مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

نظمونه

بسم الله الرحمن الرحیم
حمد
په ظاهره یې که نه وینم په نښو خدای ته ګورم
چې په شپه کې پاس بې ستنو نوراني سمای ته ګورم

بس قهار مې را په زړه شي او له وېرې مې زړه رېږدي
چې په برندو سترګو کله د وطن ګدای ته ګورم

د رزاق محبوب وجود کې ځکه شک له زړه نه وځي
چې د هجر په کوڅه کې و سخي نانوای ته ګورم

د لطیف ذات پېرزوینه مې دا نرمه شاعري ده
پرې د عشق له دریڅې نه د ګلونو سرای ته ګورم

۸/۱۲/۱۳۷۸

د سپېڅلي پیغمبر
حضرت محمد ص د مبارک مېلاد په مناسبت

د لوی خدا ج پېرزوینه

هغه وخت چې په تور تم کې دا نړۍ وه
مروره ترې د امن ښاپېرۍ وه
زېری وشو چې څراغ به شي روښانه
هغه وخت چې هرې خواته تروږمۍ وه

په نفرت هغه ګړۍ کفن شو څیرې
چې روښان د محبت مینې څراغ شو
چې انسان ته ټول تیاره جهان رڼا شو
چې جهان د انسانیت یو ښکلی باغ شو

د ماڼیو پاچاهان یې سلامي کړل
د فقیرو ملنګانو په لښکرو
او بنده یې د بنده له قیده خلاص کړ
د یزدان په ازلي نرمو خبرو

چې حبش غلام سردار د قبیلې شو
او د ظلم د سردار غرور یې مات کړ
چې د عدل د نظام تاداو یې کېښود
د سرکشو د سالار غرور یې مات کړ

چې کالبوت ته یې د روح بڅری ورکړ
او ژوندون یې په مرګونو بریالی کړ
چې د زغم د بنیاد تیږه یې پر ځای کړه
او انسان یې په غمونو بریالی کړ

چې د شاه او د ګدا تر منځ واټن یې
بس د سر د یوه وېښته هومره نری کړ
چې غلام ته یې اختیار د زړګي ورکړ
او په توره کې یې تېز لکه زمری کړ

دا هر څه چې وو پېرزو د لوی خالق وه
چې سپېڅلی پیغمبر نړۍ ته راغی
چې تیاره زړونه په نور کاندي روښانه
محمد خیر البشر نړۍ ته راغی


که د خدای رضا وه
که د خدای رضا وه دا شپه به سهار شي
پسوللی به په حسن کلی او ښار شي

دا سپېرې د غرو لمنې به ګل ګل شي
په مېره به وږم خور د نوبهار شي

دغه وچې دنګې څانګې د ګلونو
خمیده به د ګلونو په انبار شي

تور کارغان به له دې بڼه ځنې تښتي
ګونګ توتیان به بې له ځنډه سندرمار شي


دغه شاړې کروندې به په یوم واوړي
دا رودغاړې به ځنګل چینار چینار شي

پدې کلي به د ښکلو نجونو شور شي
مازدیګر به په ګودر منګي کتار شي

د غاټول او د ریدي ګلان به خاندي
ترینه جوړ به د حسینې غاړې هار شي

هر یو ځوان به یوسفي حسن ور خپل کړي
زلیخا به هره پېغله د دیار شي

د شپونکي په سپېرو شونډو به موسکا وي
دا کڼه شپېلۍ به بېرته په چغار شي

زوړ او ځوان به په سرور لېمه لامده کا
ویر به پښې واخلي له زړونو به فرار شي


په غزل کې به شراب ور باندې وڅښو
توپ او ټانک به برې نشه کړو چې مهار شي

دا په توپ سوري سوري لوړ دېوالونه
بیا ودان به د ځوانانو په یادګار شي

د شهید جومات محراب به بېرته جوړ کړو
اسمانڅک به یې د بانګ هاغه منار کړو

د شهید ماشوم به ونیسو په غېږ کې
د پلار نکل به یې کاندو چې هوښیار شي

په اسلام کې به په خلاصو مټو اوسو
شکسته به سره کفار او تور کفار شي

لال به ونیسو د سره چل به پرې وکړو
مومن خان به بیا غالب په تور ښامار شي

د ایمان په زور به کروز توغندی مات کړو
ملا به ماته ددې دهر د اغیار شي

هاغه خولې به د همت په سوک شي ماتې
چې جاري پرې بیا د غدر زوړ شعار شي

چې د غیرو بنده ګۍ ته ځوړند سر وړي
دم ساعت به یې انجام مرګونی دار شي

د کمال د خوب تعبیر به رښتیا کېږي
په ډبرو به یې کښلي دا اشعار شي

د شهید ارمان

توره شپه وي خوب مې وزنګوي یاره
نو را ړنګ شمه په ځای کې بې اختیاره
چې له ورکو شهیدانو نه په خوب کې
یو حسین (رض) په موسکا راشي په کراره
را ته وايي صبر صبر مسافره
څه کیسه درته کومه ترسهاره

د شل کالو پخوانۍ کیسه را واخلي
د خپل عمر د ځوانۍ کیسه را واخلي

راته وايي داسې وخت ګله راځینه
چې ژوندون به سراسر شي مینه مینه
دا روسۍ برګۍ به لاس ته زموږ راشي
بیا که تېل نه وو ور وا به چوو وینه
وچکالي که وه د غرونو غاټول تږی
نو اوبه به دا برګۍ ور اوروینه

زنده سری د کهول به تږی نه وي
پاس د غره پر سر غاټول به تږی نه وي

یو لښکر د ببر څڼو به را مات شي
د وطن له دنګو غرونو نه و ښارته
ډول به درز وهي سندرې به را واخلي
څڼور غازیان به اوړي یکه زار ته
سمه غر به مینه مینه محبت شي
ښایستونه به رانجه پورې کا یار ته

د سندرو به جادو خوره شي ښار کې
مرګ به ځوړند شي د ژوند په لویه لار کې


د امام په اشاره به غازیان راشي
د وطن په رود به وکا اودسونه
سجده رېز به د خالق په در کې لوېږي
بیا به پورته په دعا کاندي لاسونه
نو به وايي د جهان مالکه راکړه
د ایمان په مرغلرو ښکلي زړونه

د رحمت باران به در وهي له پاسه
په ایمان به زړونه پاک شي له وسواسه


خدای به داسې د شهید له وینو پورته
د وطن په هره دښته کې غاټول کړي
یو ګلچین د محبت به پرې را پېښ کړي
نو تنکي غاټول ګلونه به را ټول کړي
داسې هار به ترېنه جوړ کا زما یاره
چې په یو نظر وګړي غزلبول کړي

د وطن د آزادۍ په پېغله غاړه
هار به زانګي بیا به نه وي داسې شاړه

انتظار ځپلې سترګې به را ډنډ شي
له سروره به دوه څاڅکي ترې را توی شي
د ګرېوان ویجاړه لاره به رانیسي
خو چې پښو ته را رسېږي نو به لوی شي
دا دوه څاڅکي به د ژوند پهلوانان شي
ویر به څملوي هر خوا به هیاهوی شي

د سرور پهلوانان به دومره ډېر شي
چې ویرونه به له ټولو ځنې هېر شي

د وطن تنکي تنکي زلمي او نجونه
ځان به داسې برابر د ژوند په آب کا
د حیا خومار به نجونې اوروینه
له زلمیو نه به هېر نشه شراب کا
د بابا د اشارې به انتظار وي
چې څه وکا ندي او څه شی انتخاب کا

د سپین ږیرو احترام به را ژوندی شي
په مرګونو ویده قام به را ژوندی شي

نه پوهېږم نور یې څه وېل زما یاره
د وطن شهید لګیا زما لپاره
زه د خپل کاله پر بام باندې ویده وم
درز را ویښ کړم د برګیو شڼهاره
شېبه پس مې د لیدلي خوب تعبیر کې
د ځوانیو جنازې وتې له ښاره

د شهید د زړه آرمان خو داسې نه و
په سرو وینو لیک داستان خو داسې نه و

۱۵/۵/۱۳۷۹
کابل پوهنتون، مرکزي لیلیه
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery