مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

لعل پاچا


سپښتې

دلته د هغې کوڅې ګوټ ته ګورئ
يو دوه جوار ګره ناست دي
او په تېرو، تېرونو کانو باندې، زموږ د تن غوښې کړي بېلې ځانته
نشه او مست مو دي د زړه په وينو
له خندا شنه دي او د سترګو په کونجو کې، سره ګوري خاندي
لاس کې نيولي دي زموږ د تن هډوکو سپښتې
او پرې کوې زموږ د يار په لمسه
د سپښتو، سپښتو لوبه
يو بل ته ګوري سره
په مينه، مينه باندې
لو به روانه ده لا.


د پرون سندرې

اشنا زما زړګى خو د پرون سندرې وايي
دې نن ته پر سکروټو د ازمون سندرې وايي

مرګيه کډه وکړه نور زموږ له دې مالته
چې دلته تاندې لښتې د ژوندون سندرې وايي
د مينې په وطن کې د مجنون پادشاهي ګوره
لاسونه يې تک سره دي د قانون سندرې وايي
راځي به دې تورتمه د لمن څيرې کېدو ته
په لار کې د منزل مو سباوون سندرې وايي
يه وخته څه دې وکړه د ښايست بڼ کې زموږه
چې دلته هر يو ګل نن د جنون سندرې وايي

زړګيه ګيله مه کړه له پردو ځنې ته هسې
نن دلته د پښتو مرګ ته پښتون سندرې وايي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery