مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

عارف خزان


د تېغونو لو

نه...!
هېڅکله ذهن مې دا نه قبلوي
باور مې هم داسې منلى نه شي
چې ددې واټ دپاسه
د پښ دوکان کې هډو
د کر لپاره سپاره نه جوړېږي
لکه چې ګرم نه يمه!
زه د رښتيا له څنډ نه
په خپلو دواړو غبرګو سترګو وينم
چې پښ په بېړه، بېړه
د تسپارونو پر ځاى
دلته د کر، کيلې، باران موسم کې
د شنو تېغونو د رېبلو او د ((لو)) لپاره
له سړې اوسپنې نه ((لور)) جوړوي
او په ((لوګرو)) يې ارزانه پلوري.

١٣٦٦/٤/٣١
کابل

د حجرو شهادت

زموږ د کلي له سپېرو نغرو نه
نور د اورونو لوګي
لکه بيرغ چېرته د بام دپاسه نه رپېږي
د چينو سترګې د حجرو د شهادت په وير کې
له ډېره غمه ړندې شوي اوښکې نه تويوي
او کلى کوز له پاسه
جوړ د بادونو د مارانو د نڅا جشن ته
په ډېر هيبت
کنډر،
کنډر
ولاړ دى.

١٣٦٨/٧/٢٨
کابل
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery