مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پښتون سېلاني افضل شوق


( شوق دَ خپلو تخيلا تي، افسانوي، ډارمائي .. لاكن دَ حقيقي ليكنو په رڼا كې)

دَ ادب او فن دې دُنيا ته په راتګ زما په ذهن كې يو سوال وو... معياري ادب څه دی ؟ او څه ليكل په كار دي؟ دغه سوال دَ خپل دې فني ژوند په هر پړاوْ زه ډېره په اضطراب كې ساتلم � دَ ليك سره سره دَ مطالعې سفر هم جاري وو � دا خو به تاسو منئ چې وخت په وخت دَ پښتو ډېر ښه كتابونه راځي � ما به هم دَ دغه چاپ كېدونكو كتابو نه دَ لوست كار اغيستو.. خو دَ پښتو ادب او ژبې دَپاره چې دَ كوم " معيار" ارماني زه وم .. هاغه معيار راته مخامخ نه ښكارېدو� يوه شپه مې دَ كوئټې نه دَ يو ادبي شان پروګرام دَ اورېدو اتفاق اوشو .. دَ ريډيو انګازې زما سوال ته دَ ځواب څه امكانات واضحه كړل � دغه پروګرام كې دَ ښاغلي افضل شوق دَ نوي شعري مجموعې " شلېدلی امېل" .. ( چې ما يې دَ چاپ كېدو ذكر په اولس رسالې يا يو نيم ځل په ريډيو كې دَ ملګرو نه هم اورېدلی وو) .. دَ شاعرۍ او خصوصاً دَ نظم داسې خواږه نغښتې وو چې په اورېدو يې زما دغه اضطراب نور راولړزولو � خو اوس دَ دې اضطراب سره دَ اطمينان او سكون يو داسې احساس هم شامل شوی وو .. چې دَ اضطراب وجود يې شكمن كړو ..!! او بيا دغه كتاب مې تر لاسه كړو� دَ كتاب دَ هر نظم ، غزل نه مې يو داسې كېفيت او داسې سرور تر لاسه كړو .. چې دَ پښتو ادب دَ پاره راته دَ افضل شوق كار او كردار دَ يو ښه معيار ضامن ښكاره شو .....

دَ دې كتاب ټوله شاعري دَ پښتو شاعري، دَ هاغه روائيتي رنګ نه بېخي بې نيازه وه .. كومه چې دَ مودو مودو راسې مونږ لولو� په دې شاعرۍ كې دَ شاعر دَ ليك هر انداز.. دَ ژوند دَ يو نوي اّغاز .. دَ فن دَ يوې نوي دُنيا دَ سوچ دَ يوې نوي ادا داسې محركات نقش وو چې .. دَ يو قاري په حېث يې زما فكر او سوچ ته هم يوه نوي لاره وركړه � بيا لږه موده پس دَ افضل شوق سفرنامه " اووه ګامه مزل" چاپ شوه � چې دَ پښتو واحده دَ خپل طرز يوه منفرده سفرنامه ده � دلته هم افضل شوق په نثر كې دَ يو نوي روايت بنياد كېښودو � پښتو كې هر څوكه دَ نثر دَ ليكلو روايت ډېر كم دی .. خو افضل شوق دَ خپل سېلاني طبعې او فطرت له رُويه پښتو نثري ادب كې دَ اووه ګامه مزل په رنګ كې يوه داسې اضافه كړي ده .. چې دَ معيار روايت يې په ځای ساتلی دی � په دې سفرنامه كې په هر پړاوْ ښاغلي افضل شوق خپل ځان دَ يو روائيتي پښتون په څير نه دی ښكاره كړی .. بلكه دَ خپل كردار، خپل كار، خپل مقصد تر مخه يې دَ پښتنو دَ قبائلي، قبيلوي رنګ نه ځان ژغورلی دی � دَ پښتنو دَ ژوند، دَ هغوئ پښتني غرور.. دَ داسې ښكلو او تابناكه قدرونو سره يې دَ نورو تهذيبونو ته ځان تيږدې كړی دی � او دَ دغه قومونو، تهذيبونو سره څنګ په څنګ پښتون وګړی او پښتون قوم يې په يو نوي رنګ كې په دې تهذيبونو او قومونو پېژندلی دی � دې سره سره دَ دغه تهذيبونو، دَ دغه قومونو دَ اولس نه هغه خپلو پښتنو ته دَ ميني او محبت دَ لازواله انساني جذبو خواږه راوړي دي � دغه جذبې، دغه رشتې چې دَ رنګ، نسل، دَ ژبې، تفريق يا امتياز نه لري .. خو دَ انسانيت په قدرونو يقين لري .. !

دلته افضل شوق په دې سفرنامه كې .. دَ هاغه قدامت پسنده طبقو.. هاغه روئيې هم راوپارولې كومې چې دَ بدلون قائله نه دي .. او په ژوند كې دَ فن، دَ فكر او په تېره دغه رنګ سماجي بدلون ته په ښه نظر نه ګوري .. خو دې سره سره روشن فكره .. ترفي پسندو طبقو دَ افضل شوق دَ دې زيار پوره پوره مرسته كړي ده.. او يقيناً چې بدلون ، هغه كه فكري وي ، فني او كه سماجي.. هم په دغه طريقه راځي � اودَ دې بدلون اّغاز شوق په ډېره نره كړی دی �

‍ " اووه ګامه مزل" نه ورستو " په لټون ستا دَ څېرې" دَ افضل شوق .. دَ سېلاني طرزفكر يو داسې شعري مجموعه ده چې دَ هغه دَ جوړ كړي او خپل كړي روايت .. يوې بلې سلسلې ته يې هم ډېر هنري دوام بخښلی دی .. !! دَ هغه دَ مسلسل تلاش او لټون يو داسې هنري ګل بڼ چې دَ هغه سېلاني فطرت يې دَ يو سترګور شاعر په شكل كې .. دَ فن او شاعرۍ په ډېرو خدائيانو اومنلو � افضل شوق دَ خپلو ټولو سفرونو ،، مسافرو.. ګرځېدو.. وركېدو .. بېلېدو .. او بيا په يو نوي طرز كې راښكاره كېدو .. داسې هنر لري چې دَ هغه دَ سفرونو كېفيتونه دَ هغه په شاعرۍ كې هم قاري دَ ګوتې نه نيسي او دَ هغه په سفرنامو كې يې هم دَ ځان سره كوڅه كوڅه په ګرځوي � دغه كوڅې كه دَ مصر دَ ښار جادوګري فرعوني كوڅې دي او كه، دَ يورپ دَ سپينو سپينو واورينو ماڼو هاغه طلسماتي دُنياګانې دي چې مونږ يې دَ كوه قاف دَ ښاپېرو په علامتونو كې پېژنو � غرض دا دی چې دَ " شلېدلی امېل" نه تر " په لټون ستا دَ څېرې" داسې ښكاري لكه افضل شوق چې دَ خپل ژوند دَ مختلفو پړاوْنو، مختلفو كېفيتونو قيصه ليكلي وي .. په ډېر صداقت، په ډېره ريښتونولۍ دَ خپلو جذبو ، دَ ميني محبت او خپل ځوان رومانيت يو داسې ښائسته داستان يې رقم كړی دی چې دَ انساني جذبو دَ فطري او حقيقي رنګ او فني تنده پرې ماتېږي �

افضل شوق دَ دې قائل دی چې حقيقي ليكوال او شاعر دَ خپلو انساني او فطري غوښتنو نه منكر نه وي .. او چې څه ويني ګوري .. يا پرې څه تېرېږي .. دَ هغې عكاسي كول دَ اديب او شاعر ذمه واري ګڼي � دلته به زه ستاسو توجه دَ " په لټون ستا دَ څېرې" كې چاپ دَ ښاغلي افضل شوق هاغه درئيو نظمونو ته راواړوم .. چې تاسو ترېنه دَ هغه فني شخصيت او فكري لوئيوالي پوره پوره احاطه كولی شئ � " پرونۍ څېره" ، " اتهم رنګ" ، " دَ امن دَ ناوې په واده كې" � دلته زما دَ خبرې مطلب دا دی چې هغه په يو وخت په خپلو ليكونو كې فلسفي هم دی .. ډرامه نګار هم دی .. او بلكه دَ هغه ليكونه يو مخصوص افسانوي رنګ او ماحول هم لري � كله كله دَ هغه انداز دومره بيانيه شي .. چې دَ فكر او فن بلا مشكلات په خپله بنده ته هوار كړي � مطلب دا دی چې كه زه دا اووايم چې هغه په نثر كې شاعري كوي .. او په نظم كې ډرامه او افسانه ليكي ، نو بې ځايه به نه وي � دَ دې ټولو خبرو او دعووْ نه پس او دَ ښاغلي افضل شوق دَ سابقه چاپو اّثارو دَ مختصرې جائزې وړاندې كولو نه ورستو اوس راځم دَ هغه دَ نووْ چاپ شووْ سفرنامو " مزل په واؤرو باندې" چې په كال 2004 كې او " دَ لمر دَ كلي په لور" چې په كال 2005 كې چاپ شوي دي ته .. په كوم كې چې افضل شوق دَ يورپ دَ سېل تفصيلي حالونه موجود دي � په دې سفرنامو كې افضل شوق په نوي بڼه كې له تصويري يا عكسي يوُن سره رامخې ته شوی دی � دا سېل هغه په يورپ كې له نورو انټرنېشنل سېلانيانو سره كړی دی � كومه خبره چې په دې سفرنامو كې دَ اهميت وړ خبره ده .. هغه دا، چې دلته افضل شوق دَ سېل دَ حال سره سره څو عمراني مطالعې هم دَ راغونډو شووْ حقائقو په رڼا كې وړاندې كړي دي � او بل دا، چې په دې سفرنامو كې شوق په ډېره محتاطه طريقه سفري حالونه او خپلې مشاهدې وړاندې كړي دي � دلته هم افضل شوق پښتون ځان سره بوتلی دی او دا كوشش يې كړی دی .. چې دَ هغه پښتون سترګې خلاسې كړي .. چي په سپينه ورځ اوده دی � خبري په كې صفا، ساده .. خو په علامتي پېرائيو كې زياتې ليدلی شي � كوم چې دَ ده ادبي او شعوري يو داسې كوشش دی .. چې دئی پرې فلسفي يا دَ بلي دُنيا مخلوق يادېږي �

افضل شوق كه يوطرف ته دَ يورپ جغرافيه او ترقۍ ستائي .. نو بل طرف ته هغه دَ يورپ دَ خلقو روئيو ته منافقانه او غرضي روئيې هم وائي � هغه دَ خپلو سېلاني مشاهدو په رڼا كې دا خبره ليكي .. چې څومره دَ مغربي انسان " ظاهره" ښائسته ده هومره يې" باطن" سخا دی � او بلې خواته دَ مشرقي انسان "بېرون" څومره چې خيرن دی .. هومره يې " اندرون" صفا دی � خو .. دَ نننۍ انساني روئيو نه افضل شوق بالكل نه دی مطمئين او داسې ګڼي لكه انسان چې لا خو دَ ځنګل نه را اوتی نه دی � دَ لټون تسلسل دلته په دې پورته ذكر شووْ دواړو سفرنامو كې موجود دی .. خو لږه دَ دې لټون بڼه بدله ده .. او بل هغه دلته ډېر زيات مصروف هم په دې پاتې شوی دی .. چې هغه په دې سېل كې دَ سېل نه علاوه په حقائقو راغونډولو كې وخت تېر كړی دی � دا سفرنامې بلا شك و شعبه يو تاريخي دستاوېز ګرځېدلی شي � دلته هغه دَ يو تاريخ دان په حېث هم خپله بڼه څرګنده كړي دي � دَ هغه په دې سفري حال او په دې كې دَ يورپي اقوامو په حقله .. خاصكر انګلش په حقله دَ حقائقو په رڼا كې ډېري سنسني خېزي خبري ليكلي دي �

وئيلی كېږي چې افضل شوق چې تر اوسه څومره ادب هم تخليق كړی دی .. هغه دَ ده مشاهداتي ادب دی او بلكه تر دېره حده دَ ده دَ لټون هغه قيصه ده � چې افضل شوق ته هزار داستاني رنګه نوم وركوي � نو ځكه خو افضل په خپل ناول " پروني مخونه" كې دا ټول څه دَ يو داسې قيصې په توګه رامخې ته كوي چې په هغه قيصې كې دَ ده دَ لټون قيصه هم سرته رسي � دا دَ ده خپله قيصه ده .. كومه چې تكميل كېږي � افضل په ناول كې دَ خپلې قيصې دَ ډيمانډ مطابق دَ پلاټ غوره كولو نه دا خبره واضحه كړه چې هغه چې څه هم تر اوسه په نثري او شعري ادب كې ليكلي دي .. دا ټول څه رښتيا دي � داسې شايد چې چرته په يوې بلې ژبې كې هم نه وي شوي .. لكه افضل شوق چې رقم كړي دي � هم ځكه خو په شاعرانو او اديبانو كې ځان معتبر څرګندوي .. او دی هم ځانګړی معتبر�

افضل شوق داسې ادب تخليق كوي چې هغه دَ دې عصر دَ روح په صحيح توګه ترجماني كوي .. اوهركله يې دا جدوجهد كړی دی چې عصري مسائلو ته په شعوري او ادراكي نظر اوګوري .. او دغه ادبي ادا هغه دَ كمرشلا ئزډ يا بازاري ادب نه لري ساتلی دی � هم ځكه خو هغه دَ خپل دې نظم " هرڅه هرڅه شته ، خو لا نشته بيا هم " په رنګه همېش دَ لټون په يو داسې تجسس او اضطرابي كېفيت كې ليدی شي .. چې دَ هوا په اوږو لكه يو خوږ اّواز سپور ښكاري � يا لكه دَ يو جنوني تندي يو داسې تږی احساس .. چې په صحراګانو كې دَ ژوند نښې نښاني لټوي .. هم په دې خو دا دَ پښتو مجنون مسلسل كړېږي .. زهيرېږي .. خو بيا هم دَ مصلحتونو په وړاندې ستړيا نه مني او دَ ژوند هر ښكلی رنګ او زړه راښكونكي ښكلا دَ خپل مطلوب " اّئيډيل " مخې ته هر چرته تت ګڼي � څه هم كه هغه دَ يورپ ښكلاګانې وي او كه دَ يو بلې نوي اّسماني دُنيا حسين رنګونه � هم ځكه خو دَ يورپ دَ سېل په ورستۍ ورځ چې افضل شوق دَ ډنكارټ ساحل فرانس نه دَ ډووْرساحل انګلېنډ په لور سمندري سفر كوي � نو دَ ښكلو انسانانو دَ ځناوري روئيو نه زړه ماتی ښكاري � او دَ پورته ذكر شوي وړكوټي نظم خېټه داسې دَ خپل اضطراري ، اضطرابي كېفياتو او دَ كُل وقتي تجسس په ادبي ټكو ډكوي .. لكه

هغه كوم رنګ دی ؟
چې به نه وي دلته
هغه كوم خوند دی ؟
چې به نه وي دلته
كه نشته
بيا هم دَ دې هر څه پرته
هغه ده مينه
چې دَ مينې په نوم
زړونه هيڅ كله نه ..
تش خلې غږوي

( په لټون ستا دَ څېرې .. مخ _ 244 )

افضل شوق دَ يو داسې " هـڅې" نوم دی .. چې هغه يو تسلسل لري او هر ځل په نوي نوي بڼي كې دَ راښكاره كېدو ادبي هنر هم لري � نو ځكه مونږ په يقين سره وئيلی شو .. چې هغه به دَ يو مجسم ادبي تحريك په شكل كې دَ پښتنو په زړونو كې ورننوتلو دَپاره هلې ځلې هم دغه رنګه تر خپل پاتې ژونده پورې كوي � خدائی پاك دي هغه ته ډېر عمر وركړي چې په خپلو نووْ فكري هلو ځلو خپل خواږه ... او په نړۍ كې هر لور خواره واره .. خو ويده پښتانه نه يواځې راويښ كړي بلكه دَ خپل خوب او خيال مطابق يې دَ مخته وتو قومونو سره اوږه په اوږه اودروي هم � امين ثمه امين
حسينه ګل
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery