مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

بنديز


ګرانه! دمينې نوم په خوله وانه خلې
دلته د ښار په څلور لارو كې،
دمينې دښمن
چاړه په لاس ولاړ دي؛
مينه په زړه كې وژني،
او دمين په رپيدونكو شونډو،
دمينې نوم لكه ماشوم قتلوي.

25/8/1373- شاه شهيد- كابل