مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سرور كاينات "ص" ته

دسلام ډالۍ مې مه شه له تا درېغه
د وقار شمله دې خداى ساتلې نېغه
ته يو نور يې وهمه واړه عالم ته
د بد خوا سترګې دې ووزه بې تېغه
دادنيا خو ستا لـه رويه منوره
دادنيا خو ستا لـه رويه بختوره
ستا پيغام وو چې رڼا يې را خوره كړه
كنه هره خوا تياره وه لر او بره

ستا ژوندون څه دنيكيو سرنامه ده
ستا احوال دنېك بختيو علامه ده
تا د ژوند په معنى پوه هر يو انسان كړ
لارښوونې دې دښه ژوند برنامه ده

د بيكسو او بيوزلو مددګار وې
دخاين او د ظلم دسترګو خار وې
ته ښوونكى د رڼا او د ښكلا وې
تكيه ګاه دهر مومن او هر ديندار وې

دګناه پيټى په غاړه، ګنهګار يم
شفاعت ته دې محشر كې انتظار يم
تر هر چا پخپل امت يې مهربانه
شكر خدايه، امتيانو كې د شمار يم

24/2/1375
ټل- پښتونخوا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery