مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په لټون ستا دَ څېرې ـ ـ ـ ـ يوتنقيدي جائزه

دا دَ څورلسو مصرعو اّزاد نظم .. دَ تنقيدي جائزې اغيستلو ورسته به لوستونكې دا اومني .. چې دَ اّزادو نه .. بلكه دا نظم دراصل دَ تش اووْ پابندو .. بلكه باقاعده قافيه بندو مصرعو داسې نظم دی چې هره مصرعه په كې شپاړس سېلابونه ځان كې رانغاړلي لري .. لكه

ما وئيل چې كښېنه هله ، وار ړومبی كه له قاتله
داسې نه چې تر تا راشي او تا مړ كړي بې اجله
ځكه زما دَ سترګو وړاندې ورځ په شپې كې شوه بدله
او راپورته شوم له وامه .... نه يوه شوه او نه بله
وار خطا دَ مرګ له سامه .... ما چاړه راواخيستله
اوس به ما لا نوره نوره ..... دَ هغه سينه څيرله
چې ګړنجی مي تر غوږو شو شيشه غوټه ماته شوله


۲۸ ـ ـ لكه لېوان چې په رمه ورګډ شي

عجبه دا نه،
چې انسان ستورو سپوږمۍ ته خېژي
عجبه دا ده ..
چې دَ پت، ښېګړي، تُوري ، وفا
څېښتنو هم
ګورئ .. په زد دَ رڼا
وَ يويشتمي انساني پېړۍ ته
په سرو لاسونو
او په سرو سرو داړو
داسې په نره
او وياړمنو سترګو
په جهادي نارو ور وَدانګلو
لكه لېوان
چې په رمه ورګډ شي

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ � 218 )

دا خبره به دَ دې عصر لو ستونكي هم اومني .. چې دَ شلمې صدۍ سائنسدانانو چې څنګه په وياړ يويشتمي صدۍ ته دَ سائنسي انقلاباتو لار په خوشحالۍ اوږدوله .. او دا نوي صدۍ يې دَ انسان دَ ناممكنو اّسائشونو دَ پوره كولو صدۍ هم ګڼله .. خو دَ دې برعكس دَ نړۍ زياترو شاعرانو او مفكرانو دې نوي صدۍ ته دَ انسان او انسانيت په تابوت كې دَ اّخري مېخ ټومبلو نوم وركولو � او هم دغه رنګه اوشولو .. يعنې دَ شلمې صدۍ جديد ترين او ښائسته انسان يوشتمي صدۍ ته داسې په ځناوري روئيو او خويونو او حركتونو ور اودانګلو لكه .. دغه حېوانيت چې هم دَ انسان اصل شېوه او كار دی � په دې وجه خو ځناورانو ځنګلونه انسانانو ته پرېښودل او دَ ښارونو كنټرول يې لاس ته كول شروع كړو � ځكه خو پښتانه هم په دې ځناوري كار او روزګار كې دَ هيچا نه شاته پاتې نه شو .. بلكه په وينو څكلو راڅكلو كې ښه مېړني دېوان ياد شول �

په كال 2001 كې ليكلی شوی دا نظم افضل شوق لخوا دَ يويشتمې صدۍ په راتلو كې په ريكارډ راغلی هغه ړومبی نظم وو .. چې نن دَ يو حقيقت په رنګ ځمونږ مخې ته پروت دی � او بل دا خبره غور طلبه هم ده .. چې په كوم انداز شوق صاحب يويشتمه صدۍ غندلې ده ..هم هغسې دَ ده په شعري يا نثري ريكارډ كې دَ شلمې صدۍ په اړه هم يو داسې نظم په ريكارډ نه دی راغلی چې دئی ترې مطمئين ښكاره شوی وي � يعنې دا شاعر دَ سائنسي ترقۍ ترشا يو داسې خوني جنګ ويني .. چې په هغه كې به انسانان دَ يو بل سره دَ وينو لوبه كوي � نو ځكه په كوئټې كې په كال 1991يا 92 كې .. چې ما په ړومبي ځل دَ افضل شوق سره په ملاقات كې دَ هغه دَ امن دَ پرله پسې خبرو اورېدلو پس چې كله دَ هغه نه دا تپوس اوكړو، يعنې

- " شوقه !! دا انسانان ولې بيرته دَ ځنګل په لور روان دي ؟ "
نو هغه يو دم په ځواب كې له مانه سوال اوكړو او وئيل يې ..
- " حسينه !! ته اول دا راته اوويه .. چې انسان دَ ځنګل نه راوتی كله وو .. چې ته يې ځنګل ته بوځې؟ "

دا خبره څه هم كه هغه وخت ما هسې يو فلمي ډائيلاګ اوګڼلو .. خو دغه ډائيلاګ .. تش ډائيلاګ نه .. بلكه دَ افضل شوق هغه تهيم وو .. چې لس كاله پس دَ يوويشتمې پېړۍ په اّغاز كې دَ پښتنو په حواله داسې نظم شو � چې نن ورته مونږ تاريخي حقيقت هم وئيلی شو� ځكه چې پښتنو واقعي هم دې نوي صدۍ ته دَ لېوانو په بڼو كې دَ رڼا په ضد دانګلي دي .. لكه شوق صاحب چي يې دَ دې نظم په ورستئيو مصرعو كې وضاحت كوي �

دا پورتنی نظم چې دی خو اّزاد .. لاكن دا څورلس وړې او اوږدې مصرعې مونږ په اتهو داسې مصرعو كې تقسيم كولی شو .. چې په هغو كې اّهنګ ، لی او موسيقيت موجود ليدی شي � يعنې ړومبۍ دوې مصرعې دَ پنځلس سېلابونو او نورې شپږ مصرعې يولس سېلابيزه ترتيب كړلی شي نو دَ دې پورتني نظم شكل به داسې پابندي اوموندي .. لكه

عجبه دا نه، چې انسان ستورو سپوږمۍ ته خېژي
عجبه دا ده .... چې دَ پت ، ښېګړي ، تُوري ، وفا
څېښتنو هم ګورئ .... په زد دَ رڼا........................
وَ يويشتمي انساني پېړۍ ته........................
په سرو لاسونو او په سرو سرو داړو.................
داسې په نره او وياړمنو سترګو.......................
په جهادي نارو ور وَدانګلو..........................
لكه لېوان چې په رمه ورګډ شي........................


۲۹ ـ ـ مجرم

زه چې ګورمه
هر لوري
راچاپېر دي دېوالونه
دريابونه
هسك هسك غرونه
او يا غم او وسوسې دي
چې زما په خوا و شا كې
اتڼونه كوي .. غورځي
دائرو غوندې راترځي ،
خو، سربېره لا دَ دې هم
په قصور دَ خپلواكۍ زه
نيول شوی يم
مجرم يم

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ - 220 )

دا نظم هم ښاغلي افضل شوق ، دَ نن دَ حالاتو ، دَ انسان دَ بې وسۍ .. بې كسۍ اوتنهائي په تناظر كې ليكلی دی � او دا حقيقت هم دی چې دَ نن انسان په مختلفووهمونو، فكرونو ، طبقاتي كشمكش، نفسياتي رنځونو ، اقتصادي ناهمواريانو په ولقه كې راګېر دی � او هغه هم دَ يو داسې روائتي او شخصي نظام دلا ندې چې انسان په كې هډو انسان نه ښكاري � نو بيا دَ انسان دَ اّزادۍ او خودمختارۍ قيصه دَ كوم ځای نه شروع كېږي؟

دَ افضل شوق دا نظم كه په سياسي او سماجي حواله اوګورو .. نو دَ دې دور او دَ دې هېواد چې افضل شوق يې يو غړی دی .. باندې يو تنقيد هم دی � داسې تنقيد .. چې په نووْ نووْ لفظي تراكيبو او استعارو او اشارو خپلې معنې نوري نوري پراخوي � ولې چې په دې نظم كې هم دغه لفظي جوړښت خو دی .. چې نظم ته دَ شعريت نه علاوه دَ يوې سياسې الميې رنګ هم سپاري � دغه تړون دَ لفظونو تر ميانځه داسې جديدې محاورې هم مخي ته راوړي � لكه .." دېوالونه راچاېرېدل" ، " دريابونه چاپېرېدل" ، " غرونه چاپېرېدل" ، " دَ غم او وسوسو اتڼونه" ، " دائرو غوندي ترځېدل" او " په قصور دَ خپلواكۍ مجرم كېدل" .. چې په معنوي اعتبار فكر ته وسعت ورسپاري �

دا نظم په فكري لحاظ چې څومره ژورتيا لري ..هم هغسې ذومعنې اشارې دَ دې نظم اّفاقيت په علامتي اشارو كې برقرار ساتي � څه هم كه لږ ابهام لري .. خو يو لوستلی قاري ترېنه دَ خپل مطلب معنې اغيستلی شي � په فني توګه دا څورلس مصرعيز نظم چې ښكاري خو اّزاد .. لاكن اّزاد نه دی � بلكه دا نظم په پنځو داسې مصرعو باندې هم په شپاړس شپاړس برابرو سېلابونو كې تقسيمېدلی شي چې ورته بنده پابند يا معرى نظم وئيلی شي � تاسو يې خپله هم اولولئ �

زه چې ګورمه هر لوري ، راچاپېر دي دېوالونه
دريابونه هسك هسك غرونه اوياغم او وسوسې دي
چې زما په خوا و شا كې اتڼونه كوي ..... غورځي
دائرو غوندې راترځي ، خو .... سربېره لا دَ دې هم
په قصور دَ خپلواكۍ زه نيول شوی يم .. مجرم يم


۳۰ ـ ـ مونا ليزا

ستا موسكا ګوره چې څله؟
پاروي په دې ګمان ما
چې هم ته هغه جينۍ يې
چې مې تل دَ خوب او خيال په
ټاپوګانو لټوله
او يا لئيو نارډو يم خپله
چې دَ څو پېړيانو ورسته
قسمت بيا راويستم تاته ،
خوبس .. دغه الميه ده
چې دعوه كولی نه شم
زه په تا باندې اوس ځكه
چې دا زما څويم جنم دی
او ته يې په خپله بڼه
موسكنۍ غوندې هغسې

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ � 227 )

هسې خو افضل شوق خپل ځان دَ هر قسم انساني فرقو او تفريقاتو نا بالاتر يو انسان ګڼلي � هم ځكه خو هغه دَ انسان په رنګه دَ انسان خبره كوي � خو دلته په دې پورته نظم كې .. چې افضل شوق په پېرس ( فرانس ) كې ليكلی دی .. كې داسې څرګندېږي چې هغه نه يواځي هر اړخيزه انسان دی بلكه كله كله خو دَ وخت او زمانې دَ قيد نه هم ځان اّزاد ګڼي � هغه يقين لري چې وختونه انسان نه .. بلكه انسان وختونه خپل شاته پرېږدي � څه هم كه داسې په ظاهره ممكن خو نه دي ... خو دَ ده په خبري كې يو دليل هغه وخت حقيقي بڼه اوزېږوي .. چې كله دئی دَ موناليزا دَ هغه اوريجنل تصوير په وړاندي ولاړ دی .. چې درې نيم يا څلور سوه كاله اّګاهو په فرانس كې لئيو نارډو نومي يو اّرټسټ جوړ كړی وو �

افضل شوق په خپل دې نظم كې موناليزا نه پوښتنه كوي او وائي .. چرته دغه خو هم هغه جينۍ نه ده .. چې ده ته په خوبونو او خيالونو كې هر وخت راځي ؟ خو بيا چې هغه په فرېم كې بنده موناليزا هيڅ ځواب نه وركوي او چپه دَ خپل خاموش فطرت دَ وجې پاتې شي .. نو شوق صاحب ورته ښه په نېغه كتلو پس دا خيال زړه كې راوړي چې خاموشي نيم اقرار دی .. او يا كېدی شي .. هم دئی خپله دَ دې شاهكار تصوير مصور لئيونارډو وي .. چې قسمت يو ځل بيا دَ هغې سره ملاوْ كړی وي � خو بيا چې دَ موناليزا وَ غاوري موسكا ته ځير شي .. نو په مات زړه دَ هغې سره خپل ملاقات يوه الميه اوګني او داسې محسوس كړي لكه دئی چې څو څو ځله دې دُنيا ته راغلی وي .. خو مونا ليزا دئی په دې نه پېژني چې دَ هغې رنګ ، شكل او موسكا هم هغسې زړَه او دَ وختونو په قيد كې بنديوانه پاتې شوي وي � هم ځكه دئی خپلې موناليزا ته دَ يو عام سېلاني په رنګه دَ محرومۍ دَ يو ستړي احساس سره ولاړ او يوه داسې قلبي او روحاني رشته جوړولو كې جوګه ښكاري چې هغه اجنبي مونا ليزا په ډېرو حوالو خپلول غواړي �

په دې نظم كې دَ افضل شوق دَ مودو مودو تلاش هغه پېكر دَ موناليزا په شكل كې ځرګندېدل دَ هغه دَ اّئيډيل يو داسې فكري دليل دی .. چې نقادان دَ شوق شخصيت په دې هنري كمال كې لټولی شي � چونكه موناليزا يو اّرټسټ په خپل لاس جوړه كړي ليلا ده .. نو ځكه دَ افضل شوق لخوا په حېثيت دَ يو لفظي تخليق كار په هغې تصويري جينۍ باندې دعوه .. دَ اّرټ ستائينه او په اّرټ كې جماليات لټول دي � خبره يې ساده په دې نظم كې كړي ده خو دَ وخت دَ قېد نه اّزادي دَ دې شاعر هغه هنري او فكري كمال دی .. چې هغه پرې پېژندلی شي �

دا اّزاد نظم چې په كتاب كې په څورلس وړو او اوږدو مصرعو كې تړلی ښكاري .. خو له اصله دغه نظم په اوو داسې اوږدو مصرعو مشتمل دی چې هره مصرعه يې شپاړس سېلابونه لري او دې ته يو پابند يا ښه معرى نظم هم ورته وئيلی شو � راځئ ، چي اوګورو .. داسې هم دی كه نه �

ستا موسكا ګوره چې څله؟ پاروي په دې ګمان ما
چې هم ته هغه جنۍيې چې مې تل دَخوب اوخيال په
ټاپوګانو لټوله ... او يا ...... لئيو نارډو يم خپله
چې دَ څو پېړيانو ورسته قسمت بيا راويستم تاته،
خوبس .... دغه الميه ده ، چې دعوه كولی نه شم
زه په تا باندې اوس ځكه چې دازما څويم جنم دی
او ته يې په خپله بڼه موسكنۍ غوندې هغسې


۳۱ ـ ـ واوره .. تاته وايم !

دا چې زه درته ژغېږم
ته دَ لاس ورغوي څله؟
ګيروې په نرۍ ګوتو
او په نېغه ورته ګورې
لكه جوړه، چې ليكې څه
او يا كرښي ورانوې ته
هرڅه هرڅه
خو بيا هم زه
نه رسېږم تر مطلبه
ستا دَ زړه تر پټ طلبه
كه څه هم كلونه تېر شول
كه څه هم عمرونه تېر شول
خو، يو ته يې .. چې لا چپ يې
او بل زه يم ، چې غږېږم
لا غږېږم
لا غږېږم

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ � 233 )

په دې نظم كې افضل شوق دَ يو داسې ميني عكاسې او انځورګري كړي ده .. چې هغه پښتنه مينه ده� ولې چې پښتنې پېغلې حياناكې مشهوري دي � هغوئ .. څه هم كه يو چا سره مينه كوي خو دَ ميني اظهار يې خلې نه اورېدی نه شي � هم افضل شوق دَ هغې پښتنې پېغلي دَ ستر او حيا قيصه په دې نظم كې په هنري او شعري پېرائيه كې كړی دی .. او په دغه نظم كې هغه لفظي تصوير كشي داسې كړي ده لكه بنده چې يو فلمي سين ګوري � هم دغه وجه ده .. چې يو ښه شاعر دَ لفظونو انځورګر بللی شي � په دې اړه افضل شوق دَ هيچا نه كم مصور نه دی � دَ هغه تصويرونه خبره كوي .. هغه كاڼو ته ژبې او لفظونو ته څېرې وركولو كې مهارت لري �

په دې نظم كې هم مونږ دا يو څو لفظي تراكيب لكه " دَ لاس ورغوي ګيرول" ، " دَ لاس دَ ورغوي كرښو ته په نېغه كتل" ، " دَ لاس كرښي ورانول" ، " تر مطلبه رسېدل" او " دَ زړه پټ طلب ته رسېدل" داسې محاورې ګڼلی شو .. چې دَ پښتو لمن پرې پراخېدلی شي � دَ شاعر دغه شعري ادا زما خوښه ده .. چې هغه په خپل هر تخليق كې ځينې داسې نوي توري، محاورې او لفظي تراكيب تړي .. چې هغه دَ تجريديت باوجود هم پښتني مزاج سره اّمېزش كوي � او بل دا .. چې دَ افضل شوق په شاعرۍ كې سادګي دَ هغه فكري ابهام ګڼلی شي � خو دغه ابهام محاوراتي ابهام دی .. چې لوستونكي ته دَ سوچ لاري پرانستي �

دا نظم چې هسې خو په شپاړس مصرعو باندي مشتمل دی � لاكن ورته اّزاد نظم ځكه نشو وئيلی .. چې په دې كې اّهنګ او موسيقيت باقاعده تر نظر لاندې ساتلی شوی دی � او دا نظم مونږ په اوو .. شپاړس سېلابيزه برابرو برابرو مصرعو داسې اړولی شو .. لكه

دا چې زه درته غږېږم ته دَ لاس ورغوي څله؟
ګيروې په نرۍ ګوتو او په نېغه ورته ګورې
لكه جوړه چې ليكې څه او يا كرښي ورانوې ته
هرڅه هرڅه خو بيا هم زه ، نه رسېږم تر مطلبه
ستا دَ زړه تر پټ طلبه كه څه هم كلونه تېر شول
كه څه هم عمرونه تېر شول خو،يو ته يې چې لا چپ يې
او بل زه يم ، چې غږېږم .... لا غږېږم ... لا غږېږم



۳۲ ـ ـ وسوسه

ما يې زړه ته لاره اوكړه
هم يې سترګو كې مېښته شوم
خو، چې څنګ ته يې ورتلمه
لا به نور نور ورڅكېدمه
چې ناڅاپه مي ورپام شو،
نو خولې شولې راماتې
پښې مي ځای په ځای شوې شلې
په وجود كې مات رامات شوم
او له ډاره دَ مرګي زه
په هيڅ هم نه پوهېدمه
چې ، په كومه اوتښتمه
شاته بند دَ خوني ور وو
دواړه اړخ مې دېوالونه
او همت مي كوې نه شو
دَ " يوپا" په لوري ځكه
چې يې خلې كې كوكېدلې
دَ غاښو په ځای سكروټي
او له پوزي يې اورونه
غورځول اژدها غوندې

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ - 234 )

دلته په دې نظم كې افضل شوق دَ شاعر سېلاني په توګه نه يواځې خپل ځان څرګندوي .. بلكه دَ تهائي لېنډ دَ پتايا بيچ نومې ځای په اړه يوه خپله داسې قيصه لوستونكو مخي ته ږدي چې .. هغوئ ترېنه دَ تهائي كلتوري كمزورۍ يا دَ تهائيانو دَ وجودونو په سودا ماده پرستۍ تر حده غېر فطري روئيو ته ګوتې نيولی شي � په تهائي كلچر كې دَ اژدها تصور يو مقدسه زېری ګڼلی شي � خو دغه اژدها ځمونږ په ذهنونو كې دَ يو داسې تباهۍ نخښه راپيدا كوي .. چې مونږ ورنه نفرت يا كركه كووْ � او افضل شوق هم دَ دې پښتني يا مشرقي سوچ دَ مخې دَ " يوپا" سره په يوه بنده كوټه كې ځان تصوير كوي � خو څومره چې دَ هغې تهائي پېغلې دَ طرف نه خواهشات رابرسېره كېږي .. هغسې شاعر ورنه وېرېږي او تښتي � ولې چې دَ هغه په ذهن كې يو خطره ده .. او هغه خطره .. دَ دې هېواد سره تړلي لعنتي او وباهي امراض دي .. چې شوق صاحب دَ هغې پېغلې نه تښتېدل غواړي �
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery