مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پروين فيض زاده ملال



پردى ساقي

کوڅه هغه ده خو صنم نه شته
د زړه پرهر ته مې ملهم نه شته
رانجه ژړېږي د بڼو پر څوکو
چې د جانان مې پرې قدم نه شته
د شونډو پاڼې شولې ترمې ترمې
ساقي پر دى، دى څه يې غم نه شته
سپوږمۍ غمجنه شوه پر بام نه راځي
د ځلېدلو يې پرتم نه شته
کږه وږه لکه د څانګې شومه
سپرلى بيده د وږو دم نه شته.

١٣٦٧/٥/١٣

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery