مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزلونه

غزل

ویر خو زموږ خوښ نه ؤ چې راغی انډیوال شو
ژوند مو ټول رنګین رنګین خوبونه شو او خیال شو

زه چې ډېر خوشاله وم نو هر سړی مې یار ؤ
زه چې په غم واوښتم نو هر سړی دېوال شو

څومره ښایسته مې دا د زړه افغانستان دی
ورک یې رانه خدایه په دا درست جهان مثال شو

یوه ټپه د مینې د لیلې وه که انتر منتر
لوړ مې په دېوانو شهزاده غوندې مورال شو

ته له غرونو ها خوا زه دې ووینم په خیال کې
ښکله څومره ګران څومره آسانه دې وصال شو

توره تاریکي وه، خو رڼا رڼا رڼا شوه
ستا د مخ رڼا شوه او که بل راته مشال شو

وړاندې د درهم او د دینار لېوني ولاړل
ځای پر ځای حیران پاته په ټولو کې کمال شو

۰۳/۰۴/۲۰۰۲

غزل
څنګه یاري وه خو وطن چې ټول پېغور واخیست
زما او ستا تر منځ شول غرونه زړونو اور واخیست

زه د غربت لحظه لحظه د زړه په زور تېروم
آشنا زما په وینو ځانته نوی کور واخیست

محبت څه دی؟ دومره زه هم پرې پوه شوی نه یم
بس دا مې یاد شي چا مې زړه رانه په پور واخیست

د جانان یاده ښه به دا وي چې په بله ولاړ شو
زموږ د زړونو راز دا کلی ښار په شور واخیست

چې شپه او ورځ یې بې له تانه د چا ذکر نه ؤ
کماله هاغه یار درنو سترګو د ګور واخیست
۱۴/۰۴/۱۳۷۹

غزل

یه زموږ د ستړو هیلو ویده بخته
په لټ واوښتې را ولوېدې له تخته

ته ذره ذره شوې موږ شوو ذره چاودي
د ژوندون هره لحظه له مرګه سخته

یه د ستورو پېژندونکیه بابا وایه
څو به وینې وي جاري تر کومه وخته؟

د آشنا دیدن یې پاته په زړګي شو
یوه ښکلې انتظار کړله کرخته

ځه کماله چې کوم لوري ته ځان باسو
هله ژر کوه چې ډېره شوه ناوخته
۱۸/۱۱/۱۳۷۸

غزل

شرنګ د اشرفۍ چې حس له یاره ځنې وباسي
دوړه به د فخر له مناره ځنې وباسي

موږ د لېونو په لاس کې ورکړه د بابا توره
روح د آزادۍ به له هوښیاره ځنې وباسي

اوس د پښېمانۍ په سل او زر افسوسه څه کېږي
جهل خلک ډېر له دار مداره ځنې وباسي

حیف چې ماشومان زموږ د لوبو سامان نلري
ځکه اور له ایښي ماشینداره ځنې وباسي

ژونده! که راځې نو څو ځوانان د امن راوله
مرګ چې په اوږو د جنګ له ښاره ځنې وباسي

رب دې دا د ښار بلاوې کلي ته رانه ولي
نجونې ساده ګۍ به مو له کاره ځنې وباسي

دا د کومې بورې مور ښېرې را پسې شوې دي
خدای دې څوک له داسې بد آزاره ځنې وباسي

را دې شي طبیب د حسن مینه دې دوا راوړي
درد چې مو د زړونو له پرهاره ځنې وباسي
۱۵/۱۰/۱۳۷۸

غزل
شپه ده پتنګان یو و طواف ته څراغ نه لرو
زړونه مو تور شوي ګویا سپین پکې داغ نه لرو

حیف دی زنده ګي شوه خپه تېره که ضدي نجلۍ
اوس یې پخلاینې ته بانې او درواغ نه لرو

قهر د یزدان به مو وهي آخر پخپل عمل
مرو به له نیستیه په کفن کې به چاغ نه لرو

کله را مالوم شي کله ورک شي ښایسته جانان
ژوند مو خوب او خیال شو له راستیه سراغ نه لرو

هاغه د خوښیو محفلونه د نغمو وطن
اور ته مو ایله کړل و بلبلو ته باغ نه لرو

موږ که بنجاره یو د کمال غزل غزل لرو
لار ګمراه ته ښایو په خورجین کې دماغ نه لرو
۱۲/۰۶/۱۳۷۸- کابل پوهنتون

غزل

د یار د تورو سترګو په ادا کې پېښ شي جنګ
عجیبه ده په نیمه خوله خندا کې پېښ شي جنګ

زموږ له مرګ او ژوند سره تړلی دی مدام
تر منځ مو هم جفا کې هم وفا کې پېښ شي جنګ

د کومې بورې مور را پسې شوې ده ښېرا
چې وخت ناوخت مو ښکلیه په دعا کې پېښ جنګ

د اوښکو وینو رود به څنګه نه راځي آخر
چې بس د سولې امن ابتدا کې پېښ شي جنګ
د سرو کفارو شپو نه چې را ووځي افغان
افسوس چې بیا د سپین اسلام رڼا کې پېښ شي جنګ

د ښکلي وطن مینه محبت کې لېوني وېل
هر ځل د څو هوښیارو په سلا کې پېښ شي جنګ

کماله تر بل چا پورې یې نه رسېږي زیان
که مینه کې د زړونو په درزا کې پېښ شي جنګ
/۲۰۰۱/۱۴۰۵

غزل
راغلمه د هجر له بلاده ته اوس چېرې یې
نه مې وځې هېڅکله له یاده ته اوس چېرې یې

نه دې وینم، ړوند نه یم، خو حس مې کړې هر لوري ته
څه وخت دې عادت واخیست له باده ته اوس چېرې یې

دا ویشتلی زړه اوس چاته ور وړمه په څه نامه
څوک به یې را جوړ نه کړي صیاده ته اوس چېرې یې

هر اسوېلی ستا د نامه توري شي غزل غزل
جوړه قصیده شي له فریاده ته اوس چېرې یې

ذهن کې دې جوړ کړم بېرته ړنګ شې د کابل په څېر
زړه ستړی دې کړمه اعتماده ته اوس چېرې یې

ګرده شپه مې وکتې خو ورک وې چېرته تللی وې
یه د کمال خوابه نامراده ته اوس چېرې یې
۲۰/۰۶/۱۳۷۹

غزل
په پورې بام په موسکه خولګۍ یار ښه ښکارېږي
په سپینه مینه غاړه کې یې هار ښه ښکارېږي

دا خلک لېوني نه دي چې ښه دې ساتي خیال
کاروانه!* په غزل کې دې چنار ښه ښکارېږي

بیا توره تاریکي شوه په څراغ کې نشته تېل
امید په تروږمۍ کې د سهار ښه ښکارېږي

خوښۍ راته پېغور شي ربه داسې شوو عادت
بس موږ ته په ویرونو کې بهار ښه ښکارېږي

زما په خیال اوس دومره اوسېله نه شوه را پاتې
چې ووایو د وصل انتظار ښه ښکارېږي
۰۴/۰۶/۱۳۷۹

غزل

څه بې پروا او څه زړه توري چې له ناز ښکارېږي
د کلي ښکلي نن په بل ډول انداز ښکارېږي

آشنا سندره دې را واخیسته او ودې ژړل
ماته خو دا د کومې پټې مینې راز ښکارېږي

کوم جادوګر مې خدای خبر په سترګو څه کړي دي
توره بلبله هم هوا کې راته جاز ښکارېږي

ته ورته دومره جګ او ټیټ شوې غرنیه آشنا
دا ستا خبره په والله که ورته پیاز ښکارېږي

د محبت یوه سرمسته پیلامه یې ګڼم
چې ځان شي خیال او خیال د دنګو غرونو باز ښکارېږي
۱۶/۱۲/۱۳۸۰

غزل

ملنګ څه غواړي؟ دیدن ، پښې ځواب ورکا
په کنډول چې یار د شونډو شراب ورکا

د دنیا د هوښیارانو بل څه کار دی
بې له دې چې و مجنون ته عذاب ورکا

عاشقان چې د شپې ګرځي پرې پوهېږم
که څوک پور ورته په سترګو کې خواب ورکا

که د امن بهار راشي پدې سیمه
بختورو ته به زېری ګلاب ورکا

آدم خان د زمانې په زړه چاودون دی
درخو نشته چې د مینې رباب ورکا

د دنیا محبت ګویا روان سیند دی
عبث کار دی که څوک زړه په دریاب ورکا

زرمنی د غم وځه* کمال اوچت کړ
خدای ج په زړه کې توان د صبر او تاب ورکا
۲۸/۰۶/۱۳۷۹

د بهار نښې

تالا چې مو کاروان د حوادثو په توپان شو
طبیب مو د زخمونو له پټیو نه ستومان شو

له مرګه خلاصی نشته خو وېرېږمه ترې ځکه
په زړه مې د وطن د آرامۍ پاته آرمان شو

له موسکې خولې ټوکمار آشنا مې کرکه ځکه راشي
دا ګران افغانستان چې مو په ټوکه ټوکه وران شو

د ژوند په داسې پېر کې له شلمې پېړۍ ولاړو
په تېښته له خپل کوره راته ټول جهان حیران شو

سندرې شوې سلګۍ سلګۍ، ټپې شوې ساندې ساندې
بدل په فریادونو د اتڼ چې یاقربان شو

اتڼ ته به مې څنګه وزر وسوځي یارانو
چې پاته ژړه غونی مې د ویر په چم جانان شو

قیامته ستا راتګ خو څه خیالي افسانه نه ده
ایمان په پر تا پوخ شو چې نن هر سړی په ځان شو

یو ورور مې د قابېل د لارویو سره مل شو
د بل ورور د وژلو نیت یې وکا او روان شو

کماله د بهار د راتلو نښې مو همدا شوې
چې ګرم په مرګونو د جنګونو سوړ میدان شو
۰۲/۰۱/۱۳۹۷- سردار احمد جان کالوني، کرايي کور

ماتېږي که روپۍ باندې حجاب د تورو سترګو
تر ټولو وړاندې زه نه کوم خواب د تورو سترګو

ژوندون څه دی؟ او مرګ څه دی مین به پرې پوهېږي
په مینه کې د هو او نه ځواب د تورو سترګو

دا ګرده شپه چې ګرځي سربداله ملنګان دي
بس څښلي یې کنډول کې دي شراب د تورو سترګو
۰۸/۰۶/۱۳۷۹
غزل
یادونه دې اوس لوی شول څومره غلي مهاجر دي
شوخي د زړه پر بام نه کوي ستړي مهاجر دي

پستې او سپینې شګې یې په وینو تکې سرې دي
په لویه لار کې خدایه چا ویشتلي مهاجر دي

دردونه له هر لوري غریبۍ پسې را وتي
زموږ د زړونو زخم ته راغلي مهاجر دي

نفس نفس آهونه شوم، ګرېوانه ځای خو ورکړه
له سترګو نه څو څاڅکي ښویېدلي مهاجر دي

دا نن چې څنګه زه په محبت ور پوهېدمه
افسوس چې شېبه وړاندې هغه ښکلي مهاجر دي

کشمیره په ښایست کې یکه تاز شوې ځکه پاته
چې اور کابل اخیستی زنده سري مهاجر دي
۱۵/۰۳/۱۳۷۹

غزل
نه پوهېږم څه وخت دی سهار دی او که ماښام دی
بس ښکلیه نور څه نشته په خوله ذکر ستا د نام دی

ملګرو خپه نه شی در ښایلی خو یې نشم
جانان مې پټ نیولی د زړګي د تخت مقام دی

تړلې دروازې دي په کوڅه کې خیر نشته
ورځه ملنګه یاره خیراتي دیدن پر بام دی

شېبه له کال اوږده شي د محبوب په انتظار کې
ساقي کراري غواړم سوال د میو د یوه جام دی

دیدار مې د جانان کړی د حسن په حرم کې
منصف مې بیایي دار ته دغه کفر که اسلام دی

د خیال د جزیرې تمام وګړي ورپسې شول
کمال خو نن د حسن د لښکرو مست امام دی

غزل

لکه وطن ته دوباره چې روسۍ لیکه راشي
داسې له غمه زما یاره خولې ته کړیکه راشي

دردونه څه دي؟ یاره زه او ته پرې ښه پوهېږو
بس د هجران له وېرې زړونو ته مو څړیکه راشي

په رڼا ورځ مڼې په شمار څلور پنځه ورکې شي
د جهالت پرده په سترګو چې تاریکه راشي

د اسارت تور زنځیرونه به اوبه کړي د زړه
که د ایمان وړانګه لایزر غوندې باریکه راشي

دغه تر منځه فاصلې د اور لمبې دي که نه؟
که وي، پرې وژاړو چې ټینګه مو اړیکه راشي
۱۰/۰۲/۱۳۷۹
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery