مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

علي ګل پيوند



د مور ليک ته

ليک مې د مور نه دى زده
چاته بې ويلي وي
چاته بى زاري کړي
چې راشه زما ګران زوى ته
وليکه!
زه روغه يم ته څنګه يې!
ياد خوبه دې وي!
چې شنه پاڼه
زموږ د کور له ونې
په زوره چا شکولې وه
ژړل به دې
تاتى-تاتى دې ډېر وکړه
ويده شولې
نو ګرانه مينه ګرکى مې
راوليکه!
زه روغه يم، ته څنګه يې!(1)

١٣٦١/٢/٤

د پېړۍ ګاليله

ما پخپلو سترګو وليد
هم هغه و
ببر سر ګرېوان څيرلى
لاس او پښو کې زنځيرونه
څوپاګانو يې خندلې
ويلې دا!
دا لېونى دى
پرېږدئ پرېږدئ چې ګونډه شي
په درنو درنو ورنونو
خو ده!
ده د ځمکې غوږ کې ((هو)) کړه
درته نه مې ويلې ګرانې!
ودې نه ليده څه وشو!
ځه! ته ځه! لنډوه لارې
((که زه وم که نه وم نه وم)).


غوټه ونه

زما نيکه کيسه کوله
ويل دا لويه ونه ګورې
چې ترې لاندې شنه وياله ځي
دا سپېرې دېرې وينې
د درنو ناستو وستل دى
د جرګو مرکو ځاى دى
په پېړو پېړو کلونه
که به چا زموږ په سيمه
که به چا زموږ په خاوره
که به چا زموږ په لره
که به چا زموږ په بره
د تېري لاس اوږدولو
يا به يې شرم جوړولو
وو تاوده به وستلونه
زما ياد دي بچى دلته
ددې غټې ونې لاندې
دغه ځمکه زوښېدله
سره ټول وو ولسونه
چې څه تړه دلته وشي
((هو)) پې وشي د سپينږيرو
د خداى زور د خلکو زور شي
سا او وينې شي د نرو
کاشکې دې کيسې کولې
څه يې ويلې له پخوا نه
چې په ((ګڼه)) کې يادېږي
د وياړونو له انسانه.(

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery