مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

یو څو خبري


دا کتاب ما اتفاقي بالکل نه دی لیکلی ... بلکه زما دَ دې کوشش په شا دَ ډېره وخته هاغه سوچ دی ، کوم چې ما تر څه حده خپل قلم ته او سپارلو � هسې خو په پښتو کې ښه ښه کتابونه چاپ کېګي ... خو ما دَ دې لیک دپاره صرف دَ ښاغلي افضل شوق کتابونه اوټاکلو - نو دَ دې خو یوه وجه شاید دا هم کېدلی شي چې ښاغلی شوق زه دَ ډېر وخت نه پېژنم او چې ... دَ هغه کتاب راڅي نو هغه په دې مرحله کې مسلسل زما سره په رابطه کې وي � کله کله خو دا هم شوي دي چې دَ هغه دَ کتاب تهیم زما بالکل یاد شوی وي - دَ هغه دَ سفرنامو مقامات او کردارونه ، دغه رنګ په دې سفرونو کې دَ ژوند او زړه رنګ رنګ پېښې او واقعات .... دا هر څه ماته دومره خپل ښکاري لکه زما دَ ژوند دَ فکر دَ سفر هر ځه وي - ځکه زه په دې نتیجه رسېدلي یم چې دَ دې واقعاتو تجسس او حقیقت زه په داسې رنګ کې خپلو هاغه لوستونکو ته اوښایم ، څوک چې دَ افضل شوق په علامتي انداز یا خو کم پوهېږي او یا دَ هغه دَ لیک طرز مشکل ګڼي - نو په دې هکله دَ ښاغلي شوق شاعري ده او که سفرنامې ... ناول دی او که دَ هغه دغه علامتي انداز ، ما دَ خپل لیک موضوع اوګرځوله �

خو یوه غټه خبره دا هم ده چې دغه هرڅه ته چې کوم معیار ده ورکړی دی نو هاغه معیار مقامي نه دی � بلکه ده دَ خپل لیک او دَ فن دپاره دَ بین الاقوامي معیار اُصول او ضابطې ټاکلي دي چې زمونږ روایت پسنده طبقه ورته ګوته نیسي - دَ ښاغلي شوق په ټولو چاپو کتابونو چې کوم اثر ما دَ یو قاری په حېثیت محسوس کړی دی ... دَ ده دغه انداز ما ته دَ موجوده لیک یو تحریک راکړو - خو زه خپل دغه کوشش خپلو لوستونکو ته مخامخ کېږدم ... هغوئ دي زما دَ دې کوشش جاج واخلي - زه خپل ځان نه خو دَ نقاد په توګه وړاندي کوم او نه باقاعده نقاده یم - خو دَ دُنیا په ژبو کې دغه رنګ ادب چې هغه دَ مقامي روایتونو په سمون نه وي او په دې حواله شاید چې دَ فن تله هم برابره نه وي ، نو دغه هرڅه ته په دې نظر کتل شاید چې تنقیدي کوشش ضرور وي ... که چرې لوستونکو زما دې کوشش ته په مینه اوکتل نو که ژوند وو ، زه به دَ نورو نوموړو لیکوالو دَ فن او فکر دغه رنګ تجزیې ضرور وړاندې کوم �

زه دا خبره ډېره په ډاډ کوم چې ما کله دَ خپل دې کوشش ذکر دَ ښاغلي شوق سره اوکړو نو هغه په ډېره پراخدلۍ دا هر څه اوستائیل او ما ته یې يه ډېره سنجیدګۍ وخت په وخت مطلوبه مواد او معلومات په ډېره مینه راکول شروع کړل - په دې لیکنه کار ما په کال ۲۰۰۳ کې شروع کړی وو خو دَ ځواني مرګ ورور دَ مرګ حادثې زما فکر ګډ وډ کړو .... خو رو رو کله چې ژوند خپل معمول ته راغلو ، نو ما ړومبی په خپل نیمګړي کار ګوتي پورې کړې - او نن دا دی زه دا مسوده چاپ ته سپارم - فېصله په تاسو پرېګدم خو یوه خبره به ضرور کوم چې یو فن یا یوه فن پاره دَ تنقید دَ مرحلو نه اووځي .... دَ کمو او خوبو جائزه واغستی شي - نو دغه رنګ دَ کمو او کمزوریانو اصلاح کېدی شي او خوبیانې نورې ښې کېدی شي �

تنقید دَ فن ضرورت دی - باید چې هر نقاد آزادانه طور دَ یو فن پارې کمۍ او خوبۍ راوباڅي چې داسې دَ اصلاح عمل جاري پاتې شي - او دَ یو اعلی معیار تعین هم اوشي �

زه دَ هغه ټولو ملګرو شکریه ادا کوم چې په دې هکله یې زما دَ نوي کوشش لاري سمې کړې - په دې کې دَ ملګري روښان یوسفزي او حنیف خلیل ډېره مننه کوم چې کله مې ورسره دَ دې خبرې ذکر اوکړو نو زما حوصلې ئې اوچتې کړې - دَ محترم ایاز داؤدزئي ډېره احسانمنده یم چې دَ دې کتاب دپاره ئې خپل خائسته لیک دَ دیباچې په شکل کې راپیرزؤ کړو ــــــــ دَ خپل محترم پلار میان مظهر شاه کاکاخېل ډېره مینه ده چې هغوئ يه سرپرستۍ کې دَ ادب دَ نوم نه اشنا شوی یم او نن دَ خپل فن او لیک دَ سفر دَ یو نوي پړاؤ نه تېرېږم ....... !! دَ ښاغلي هارون رشید خټک، دَ ملګري عنایت الله ضیاء هم ډېره شکریه ادا کوم چې په دې لیکنه ئې زما حوصلې لکه دَ غره مضبوطې کړي دي - په تېره دَ ملګري افضل شوق یو جهان مننه چې ما ته په کار معلومات ئې راته وخت په وخت په ډېره مینه راسپارلي دي - دَ ملګري افضل شوق دَ خوږې ملګري ډاکټر وهیبه سکاني هم شکریه ادا کوم چې دَ خپل مینه وال لیکونه په کتابي شکل کې په خپلو مالي وسائلو په ډېره مینه دَ چاپ دَ مرحلې نه اوباڅي ... زه ئې دَ دې مسودې احسانمنده یم - دَ میان وقار علي شاه او غورځې عائشه رباب هم شکریه ... چې دَ کتاب کمپوزنګ ئې اوکړو - په آخره کې ستاسو رائې او درنو مشورو ته به سترګې په لار یم ..... بقولٍ شاعر

ّ اوګوره ته ماته .... ستا نظر کې څنکه ښکارم ّ


سیده حسینه ګل
کاکا صاحب - نوښار

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery