مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

 لنډ څپيز غزل

په ماد غم نښې دي
ستا دكرم نښې دي

ساندې او اوښكې ژړا
زما دچم نښې دي

دا رنګينۍ دفطرت
مې، دصنم نښې دي

د ديدن لنډې شېبې
دجام جم نښې دي

مشعله وينه كړه تېل
بيا دتورتم نښې دي

ټل-پښتونخوا
7/12/1995