مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ډالۍ


((زلمي هېوادمل)) ته چې پر دې دنيا يې د خپل زلميتوب خوږې شېبې د پښتو د خدمت لپاره پر منډو رامنډو، دګردجنو پاڼو پر لټولو او پلټولو، د ناڅرګندو پر څرګندولو، د چاپخونو د ماشينونو پر ګړبهار، د بې وقوفانو د سپېرو او ترخو خبرو پر اورېدلو، پر پليو مزلونو، د نوي ادبي کښت پر کرلو د ځوانو هيلو پر هڅولو، په ويښه د شپو پر سبا کولو، د دې رنګينې دنيا د عيش او عشرت پر هېرولو، په بې درده زړونو کې د احساس پر ټوکولو، د لويانو د حق پر اداکولو او د پښتو د پيکي ګل پر تل ښېرازه ساتلو تېرې کړې او په بله دنيا خو به يې بې له شکه د دوزخ شنې او سرې لمبې له ژونده تاوې وي ځکه چې ده پښتو ته خدمت کړى او پښتو خو د ((دوزخ)) ژبه ده.

په درنښت
د قربانۍ پر همداسې لارې مين


يو بل ((يون))

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery