مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دَ شوق ړومبی کتاب ـ ـ ـ ـ شلېدلی امېل ـ ـ ـ ـ يو نظر، يوه جائزه

په فني توګه دا دَ اوو وړو لوئيو مصرعو اّزاد نظم دراصل په اوو اتهه سېلابيزه برابرو مصرعو باندې مشتمل معرى نظم دی �


۳ ـ ـ ژوندی مړی

سړی مړ دی دَ دننه
تش وجود دی چې ښورېږي
دَ هوا په رُخ هر كله
لكه مړی په تابوت كې
په اوږو باندې خواخُوږي
راولي خپل اديرې ته
له پرېدي لري ولاته

( شلېدلی امېل .. مخ _ 76 )

دا يو كيفيتي نظم دی او په دې نظم كې افضل شوق دَ يو داسې حالت انځورګري كوي چې هغه دَ نني انسان دَ بې حسۍ په لور اشاره كوي � شوق داسې محسوسوي چې دا ژوندي انسانان دراصل هغه لاشونه دي چې تابوتونه يې خپلوان اديرو ته وړي � دَ شاعر اشاره دَ هغه عهد په لور ده چې امريت په كې په انساني جمهوري روئيو باندي په زور زياتۍ داسې مسلط شوی وو� چې انسان په معاشرتي ژوند كې هم دَ معاشرې نه بېل شوی وو� هسې خلګو ساه اغيستلې او ژوند سره دَ بې زبانه ځناورو او څارو په رنګه رشتې ساتلې � نو ځكه خو دَ شاعر لهجه دلته په دې نظم كې دَ عزت ساتلو تر حده علامتي ده � خو دَ نن قاري ورنه دَ خپل خوښې معنې اخذ كولې شي � "دَ هوا په رُخ تابوت وړلو" اشاره هغه انسانانو ته شوي ده چې ابن الوقت ورته په اُردو كې وئيلی شي .. او دا هغه خلګ وو چې دَ خپل مفاد په خاطر يې دَ اّمريت ملا نوره نوره ټينګوله � هم په دې خو دَ بې حسيت دور دوره وه �

دا پورتنی دَ اوو وړو لوئيو مصرعو نظم هم اتهه سېلابيزه معرى نظم دی چې رواني په كې دَ موسيقيت تر حده خپل تاثير پرېږدي او لوستونكی ترې نه په يوه ساه تېرېدلی شي � دا وړوكی نظم دَ لفظي تراكيبو له لحاظه افسانوي جوړښت لري � يعني ټولې مصرعې يې په ساده مجلسي انداز كې ليكلي دي خو بيا هم دا نظم په يوه لوئيه نثري فقره كې ځكه نشي راغونډېدلی .. چې دلته دَ شعريت ساتلو پورا او په ډېر هنر اهتمام شوی دی � او داسې ښكاري لكه دا چې يو بې قافيو پابند نظم وي �


۴ ـ ـ شېبو كې دَ هجر
غواړم
چې ستا دَ ويده عكس په تندي
دَ خپل نامه او لګومه ټيكه
خو ...،
چې نرۍ څُوكه درړم دَ قلم
ستا غنم رنګ نقشونه تت شي دوني
چې دَ يو شنه وړوكي خال په ګمان
ستا په څېره باندې اشعار اوليكم

( شلېدلی امېل .. مخ _ 79 )

ښاغلی افضل شوق ، شايد چې په ارادي يا غېر شعوري توګه داسې موضوعات دَ نظم په وجود كې ځايوي چې تر اوسه دغه موضوعات لا پېژندلي شوي نه دي � دَ ده اكثره موضوعات ډېر نوي دي .. په دې لحاظ داسې موضوعات مخې ته راوړل دَ هغه كوشش په پښتو جديده شاعرۍ كې دَ نووْ نووْ موضوعاتو راوړل دي � چې يقيناً دَ ستائينې وړ خبره ده � پورته نظم كې هم افضل شوق دَ يو تخيل پرست شاعر په شكل كې يو داسې تصور دَ قاري مخې ته كوي چې قاري هم ورته په داد وركولو مجبور وي � دلته دا نظم شاعر بېخي دَ خپل خيالي محبوب په خيالي تصوير داسې دَ خوند او مزې په انداز كې ليكلی دی چې دَ لوستونكي ورسره همدردۍ هم شي .. او بې اختياره دَ نظم په تاثر او كېفيت ورته شاباشی هم اووائي � هغه دَ خپلې شاعرۍ په هر پړاوْ داسې ښكاري لكه دَ يو خيالي جانان دَ يو خيالي تصوير سره راروان دی � دغه تصوير هغه په خپله نامه كول غواړي .. دَ هغه په تندي خپل خال لګول غواړي .. خو كله چې هغه دا هڅه كوي ..نو حالات دَ هغه دَ محبوب خيالي تصوير هم هغه ته پاتې نه كړي � او داسې په دغه خيالي تصوير دَ شعرونو دَ ليكلو يو نوی سفر په ډېر ليونتوب شروع كړي � دَ دې نظم تهيم هم دومره نوی او دَ خوند دی چې په دې كې دَ لفظونو تسلسل او دَ جذبې صداقت يو ډېر اّفاقيت پيدا كړی دی �

په تكنيكي لحاظ دا اتهه مصريزه نظم چې په اّزاده پېرائيه كې ليكلی شوی دی .. دراصل په شپږو يولس سېلابيزه برابرو مصرعو داسې اړه لري _،

غواړم چې ستا دَ ويده عكس په تندي
دَ خپل نامه او لګومه ټيكه
خو چې نرۍ څُوكه در وړم دَ قلم
ستا غنم رنګ نقشونه تت شي دوني
چې دَ يو شنه وړوكي خال په ګمان
ستا په څېره باندې اشعار اوليكم

۵ ـ ـ سل څېرې

ستا په كاڼو به غمازه
زما دَ زړه وړه اينداره
كړچې كړچې شي منمه
خو دا ياد لره ناپوهه
كه مات شوی هر توكری
وَ ايندرې ته مونېږي
نو كوربه مې دَ زړګي هم
سل څېرې شي زېږولی

( شلېدلی امېل .. مخ _ 79 )

سل څېرې ... نومې نظم كې هم ښاغلي افضل شوق چې يوه ساده ، اّسانه او معمولي خبره په غېر معمولي انداز كې كوي نو هغه دلته دَ كتو ده � هغه په دې نظم كې وَ يو رقيب يو غماز ته څومره په خوند دا خبره كوي .. چې كه دا ستا په كاڼو كه ځما دَ زړه اّئينه ماته شي .. نو ستا څه خيال دی .. ؟ په دې كې به زما دَ محبوب څېرې ته څه تاوان وركړې؟ نا بالكل نه .. بلكه دَ دغه ماتې اّئينې هره ماته زره به سل نوري څېرې پيدا كړي � شاعر په دې نظم كې دَ نازك خيالۍ ، دَ روانۍ او سادګۍ په انتها ليدلی شي � او په كوم اختصار چې دَ ښائسته لفظونو او مناسبو علامتي اشارو په وسيله يو خيال ، په كوم فكر او انداز كې تر اختتامه رسوي .. نو هغه قاري دَ ځان سره لاس نيولی بيائي .. او په كوم خوند او هنر چې دغه خيال دَ قاري ذهن ته رسوي .. نو هلته قاري په خپل خيال هم دَ هاغه " هندارې" زرې زرې وجود ته ځير شي � چې په كې دَ شاعر دَ محبوب ځلېږي � په پښتو او اُردو شاعرۍ كې دَ اّئينې او ماتې اّئينې تراكيب پېژندل شوي او راوړل شوي دي .. خو ښاغلي افضل شوق په خپل انداز دغه تركيب په كوم نوي او دَ كېفيت نه ډك انداز كې استعمال كړی دی نو هغه واقعي چې دَ محسوسېدو دی .. او دَ احساس او جذبې نه داسې ډكه شاعري ، نېغ په نېغه دَ انسان په زړه كې ځای جوړوي او ويدې جذبې يې را ويښوي � او كه اوكتلی شي نو دَ شوق په شاعرۍ كې دَ سلو شمېره په وړمبي ځل په دې وړوكي نظم كې ليدلی شي � او دغه دَ اّئينې سل ټوټې هغه مخ كې دَ سلو يار هم مشهوره كوي �

دا دَ اتهو اّزادو مصرعو نظم كه څه هم په اتهه سېلابيزو برابرو برابرو مصرعو باندې مشتمل دی .. خو مونږ يې په څلورو شپاړس سېلابيزه مصرعو كې داسې هم ليكلی شو �

ستا په كاڼو به غمازه زما دَ زړه وړه اينداره
كړچې كړچې شي منمه ، خو دا ياد لره ناپوهه
كه مات شوی هر توكری وَ ايندرې ته مونېږي
نو كوربه مې دَ زړګي هم سل څېرې شي زېږولی



۶ ـ ـ تسليمې جذبې

اوس به لا ما بېرغ په لاس
په غال غال
دَ پښتنې ميني په نوم اخيسته
ستا دَ زړه مځكه په خپل واك كې ګله
چې مړامو سترګو دې دَ ما له مخه
په خوبولو
او په مړو مړو كتو
زما دَ زړګي ټولې غښتلې جذبې
دَ بې همته عسكرانو غوندې
يوه يوه ځانته تسليمه كړله

( شلېدلی امېل .. مخ _ 80 )

دَ دې نظم لوستلو پس داسې دَ بنده په ذهن كې راځي چې دَ اّمريت په دور كې دَ شاعر افضل شوق په قلم ليكلی شوی دا نظم هم دَ هغه دور تر اثر دلا ندې يو ښه روماني فكر لا هم په ښائسته رنګ كې سر ته رسوي � او قاري ته دَ خپلي ميني قيصه دَ هغه اّمرانه دور په حواله څپړي � دا دَ يو زمانه شناس او ژورنظره شاعر خاصه كېدلی شي او په دې اړه شوق ځان دَ خپل عهد عكاس څرګندوي .. او په خپل دې نظم كې وائي ، چې هغه څنګه دَ خپلي فتح بېرغ دَ سترګو دَ جنګ پس دَ يار په زړه كې ښخولو هڅه اوكړه .. او دَ يار په زړه يې قبضه كولو كوشش اوكړو ، نو دَ هغه دَ محبوب مړامو سترګو په خوبولي انداز دَ هغه په عسكري جذبو داسې ګوزارونه اوكړو، چې دَ مات شوْ عسكرانو په رنګه يې دَ هغه دَ خلوص او جذبو ټول عسكري قوت خپل ځان ته تسليم كړو � او هغه يې مرئيی كړو�

شاعر په دې نظم كې دَ يو داسې ميدان جنګ نقشه په اختصار كې وړاندي كړې ده چې دَ مرګ ژوبلي او وسلې په ځای په كې جذبې، خلوص ، دَ سترګو خُماراو پښتني مينه په كار راوړل شوي ده � او دَ خوند او مزې خبره لا دا هم ده .. چې دلته په دې ميدان جنګ كې دَ دوو دُښمنې قوتونو په ځای په كې دوه زړونه يو بل ته سره مخامخ شوي دي � دا تمثيلي نظم هيڅ قسم ابهام نه لري او هره خبره او اشاره واضحه ده .. خو بيا هم ورته معمولي نظم ځكه نه شو وئيلی چې په دې نظم كې دَ ځان نفي كولو په وخت شاعر دَ خپل شكست ترانه چې په څنګه فخر وائي .. دغسې مثالونه په پښتو شاعرۍ كې بيا كله هم مخي ته نه دي راغلي � ځكه خو دا رنګ او خوند افضل شوق په شاعرۍ كې نه يواځې منفرد كوي .. بلكه ميدان ګټلو ته يې جوګه كوي هم ـ

دا پورته نظم چې داسې خو په لسو وړو لوئيو اّزادو مصرعو باندي مشتمل نظم ښكاري .. خو دا نظم اّزاد نه بلكه دَ ډېرو پابنديانو سره ليكلی شوی دی او ورته معرى نظم وئيلی شو � ولې چې دا نظم دراصل په اتهو برابرو يولس سېلابېزو مصرعو باندي داسې اړه لري �

اوس به لا ما بېرغ په لاس، په غال غال
دَ پښتنې ميني په نوم اخيسته
ستا دَ زړه مځكه په خپل واك كې ګله
چې مړامو سترګو دې دَ ما له مخه
په خوبولو او په مړو مړو كتو
زما دَ زړګي ټولې غښتلې جذبې
دَ بې همته عسكرانو غوندې
يوه يوه ځانته تسليمه كړله



۷ ـ ـ كور كور يو مزار

لا تر څو چې
دَ نكريزو په ارمان كې
دَ پښتو ناوې
په اور سېځي لاسونه
نو تر هغه به
كور كور دَ پښتانه هم
لا په سيورو كې
دَ سرو شنو بېرغونو
ښكاره كېږي يو مزار
وَ نور عالم ته

( شلېدلی امېل .. مخ _ 81 )

په دې پورته نقل شوي نظم كې .. يو ځل بيا دَ هاغه الميې ژړا ده.. چې پښتون قام دَ خپلې صحيح پېژندګلو او شناخت نه محرومه دی � په پښتنو كې دَ ازلي بې اتفاقۍ يو داسې تصوير يې مونږ ته راكړی دی .. چې دَ فكر وړ دی � پښتانه چې چرته هم .. په يو دور كې هم دَ يو بېرغ لاندې رانغلل .. په پارټو ، پرو او جمبو كې داسې تقسيم دي چې دَ هغوئ ملي وحدت ته يې سخت تاوان رسولی دی � دلته په هر كور .. يو نوي بېرغ ته ښاغلی افضل شوق په څومره طنز كې دغه كور ته دَ يو مزار .. يا دَ قبر نوم وركوي .. او دا صحيح هم ده چې جهنډې او بېرغونه خو په مزارونو لګولی شي � او كور خو دَ ژوند علامت وي .. دَ اجتماعي ژوند او دَ انسانانو تر مينځه دَ جذبو او دَ رشتو په بنياد جوړه شوی يوه مشتركه او مقدسه اداره وي � چرته چې دَ انسان تربيت كېږي � خو دَ پښتنو په كورونو دَ بېلو بېلو سياسي ډلو دَ بېرغونو لګېدل يې دَ پښتنو دَ كمزورۍ او بې اتفاقۍ يوه حواله ګڼلي ده � او په څومره غم او تكليف يې هر كور يو مزار ګڼلی دی �

په فني لحاظ دا يولس مصرعيزه نظم دراصل په پنځو يولس سېلابيزه برابرو برابرو مصرعو باندې مشتمل داسې معرى نظم دی �

لا تر څو چې دَ نكريزو په ارمان كې
دَ پښتو ناوې په اور سېځي لاسونه
نو تر هغه به كور كور دَ پښتانه هم
لا په سيورو كې دَ سرو شنو بېرغونو
ښكاره كېږي يو مزار وَ نور عالم ته


۸ ـ ـ بې حسه دېوال

لارې لنډېږي
ورځ په ورځ لګيا دي
دَ شنه اّسمان
او سپېرې مځكې تر منځ
خو فاصلې
پرتې هغسې دي لا
دَ زړو تر ميانه
دَ غوښينو خلګو
چې ښكاري هر يو
په خپل ځای باندې ښخ
لكه
دَ خټو جوړ بې حسه دېوال

( شلېدلی امېل .. مخ _ 82 )

لكه څه رنګه چې دَ نظم دَ عنوان ظاهرېږي .. هم دغه رنګه دَ بې حسۍ انځورګري په كې شوي ده � نن سبا داسې خبري عامې كېږي � چې فاصلې دَ انسانانو تر منځه كمېږي او انسان انسان ته نيزدې كېږي � خو افضل شوق دا خبري نن نه هم څه شل يا پنځويښت كاله اّګاهو په يو داسې طنزيه انداز كې نظم كړي دي .. چې هغه اوس هم نوي خبري ښكاري � يعنې هغه وخت په نړۍ كې داسې توره شپه هم نه وه او نه انسان دومره دَ يو بل نه بېزاره وو لكه نن چې دی � خو بيا دا دَ شوق دَ زمانه شناسۍ يو لوی ثبوت دی چې ده هغه وخت هم دَ خپل سوچ او فكر له لاري دغه انسان په سباوْن كې په ځناوري روئيو داسې بوخت محسوس كړی وو � يعني هغه دَ زميني لارو دَ لنډېدلو خبرې په دې رد كولې چې انسان څومره څومره يو بل ته نيږدې كېږي .. هومره يې دَ زړونو تر مينځه فاصلې سېوا كېږي � هم دغه رنګه خو اوشو.. او مونږ ګورو چې دَ نن انسان ته انسان وئيل هم دَ انسانيت توعين دی -

په دې نظم كې نه يواځي دَ زميني فاصلو خبره شوي ده بلكه په داسې اشاره دَ اّسمان په لور هم شوي ده چې مونږ ترې نه دَ مذهبې جنون او تش دَ ظاهري مذهب پسندۍ اشارې هم داسې تر لاسه كولی شو .. چې انسان څومره په منافقانه او شېطاني مخفي ارادو په نيت په ښكاره دَ خدای په لور او لار روان برېښي .. هومره شيطاني او ځناوري كارونه زيات شوي دي � يعني هر څه بل ته دَ ښكاره كولو په اراده كېږي او ځانونه فرښتې ګڼي � خو داسې خبره نه ده او نه دغه انسان فرښته شو .. بلكه لا نور هم ځناور شو� نو ځكه دَ شوق اشاره دَ اّسمان په لوري دَ لنډېدلو نه دَ سپوږمۍ او ستورو په لور تلل نه .. بلكه هسې ځان ته دَ فرښتې په رنګه وزرونه لګول دي � خو فرښتې ورنه كله جوړي نه شوې
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery