مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

شكنجې


ټول نهريو خو يو تش شان شكور ته ناست يو
ددې دور د ظالمو زور ته ناست يو

پنجرې نه باهر سپينې واورې اوري
مونږه سوزو چې دزړونو اور ته ناست يو

چاوې، نوى بادشاه تك سپين لكه لمر دى
مونږ څه سپين ليدلي نه دي تور ته ناست يو

پورې دښتې كې څه مست شازلميان خښ دي
همسفر مو وو، دهغو شور ته ناست يو

دالسيزه، دا ظلمونه به تل يادوي
نور څه نه د انسانيت پيغور ته ناست يو

دمشعل دهېواد هر رنګ او نژاده!
داكور، كور كړئ چې ټول دغه كور ته ناست يو

د سرطان لسمه 1381
شبرغان - جوزجان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery