مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په لټون ستا دَ څېرې ـ ـ ـ ـ يوتنقيدي جائزه

 دا نظم په فني جوړښت يوه تمثيلي قيصه ده .. خو دې سره سره په فكري لحاظ لوستونكي فرعوني تاريخ لوستلو ته مجبوره كوي � دا نظم په درې دېرش مصرعو كې ليكلی اوږد نظم دی .. خو په اصل كې اوويشت داسې برابرو مصرعو مشتمل دی چې هره مصرعه يې دولس سېلابيزه ده .. لكه

" دَ جلال او دَ جمال توان به مې شوقه!
وايه .. څنګه ته راوړې په خوار غوښين زړه؟
زه يم لوُر دَ فرعونانو ، او په ما كې
دَ هغو دَ ويني جوش او ولولې لا
په غورځنګ لكه څپي گ دَ رود نيل دي"
تنا وزمه دا خبري يې لا څه چې
په موسكا يې برېښناګانې پړكولې
په خندا يې تندرونه غورځولو
هم كږو كتو يې لا دَ نظر غشي
دَ ږليانو په حساب را تاوْولو،
حقه دا ، چې دَ ځوانۍ زور او له كبره
دَ لمبې په شان دَ اور به وشېدله
ځنګېدله .... غوړېدله ، هن تر دې چې
غوړېده به لكه مار ، خو ماره نه وه
هو، دَ مار تر سيورې لاندې دغه پېغله
بله څوك هم نه ، هغه قلوپطره وه،
چې په روح راورېدله له پېړيانو
او په ما يې دَ عمرونو واټنونه
دَ وصال وَ دې ساعت ته وو سر كړي،
ځكه ما كې هم سيزر كړو سر راپورته
په ليدو دَ هغې وركې ملائيكې
او دَ ميني عسكري جذبې مي واړه
دَ هغې په فولادي زړه شوې ورماتې
او بې غاله چې راماته شوه په عجز
زه يې هم په حاكم ځان ، ځانته مرئيی كړم
او دَ عشق دَ تقاضو په سمه دواړو
يو ځل بيرته فرعوني تاريخ ژوندی كړو


۲۰ ـ ـ دَ لمر ، سپوږمۍ، ځمكې مجرم ګلېلئيو

كليسا دَ جهالت دَ زمانې چې
تور په تا څنګه تپلو
هم هغسې
دَ دې وخت عادلان هم په پټو سترګو
ما مجرم ځكه ګڼي
چې رڼا خورمه ،
رڼا اغوندم او اوسم په رڼا كې
لكه ورځ
چې وي روښانه په لمر باندې ..
او يا هغه شپه
چې روڼه په څراغ وي

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ � 160)

دَ افضل شوق دا نظم چې تهيم يې په اټلي كې دَ سېل كولو په وخت په فلورينس نومي ښار كې هغه وخت غوره كړی دی .. چې هغه دَ سېنټ كروس په چرچ كې دَ سر ګلېلئيو تابوت وزمه قبر مخي ته ولاړ دی � دَ ګلېلئيو په حقله داسې وئيلی كېږي چې هغه په خپل وخت كې چې په وړمبي ځل دا خبره " چې لمر دَ ځمكې خواوشا نه .. بلكه ځمكه دَ لمر خواوشا ګرځي" .. نو دَ هغه دور دَ كليسا پادريانو هغه دَ خدای او دَ هغه دَ قدرت يا فطرت خلاف اوګڼلو او هغه يې دَ حقيقت په ضد مجرم په دې ثابت كړو .. چې هغوئ په دې خبري يقين وو ، چې لمر دَ ځمكې خواوشا ګرځي � يعنې سهار راښكاره شي او بيا ماښام ډوب شي � څه هم كه دا خبره بيا ماهرين فلكياتو او سائنسدانانو غلطه ثابته كړه او سر ګلېلئيو يې په خپلي دعوې كې رښتونی اوګرځولو .. خو ګلېلئيو اوستائيلی ځكه نه شو چې هغه دَ ژوند نه لاسونه اغيستي وو �

دَ سرګلېلئيو دَ داسې رښتيا په تناظر كې افضل شوق هم دا وئيل غواړي چې هغه چې كومې خبري كوي يا كوم افكار وړاندي كول غواړي .. هغه دَ نني دور دَ منلو ځكه نه دي چې دَ نن انسان .. خاصكر پښتون له دغه حقيقتونو سره بلد نه دی او نه يې كله پېژندلي دي � هم په دې خو دَ ده خبري دَ ګناه او ثواب په تله كې په پټو سترګو تلل كېږي � او هغه ته دَ پښتو او پښتنو دُښمن كېدلی شي چې په دې خبره وئيل كېږي چې هغه صفا او نېغ په نېغه خبري كوي .. او پښتون په ننني دور كې دَ هر قام نه نه يواځي پاتې ګڼي .. بلكه پښتون په ځناوري خوئيونو او روئيو كې هم لېدلی ګوري � كله كله خو دغه افضل شوق چې امن يې خوب او مينه يې ژوند دی .. خپله هم دَ پښتنو دَ بدي او كمې ورځې په كتلو ډېر زيات جذباتي شي او په خبرو كې يې شدت رامخي ته شوی وي � خو بيا هم دې شدت ته په اخلاقي پېرائيه كي لفظي جامې اغوستلی شوي دي �

په دې نظم كې دَ افضل شوق دغه دعوه چې ګنې هغه حق ته ګوته نيسي .. هم ځكه خو مجرم ګڼلی شي .. كه مونږ دَ هغه دَ شاعرۍ په رڼا كې اوګورو، نو دا خبره به منو .. چې هغه كومې خبري په نوي استعارو ، تشبهياتو، محاورو ، اشارو ، كنائعو او موضوعاتو لاندې كوي .. هغه خبري دومره نوي او نابلده وي .. چي ما اكثره دَ ملګرو نه دَ دې شاعر په باب اورېدلي دي .. چې دا افضل شوق دَ كومي دُنيا خبري كوي ؟ او يا .. هغه ولې دَ پښتو او پښتني كلتوري روئيو او اوصافو برعكس دي ؟ .. نه يواځي دا .. بلكه افضل شوق ته په داسې نووْ خبرو كولو مغرب پرسته هم وئيلی كېږي � څه هم كه داسې هيڅ خبره دَ دې شاعر په شاعرانه روئيه يا ليكنو كې په نظر نه شي راتلی � البته دَ هغه نوي موضوعاتي ادب څه مشكلات پيدا كړي ضرور دي .. خو دا دَ شوق قصور نه ..بلكه دَ دې علاقائي ، قبائلي ، بازاري او ساده نقادانو قصور دی .. چې هغوئ ښه او بد ته په خپلو سترګو ګوري � كله هم خواوشا كې نه ګوري .. چې دُنيا په كومه روانه ده او هغوئ پښتون چرته بوځي � هم ځكه خو دا او داسې نور معروضي حالات دَ افضل شوق او پښتنو تر مينځه لاري تړي �

په دې پورتني نظم كې دَ شپې او ورځي په مناسبت دَ خپرو تړون چې څومره دَ شوق دعوه صحيح ثابتوي ،، هغسې داسې ځيني لفظي او جديد محاوراتي تراكيب لكه " تور تپل" ، " رڼا خوړل" ، " رڼا اغوستل" ، " په رڼا كې اوسېدل" دَ افضل شوق ادب او شعري زيار ته اّفاقي رنګ وركوي .. كوم چې دَ دې دور دَ پښتو ليكونكو نه بېخي بېل او بدل ښكاري � هم دغه هغه خبره ده چې افضل شوق پرې ځانته داسې مجرم وائي لكه سر ګلېلئيو .. چې يو وخت به دَ ده دغه تجريديت او دَ جدت په حوالو روا شوی جرم دَ پښتو او پښتنو قانون جوړېږي �

دا نظم چې دَ يولس وړو او لوئيو مصرعو اّزاد نظم ښكاري .. دراصل په اوو داسې مصرعو باندي مشتمل دی .. چې هره مصرعه يې دولس سېلابيزه ده او نظم باقاعده يو مصرى نظم دی .. لكه

كليسا دَ جهالت دَ زمانې چې
تور په تا څنګه تپلو هم هغسې
دَ دې وخت عادلان هم په پټو سترګو
ما مجرم ځكه ګڼي چې رڼا خورمه،
رڼا اغوندم او اوسم په رڼا كې
لكه ورځ چې وي روښانه په لمر باندې
او يا هغه شپه چې روڼه په څراغ وي


۲۱ ـ ـ دَ نن انسان او ......

" څومره چې بد غواړي
دَ بل دپاره
هغومره ښه كوي
دَ ځان په حق كي"
دغه خاصې لري نن
هغه انسان،
دَ چا په سر باندې پرون ..
چې ابليس
له فرښتې څخه شېطان اوختو

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ � 168)

په راولپنډۍ كې ليكل شوی دَ افضل شوق دا نظم دَ نن دَ انساني روئيو، انساني اقدارو، اخلاقياتو يو داسې منظر وړاندې كوي .. چې انسان يې په ولقه كې ښكاري � كه اوكتلی شي نو نن دَ هر چا دا كوشش وي چې دَ خپلي لږي غوندې ګټې دپاره دَ بل انسان بلا ډېر نقصان اوكړي � او دا هاغه روئيې دي چې په انساني ماحول كې دَ غرض او لالچونو بوزغلي لا نور كړي __ دَ دې بوزغلو نه چې كوم بوټي په وده وده كې زرغونېږي نو هغه په دغه ماحول كې لا دَ نفرت او غرض دَ داسې تنورو اونو په شكل كې خورېږي چې په سيوري كې يې دغه جذبې نوري ځوانېږي � نو په دې نظم كې دَ نن دَ دې روا شوي انساني ماحول كه يو روڼ تصوير موجود دی � نو بل خوا دَ انسان په انساني مرتبه او درجه يو داسې تازيانه هم ده � كوم چې انسان دَ خپله لاسه خپلې مرتبې او درجې ته يو نه سركېدونكی تاوان په شكل كې وركړی دی � يعنې په دې نظم كې يو فكر دی .. يو سوال دی ... ابليس چې يوه لوئيه فرښته وه ، خو شېطان په دې شو چې انسان ته يې سجده اونه كړه .. او انسان، انسان په دې شو چې اشرف المحلوقات او دَ خدای دَ دُښمن " شېطان " دُښمن اوګرځېدو � لاكن دَ افضل شوق دا سوال چې انسان دا اشرفيت څه شو؟

دا نظم په فكري لحاظ څومره دَ اعلى معيار دی .. هم دغسې دَ دې نظم فني هئيت په ساده او روانو وړو او غټو مصرعو باندې داسې په خوند او هنر رامخې ته كړی دی چې دَ موسيقيت ، غنائيت، او اّهنګ له رويه هم خپل خوږلت لري � دا نظم هيڅ ابهام او مشكل نه لري .. او په خپلو معنو كې دومره روان ، ساده او واضحه دی چې لوستونكی پرې ډېر په اّسانه پوهېږي � خو په دې نظم كې تر لوئيه خبره دَ افضل شوق هاغه " پټ سوال" دی چې انسان ، انسان نه دی پاتی شوی � دغه رنګ دا نظم هم دَ افضل شوق دَ نورو نظمونو په رنګ كه يوې خواته په نهو وړو او اوږدو مصرعو مشتمل دی .. خو په اصل كې دا په پنځو داسې غټو مصرعو پوري اړه لري .. چې هره مصرعه دَ بلي مصرعې سره برابره ده او يولس سېلابونه لري .. لكه

" څومره چې بد غواړي دَ بل دپاره
هغومره ښه كوي دَ ځان په حق كي"
دغه خاصې لري نن هغه انسان ،
دَ چا په سر باندې پرون .. چې ابليس
له فرښتې څخه شېطان اوختو


۲۲ـ ـ دَ هر ګور وَ سرته شنه شول نور سرونه

دَ چا په لمسه
چې په بېلو بېلو بڼو
تر پرونه پورې تا رېبل سرونه
او پئيل دي ترې وَ چاته امېلونه
هم هغو سوداګرانو برايه شپه
ستا دَ سر سودا هم اوكړه .. مخته تېر شول
خو، ستا سر شو له خطرو په امان ځكه
چې شپه تېره شوه،
سهار شو ستا له بخته
او دَ غرو له څُوكو لمر څه راښكاره شو
چې دَ ګڼو اديرو په دې هېواد كې
يو ځل بيا دَ ژوندانه په تاندو هيلو
دَ هر ګور وَ سرته شنه شول نور سرونه

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ � 173)

په كال 2002 كې په اسلام اّباد كې ليكلی شوي دا نظم كې افضل شوق دَ افغانستان دَ حالاتو او خونړي تاريخ او دَ جنګي دور په تناظر كې ليكلی دی � كوم چې دَ دغه حالاتو يو واضح تصوير هر قاري ته محي ته كوي � په افغانستان كې چې دَ خپلو دَ لاسه دَ چا چا په لمسه په كوم كوم دور كې څه څه شوي دي ..نو دغه واقعاتو او تاريخي الميو ته چې په دې نظم كې په كوم نظر كتلي شوي دي .. نو هغه پښتون افغان په دړد او وژنه دَ يو پښتون ليكوال يوه داسې ويرژنه سانده ده چې دَ خپل وجود په مړينه وئيلی شي� نو دَ دغه دوه نيم لسيز كلن ناروا خونړي انقلاب نه پس چې په افغانستان كې كوم دور اوس شروع شوی دی .. دَ دې دور نه زمونږ دې شاعر ډېر توقعات تړلي دي � او خدای دي اوكړي چې په اصلي معنو كې دا دور دَ افغان اولس ، افغان ملت او خاورې دپاره دَ رڼا او دَ شعور يو تابناكه دور ثابت شي � او يقيناً چې دغه هيله او دغه اُميد دَ هر پښتون وګړي دَ زړه هيله ده � دا نظم كه لږ شانتې ابهام لري او تر څه حده په مشكل پېرائيه كې ليكلی شوی دی .. خو دَ دې دَ بيان انداز ډېر افسانويت لري .. او چې لږ هم ورته قاري په غور سره دَ دې علامتونو تنې بودۍ ته پام اوكړي .. نو خپلې معنې او مقصد خپله واضحه كوي �

افغانستان ته دَ اديرو هېواد وئيل .. كه څه هم دَ افغانستان په لور يوه واضحه اشاره ده .. خو په دې نظم كې دَ ټولو نه دَ خوند خبره دَ دې نظم اّفاقي فكري تسلسل دی .. كوم چې ښاغلي افضل شوق په ډېر هنر برقرار ساتلی دی � داسې خو دَ افغانستان په حقله ځمونږ ګڼو شاعرانو وخت په وخت بې شمېره نظمونه ليكلي دي .. كومو ته چې دَ افغانستان ترانې هم وئيلی شو � خو هغه تاثر يا تاريخي جبر ته اشاره داسې په افساندي انداز كې نه ده شوي لكه په دې نظم كې چې هيڅ قسم دَ ترانې كېفيت نه لرلو پرته هم په زړه كې دَ هغه دور او دَ دې نوي دور تقابلي اشارتي مقابله په داسې هنري انداز او دليل وړاندي كوي � چې نقاد ترېنه سترګي نه شي اړولی � ولې چې په دې نظم كې يو فكري او قومي حقيقت ته په كې په ډېر معياري انداز كې كتنه شوي ده �

" دَ چا په لمسه" ، " سرونه رېبل" ، " دَ سرونو امېلونه پئيل" ، " دَ سر سودا كول" ، " سر له خطرو نه په امان كېدل" ، " دَ ګڼو اديرو هېواد" ، " دَ ژوند تاندې هيلې" او " دَ ګور وَ سر ته سرونه راشنه كېدل" هغه محاوراتي لفظي تراكيب دي چې په علامتي اشارو كې دې وړوكې نظم ته دَ يو تاريخي حقيقت شكل وركوي � او دَ مزې خبره دا هم ده چې په دې پورته محاورو كې پښتني خوند او تاثر دَ ورايه ښكاري � يعني افضل شوق چې كه يو طرف ته اّفاقيت په نظمونو كې رانعاړي .. خو بل طرف ته دَ هغه ژبه پښتني رنګ او خوند لري � په دې نظم كې دَ فن په حواله شاعر په مختلفو علامتونو، اشارو ، كنائعو او شعري تلميحاتو كې خپل مقصد په ډېر هنر وړاندي كړی دی �

دا نظم چې په ظاهره په ديارلسو وړو او اوږدو مصرعو باندې مشتمل ښكاري خو په اصل كې په يولس داسې مصرعو مشتمل نظم دی .. چې دَ دويمي مصرعې نه تر اّخري مصرعې په برابرو دولس سېلابيزه مصرعو اړه لرونكی معرى نظم دی .. جبكه ړومبۍ مصرعه يې ديارلس سېلابيزه ده چې دَ نظم هئيت ته هيڅ نقصان نه رسوي .. لكه تاسو يې خپله هم لوستلی شئ �

دَ چا په لمسه چې په بېلو بېلو بڼو
تر پرونه پورې تا رېبل سرونه
او پئيل دي ترې وَ چاته امېلونه
هم هغو سوداګرانو برايه شپه
ستا دَ سرسودا هم اوكړه .. مخته تېر شول
خو، ستا سر شو له خطرو په امان ځكه
چې شپه تېره شوه، سهار شو ستا له بخته
او دَ غرو له څُوكو لمر څه راښكاره شو
چې دَ ګڼو اديرو په دې هېواد كې
يو ځل بيا دَ ژوندانه په تاندو هيلو
دَ هر ګور وَ سر ته شنه شول نور سرونه


۲۳ ـ ـ زړه چاوْدي سانحه
( دَ ډاکټر نجیب په ناروا وژلو)

مړ به شم زه
خو زما به هېره نشي
دا واقعه
او سانحه زړه چاوْدې
چې ګاونډيانو مو اّخر هم لوبه
دَ خپل وحشت چې رسوله سرته
نو په ښادۍ كې يې
په ځای دَ پسونو
دَ پښتني دود او دستور په چپه
كړو راځوړند هاغه سپين ګيری مشر
څوك چې دَ امن پيامبر يادېدو
چا چې دَ دوئ تر ميانځه صلح غوښته

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ - 174)

په كوئټې كې ليكلی دا نظم هم افضل شوق دَ يو داسې تاريخي الميې تر مخه ليكلی دی چې مثال يې نه خو په انساني تاريخ كې چرته ليدلی شي او نه پښتني تاريخ داسې واقعه په خپلې صفا لمن كې لري � خو دا حقيقت دی چې .. پښتنو دَ خپلو بادارانو په حكم او دَ ډالرونو په لا لچ كې دَ يو داسې انسان نه يواځې خپل يو محسن سپين ګيری مشر تر مرۍ نيولی دی .. بلكه دَ هغه دَ لاش سره يې يو داسې غېر انساني سلوك هم كړی دی .. چې كله به هم انسانيت او اسلام دَ هغوئ دغه ناروا ظلم نه كړي معاف � دَ افغانستان دَ مشر ډاكټر نجيب الله او دَ هغه دَ لاش سره په ناروا سلوك دَ ګوټ ګوټ نه شاعرانو خپل ليكل اوكړل او دغه عمل يې دَ انسانيت او پښتو په تندي باندي تور داغ اوګڼلو � لاكن په دې ناروا پېښه باندې دَ افضل شوق دې پورتني نظم خصوصيت په دې وجه پيدا كړو چې هغه دا نظم په يو داسې پښتني فكر او اّفاقي او انساني سوچ مخې ته كړی دی .. چې انسان او خاصكر پښتانه په سوچ باندې مجبور كړي � او دَ هغو په ذهن كې دا سوال را اُوچت كړي .. چې
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery