مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

خيــــال

زه پوه نه ومه چې چېرته
له خپل كوره ومه تللى؛
ديو ښكلي بڼ په مينځ كې
د ويالې په غاړه ناست وم
د بلبلو شور ماشور وو
فضا ټوله وه رنګينه؛
د ويالې په شنو اوبو كې
زما سترګې ځيرېدلې
او دشنو اوبو څپو كې
دخيال كرښې ښكارېدلې؛
څپې ورو، ورو شوې بدلې
او ترې جوړه هنداره شوه
ماددې هندارې مينځ كې
دخپل يار څېره ليدله
چې دمينې څو خبرې
كړي له ماسره خاموشه

زه د ډېرې خوشالۍ نه
په خپل ځان نه پوهيدمه
دوصال نشه كې ډوب وم
او اوبو، ته ځيرېيدمه
جانان ما سره مشغول و
په خوږو خوږو خبرو
زه هم ځير وم خپل جانان ته
چې يې واورمه خبرې
زه لاموړ په ديدن نه وم
لامې هېڅ ليدلي نه وو
چې چا كاڼى راګذار كړو
د اوبو ريڼې ښيښې ته
داوبو ښيښه شوه ماته
هنداره شوه دړې وړې
او د شنو اوبو څپو كې
مې ديار تصوير پناه شو

ګردېز 28 � ورى � 1372

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery