مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

نظمونه

۱۳۷۹/ د سلواغې ۲۶مه، د روسانو د ماتې په نمانځغونډه کې ویل شوی

د ړندو سترګو جهانه

دا چې ګورې یې نن شل دی داسې نه ؤ
د غمونو یرغمل دی داسې نه ؤ
دا چې نن د چاپه تور په جېل کې پروت دی
دا چې نن لکه یو غل دی داسې نه ؤ
دا چې نن له خپل وطنه دی په تېښته
دا چې نن په ویر کې دل دی داسې نه ؤ

دا پرون را پرځوونکی د ښامار ؤ
مومن خان د شرینو زمونږ د ښار ؤ
دا چې نن داسې حیران دریان ولاړ دی
دا چې نن یې ماشومان له لوږې ژاړي
دا چې نن هر کوڅه یې ګز او پل کړه
دا چې نن له کس ناکسه څه شی غواړي
دا چې نن د چا په تیږه یې سر مات دی
دا چې نن دی چا وهلی په سوباړي

دا پرون د حماسې لوی قهرمان ؤ
د سرې یږې پرځوونکی ؤ افغان ؤ

دا چې ګورې یې خیرن لستوڼي ځوړند
د طن له سره ځار یې شول لاسونه
دا چې ګورې دا بوډا یو څه وخت وړاندې
د زلمو په څېر کول یې غورځنګونه
دا چې نن له مجبورۍ نه سوال ته ناست دی
جوړول یې سرې بلا ته سنګرونه

آیا دا اتل ددې سپکې حقدار ؤ
آیا دی ستا د ړندې سپکې حقدار ؤ؟
دغه سره سپینه وړوکې نجلۍ ګوره
په ډېران چې ټولوي بلا څیزونه
یو موچي سره شاګرد دی بل هوټل کې
هاغه دوه تنګي ګلان یې خواږه وروڼه
ها یې مور ده چې په بیړه یې ور مینځي
د ګاونډ د کوم بډای سپین کمیسونه


د وطن له شهید پاته دا کهول دی
تر ګلاب نازک او ښکلی له غاټول دی


دا چې لنډ یې کړل ور ټول یې کړل جهانه
د ها سرې بلا اوږده اوږده لاسونه
پرې یې نه ښودل چې ستا ګرېوان کړي څیرې
د وحشت سړي خواره اوږده لاسونه
د خپل تن په قربانۍ یې ته ترې خلاص کړې
تاته نه شول در کاږه اوږده لاسونه

دا جفا ده د ړندو سترګو جهانه
په اتل که څوک ګوزار کوی له شانه
ددې سوبې د فاتح سېځلي کور ته
د نفاق سوځنده اور دې ورته راووړ
د سندرو او ټپو پر ځای جهانه
بس د ساندو کړیکو شور دې ورته راووړ
چې تابلو دې د ښایست پر پېرزو نه شوه
د وحشت په رنګ انځور دې ورته راووړ

اوس د امن په فضا بل شوی اور دی
اوس د هاغه اتل سوی کلی کور دی

د فاتح په وطن لوېشت په لوېشت بمونه
ګوره هاغه پرې ور سیخه چې شوه بیاڼه
تورې لړې یې هوا ته شوې اوچتې
اوس به څه رنګ په هوا کې راشي زاڼه
چې د امن د سپرلیو پرې بندیز دی
په سره اور کې به نه ګل پاته نه پاڼه

ستا جفا ده د ړندو سترګو جهانه
په فاتح دې ګوزار وکا ناګهانه


چې لوی خدای دې ننداره کوي

هاغه ورځ یوه پېړۍ شوه پر ما تېره
په ژوندون به مې هېڅکله نه شي هېره

د اوږده سفر موزې یې چې په پښو کړې
د وصال هیلې یې خوشې په اوبو کړې

ټوله ورځ مې په سر ځمکه ګرځېدله
ټوله ورځ مې په زړه ورکه ګرځېدله

ټوله ورځ وه توره شپه څراغ یې نه ؤ
یار مې چېرته ؤ د پله سراغ یې نه ؤ

ټوله ورځ شوه توره شپه، اف شپه خو ښه وي
په خوب لنډه شي پېړۍ اوږده خو نه وي

که په ویښه توره شپه سهار شي وروره
څومره ښه وي چې پرې وژاړې په زوره

خو د ورځې دغه کار کولای نه شې
د خپل زړه د غم اظهار کولای نه شې

خو؛
که په ویښه توره شپه سهار شي وروره
څومره ښه وي چې پرې وژاړې په زوره

چې لوی خدای دې ننداره کوي ته ژاړې
بس وصال په غوړېدلې ځولۍ غواړې

چې لوی خدای و فرښتو ته امر وکړي
نیسﺉ خوار عاشق ځانته صبر وکړي

چې سختي د هجران لیدلې نه ده
چې سختي یې د زندان لیدلې نه ده

لاس یې نیسی سمې لارې ته یې سم کړﺉ
یوه ګوته یې بې پامه ور قلم کړﺉ

چې لیکل په قلم شوې ګوته وکا
عبث مینه دې له چا سره څوک نه کا

لاس یې نیسی مسلمان دی کافر نشي
چې بې خیاله بې کماله شاعر نشي

داسې څه به له خولې وباسي چې اور وي
نه چې دواړه جهانونه یې مخ تور وي

وېرېدلی ترهېدلی یو انسان دی
دا زما بنده په مینه را ته ګران دی






زه چې باران غواړم

دا خو هماغه اسمانڅک غرونه دي
چې یې پر سر وې انبارونه واورې
اوس یې پر سر پنډوسکی سپین نشته
اوس ترې دوړېږي خړې پړې خاورې

دا خو هماغه کوږ او ووږ سیند دی
چې په لوګر به ګړندی ؤ روان
لکه د جنګ یاغي باغي اسونه
لکه سرکشه د کوچیانو اوښان

هاغه رڼې او د یخې چینې
چې مو وژل پرې د زړګي اورونه
آب حیات آب خوات یادوم
چې مو ودان وو پرې حسین کورونه
ته لا تر اوسه ترانې وايې
د مڼې ګل د سنځل ګل شاعره
ستا پر وطن د وچکالۍ خپسه
یه د وردګو د کابل شاعره

له طبیعت نه خو انکار نه کوم
زما مڼې زما انګور خوښېږي
دا د جنت په شان وطن مې یاره
په خوب او ویښه کې ضرور خوښېږي

خو چې دا لوړ غرونه او خړ سرونه
وچې چینې وچوکی رود وینم
ګومان مې نشي چې به څکه وکړو
چې خرڅې شوې مڼې دود وینم

د تجارانو لوی ټرکونه ولاړ
پېټۍ به ډکې له انګورو یوسي
د یو څو شنو روپو بدل کې یاره
ټولې مېوې به له مجبورو یوسي
نو دغه تکې سرې او سپینې مڼې
د تور پنجاب خېټې کندو ته لوېږي
یا خو له ښکلي کشمیر آخوا واوړي
دوزخ د ګېډې د هندو ته لوېږي

بس پخواني وختونه نه دي پاته
چې په ګلونو به مو زړه ورکاوه
چې په وږمو کې به مو زړه غوړېده
چې په رنګونو به مو زړه ورکاوه

چې به له کوره په خندا ووتو
د مکتبونو مدرسو طالبان
دغه شاو خوا باغونه ټول د ټولو
موږ به ور پرېوتو په جار او قربان

زما په یاد شي د همدغه کلي
ډېرو سپین ږیرو زموږ ناز وړی دی
همدغې لارې ته پرتو باغونو
زما د زړه د هوس باز وړی دی
بس دا کیسه نه وه د چا له باغه
موږ زردالو او شنې مڼې راوړې
دا زموږ خپل وو څه پردي خو نه وو
ډکه لمن مو آلوچې راوړې

د پټې کار نه و رڼا ورځ وه
دلته رواج نه وه د سوال خبره
د بدنیتیو د پېغور له اوره
دلته رسوا نه وه د سوال خبره

زما او ستا د باغ په ګډه پوله
دواړو پوولې وې په ګډه غواوې
واه! عجیبه به پسرلی ښکارېدو
لکه وطن چې ټول وي ناوې ناوې

زما له چاودو به چې وینې تللې
تا به له کوره ژېړ غوړي راوړل
چې ما به غوښتل نو که هر څه به وو
زموږ د کلي هر سړي راوړل
اوس چې دا ستا ماشوم زما له باغه
مڼه را وشکوي نو غوږ یې نه وي
اوس چې زما ماشوم دا ستا په پوله
غوا کړي روانه شور او ځوږ یې نه وي

زه چې باران غواړم نو نیت مې خراب
وایم چې خدایه خړ سېلاب راولې
چې له ما پرته ټول په مخه یوسي
خدایه همدغسې عذاب راولې

ته هم همدغسې ښېراوې کوې
له پسې شا واره انکار نه کوې
چې یوه تیږه غواړم سر پرې مات کړم
ته له خپل نیته دغه کار نه کوې

نو دغه لوړ او اسمانڅک غرونه
چې یې لمن له شهیدانو ډکه
له ما او تانه خپه شوي ښکاري
له ما او تانه یې راغلې کرکه
همدغه لوړ غرونه او خړ سرونه
وایه له چا نه مرور ښکارېږي
چې سپین څادر د واورې نه اغوندي
له ما او تا نه مرور ښکارېږي

نه نه توبه توبه خطا وتمه
زموږ نه پاک ذات سبحان خپه دی
د کایناتو کهکشان مالک
د غرو رغونو لوی سلطان خپه دی

له ما او تانه ددې ټولې دنیا
لویه هستي خیرالبشر خپه دی
چې یې د عرش مزل لحظه کې وکړ
هغه سپېڅلی پیغمبر خپه دی

نو داسې حال به باغونه وچ شي
نه به مڼه وي نه به شنه ترخه
نه به د ښکلو ګلابونو پر مخ
چېرې ښکاره شي بیا رڼه پرخه
نو داسې حال کې راځه ټیټه کاندو
خدای ته په عجز په زاریو غاړه
چې د بلبل له ترانو واخلو خوند
چې بېرته واورو د قمریو غاړه

چې راښکاره شي سپین اوښان د ورېځو
د رحمتونو بارانونه وشي
چې له دې دنګو اسمانڅکو غرونو
وچې چینې کاندي اوبه را خوشي

د سنځل ګل د مڼې ګل شاعره
راځه په ژوند خو دا کمال وکړو
د لوړو غرونو هست او بود له ربه
د نېک نیتۍ یو ښکلی سوال وکړو

۱۳۷۹ چک وردګ، د مڼې ګل مشاعرې ته اورول شوی


انځورګر

زه یو داسې انځورګر یم
چې روغ زړونه مې کار دي
د ښایست انځورګري کړم
څو رنګونه مې په کار دي

خو دا ډېره موده کېږي
چې له مینې تور دي زړونه
نو په داسې حال کې یاره
چېرته نشته دي رنګونه

ځمه ځمه مخ پر وړاندې
لټومه د ګل څانګه
ګوندې خدای یې په لاس راکړي
غنیمت د حسن پانګه

توره شپه کې وړاندې ځمه
بل په لاس کې مې مشال دی
هغه لمر را ځنې ورک دی
چې یې نن درویشتم کال دی

هغه لمر چې یې رنګونه
له پنځو زرو نه زیات وو
هغه لمر چې یې راکړي
انځورونه په زکات وو

پدې تمه وړاندې ځمه
که یو څوک په مخه راشي
چې د زړه حال ورته تېر کړم
چې له درده په ژړا شي

په دې تمه وړاندې ځمه
ګوندې لمر په مخه راشي
دوباره مې چې د مات زړه
دنیاګۍ رڼا رڼا شي
توره شپه ده لمر ویده دی
د نفرت د غرونو شاته
د دېوانو د لښکرو
د ډبرو زړونو شاته

چې په کار مې نه دي هغه
تور او سره رنګونه ډېر دي
دا په دې چې پر دې سیمه
د نفرت جنګونه ډېر دي

یو نیم غږ د کوکې واورم
په هماغه لور روان شم
چې ورځم په مړي واوړم
په ورتللو پښېمان شم

یو نیم غږ د زاڼې واورم
د آسمان په توره څنډه
څو مشال ورته ور ښایم
رانه ورکه شي په منډه
یو نیم غږ له کومې خوانه
د شپونکي د یا قربان وي
خو چې ورشم ساه نیولی
په ماینونو کې قربان وي

خو رنګونه دلته نشته
دلته مړ د ژوند څراغ دی
دلته مرګ ګونډه وهلې
دلته زړه د هر چا داغ دی

زه یو داسې انځور ګر یم
په یو لاس کې مې مشال دی
او په بل کې مې لوی خدای ته
د ها لمر نیولی سوال دی
۱۵/۵/۲۰۰۱
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery