مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

فضل الهي ګران


د رڼا نيالګي

هره خوا جان او جانان دى کوه طور دى کوه طور دى
يو بې حده خوږ جهان دى کوه طور دى کوه طور دى

عشق او وجد دى مستي ده د انوارو دنياګۍ ده
چې موسى ورته حيران دى کوه طور دى کوه طور دى

تجلې مې د جانان دي ددې زړه د عرش له پاسه
مينه مينه کن فکان دى کوه طور دى کوه طور دى

ستا د وحې نه قربان شم اى د عقل جبرائيله!
لږ خو وګوره توپان دى کوه طور دى کوه طور دى

ميخواره مجنونان واړه يو له مخې ميزوبان شوه
اوس د مينې امتحان دى کوه طور دى کوه طور دى

دې سرکش ناري جهان ته د مهدي وتل په کار دي
څه ښايسته نوري ارمان دى کوه طور دى کوه طور دى

چا ويل چې د ګران شعر راپرېوتى له اسمانه؟!
ګرانه ستا زړه څراغان دى کوه طور دى کوه طور دى.

١٣٦٩/٦/١٣


ژوبل دردونه

اوښکو کې د چغو تندرونه ويښولى شم
سترګو نه د کړيکو ټول خوبونه تښتولى شم

وينې، وينې چغې د شېبو مې ژوبلوي مدام
چغې د قلم نه لکه وينې غورځولى شم

ته که چاودې پوندې او شکېدلى ګرېوان نه ګورې
زه ژوبل دردونه د چا کله هېرولى شم

دا ببر سرونه وچې شونډې او زخمي هيلې
تل د عاطفې په نرمه غېږه کې نيولى شم

سوزند فريادونه او ويرونه شول لمبه لمبه
ژوند د بې احساسو په لمبو کې سوزولى شم

ټول ګلان د چغو په وربل کې د خوږې مينې
ډېر په مينه مينه لکه پېغلې زنګولى شم

ونڅوه ګرانه په غزل کې اورنۍ چغې
ژوبل اميدونه په نغمو ټکورولى شم.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery