مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزليالت


زما د زړه په كور كې، كور جوړوي
ياد دې محل څومره په زور جوړوي

په چپو شونډو دې اظهار دمينې
څه هنګامې جوړوي، شور جوړوي

زمونږه شونډې، شونډې څه پيژني
دا خلك هسې پسې تور جوړوي

پېرزو يې نه شي په مونږ فصل دګل
د چم رقيب مو ځكه لور جوړوي

زما لـه مينې او دتا لـه ښكلا
فطرت لګيا دي يو انځور جوړوي

2/10/1998 ټل، پښتونخوا
 


غزل

چې په غاړه كې د پروت دى د دلبر لاس
شېخه ځكه ګڼې ته په دنيا بر، لاس

ابراهيم مې وېجاړ كړى دخيال بت دى
هېڅ تاثير ورباندې نه كا د آذر لاس

زه يو تن يم، بيلوى مې هېڅوك نه شي
كه هر څو رانه څوك بېل كړي د خيبر لاس

خواره مېنه مې د دور كربلا شه
له هر خوا ورته را اوږد دى د شمر لاس

زه مشعل يمه د مينې سيلاب وړى
كاش چې خښ مې شي د وصل په ګودر لاس

22/جولايى 1994 ټل، پښتونخوا
 

غزل

دجانان رنګينه خياله چې را خور شې مستانه شم
په هوښياره هوښيارى شم بېهوشه دېوانه شم

دا څه چل را باندې وكړې، بې شرابو مې نشه كړې
هم شراب شم، هم ساقى شم، هم ساغر هم پيمانه شم

تصور كې دجانان نه مينه ناك لاسونه تاو كړم
چې په هوش شم هېڅ څه نه وي،خپل وجود ته زولانه شم

په ژوندونې چې زما پوښتنه نه كوې دلبره
بيا يې څه كړم چې د ژوند زړه كيسه او افسانه شم

غزل چېرته، مشعل چېرته، دا دمينې څه افسون دى
ستا يادونو كې چې ډوب شم هم غزل هم ترانه شم

د 1367 كال د ليندى لسمه
مجاهد ليسې ليليه � پيښور
 

غزل

بيادې لـه جنګه سترګې واړولې
كه دې لـه ننګه سترګې واړولې

څومره بې خوده شوې خماره ياره
چې دې لـه بنګه سترګې واړولې

دسر او تال نغمو نشه، نشه كړې
كه دې لـه ترنګه سترګې واړولې

دمحل هره خواد ستوري ستوري
چې مې لـه څنګه سترګې واړولې

كوم خوشال خان دې بيا په سترګو كې شو
چې دې اورنګه، سترګې واړولې

په ودان كلي كې به تل وې مېلمه
اوس دې لـه ړنګه سترګې واړولې

دمشعل زړه دې څه بې درنګه يوړو
چې دې بېدرنګه سترګې واړولي

داكتوبر 15 مه 1995
ټل، پښتونخوا

غزل

راشه! چې جنون پسې اخيستى يم
هجر او افسون پسې اخيستى يم

ژوند كه ټول همداسې وي، ترې مرګ ښه دى
بې لـه تا، ژوندون پسې اخيستى يم

نكړمه ګيله چې مغل مات كړ
جهل د پښتون پسې اخيستى يم

لولم يې په مينه خو، زړګى مې خوري
داسې يو مضمون پسې اخيستى يم

راشه چې يو دوه ورځې ښې تيرې كړو
نور نو ځيګر خون پسې اخيستى يم

زاړه مكروريان � كابل
2003/جولايى لسمه
 

غزل
"نغمې دي د بلبلو لور په لور د پسرلي"
زرغون ټغر بيديا كې ښكاري خپور د پسرلي

ګل شونډې، چنارونه، غزليزه ځواني ستا
كه جوړ دى په تابلو كې چا انځور د پسرلي

دنۍ مسته كوڅه ده، كه دماتې شپيلۍ غږ **
ګلبڼ دغزلونو دى سمسور د پسرلي

آبشار وي او چغار وي دچر چڼو هره خوا
پوره په ترنم وي همدا شور د پسرلي

ريدى يې ګريوه چاك كړ او نيمزالې ونې شنې
مشعله! غوړولى يې دى زور دپسرلي


12- جولاى- 1994 د پښتو ادبي چمن دفتر- ټل

** دنى كوڅه اوماته شپيلۍ دمحترم محمد صديق پسرلي دغزلونو ټولګې دي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery