال چې يو ډېر ښه شاعر دپاره هم دغسې انداز خپلول پكار دی � دَ افضل شوق دا نظمونه چې په " شلېدلی امېل" كې په كال 19987 او 88 ع كې چاپ شوي دي نه هم كېدلی شي چې مخكې ليكلی شوي دي � يعنې دَ اندازې مطابق دا دَ ده دَ كچه ځوانۍ دَ دور چې قريباً پنځويښت يا دېرش كاله پخوا ليكلی شوي دي � نو په هاغه وخت كې دغه انداز ساتل .. دې څيز دئ منفرد كړی دی او دَ يو نوي جديد نظم ګو شاعر په توګه يې په دُنيا پېژندلی دی �

په اّخره كې كه دا خبره اونه كړم نودا به ادبي خيانت وي .. چې دَ افضل شوق درسته شاعري دَ خپلي بې ساختګۍ ، روانۍ، سادګۍ دَ مخه دَ هغه دَ ريښتونو جذبو پوره پوره عكاسي كوي � او كه چا افضل شوق دَ خپل ذات او وجود په حواله په خپلو دغسې جذبو پېژندلی وي .. نو دَ هغه دَ شاعرۍ نه به انساني افضل شوق خامخا پېژني � يعنې كه دَ سلو شاعرانو په فهرست كې دَ افضل شوق شاعري بغېر دَ هغه دَ نوم نه شامله كړی شي .. نو دَ هغه دَ شاعري رنګ به بېخي دَ ټولو نه بدل او منفرد وي .. او دا شاعري به دَ ورايه دَ افضل شوق دَ نوم پېژندګلو كوي �


خاورې
حسينه ګل
نوښار پښتونخوا _ 18فروري 2002ع

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery