مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ابراهيم شينوارى


د قبر عذاب

ماته ملا ويل: (عيسى دخداى رسول يوه ورځ
له هديرې دوه مړي،
بيا راژوندي کړل او پوښتنه يې د حال ترې وکړه
نو پرهېزګاره مړي
چې يې له مرګ نه څو پېړۍ تېرېدې
ويل: (په ما عمر شو تېر لکه يوه خوله خندا او يا څپه د نسيم.)
خو ګنهکار مړي چې درې ورځې يې شوې وې لا
له دې نړۍ نه د تلو
ويل چې دومره ځورولى يم ((د قبر عذاب))
چې د پېړيو شمېر يې،
نه شم شمېرى ټول عمر
موږ ته چې اوس د نړۍ ارته او پراخه سينه
شوله د ګور په شانې
او دا اوچت بې انتها زمردين اسمان چت
مو شوه تخته د لحد،
موږ چې د ژوند په نړۍ مړه شو د تيارو له لاسه
او دوه اړخيز فشار د ګور د دېوالونو په شان
موږه زبېښي په منځ کې
او زموږ څو ګړۍ ژوندون چې شو (د قبر عذاب)
نو دا په کومه ګناه؟
موږ خو يوازې ژوند کې مينه کړې
او بېګناه يو اوسېدلي خپلواک! (1)

رښتينى انځور

هر څومره چې تورې، تورې لړې
د غره خواوشا راټولې شي
ما د ځلېدونکي لمر شوخو پلوشو لاندې،
هغه وخت چې شين اسمان خندل ماته،
ټولې د غره ونې بېلې، بېلې ښې ليدلې دي
هلته ما په نښه کړې
چې، تور نښتر يې زلفې وې،
سيند يې د اوبو پر مخ روان و په مستۍ او عشق
شنه بوټي خالونه وو د غرونو، ځلېدل ښکلي
نه وځي له مغزه نه مې،
هماغه رښتيانى انځور
او، څرنګه چې دي،
زه يې هماغه ډول پېژنم!!؛
١٣٦٧/٢/٣٠
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery