مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزلونه

دوى څومره زوره وردي هريو کاريې دى په وس کې
ياران له ما بهتر دي ځکه ښکار يې دى په وس کې
ها ښکلې جادوګره کرشمې لري منګول کې
اقرار يې دى په لاس کې او انکاريې دى په وس کې
رمې رمې ښکلا يې په سازونو کې ده نغښتې
شپونکى يار مې اتل دى يکه زار يې دى په وس کې
څپې د سين به سپيني وي خو داترې کمه نه ده
څارونکى بختور دى چې دا څار يې دى په وس کې
------------------------------------------------


کاينات دې راپه شاکړو اوس ټالۍ وهم بې واره
دغه پېټى به ترکومې په اوږو وړمه باداره
زما مخ يې له کفن نه را څرګند کړ بيا يې وويل
واه په دې نوي لباس کې چېرته درومې کلانکاره
چې مو دوه سترګې څلور شي کيفيت يې دومره خوږ وي
لکه اوښه لاس ته راشي په سرو زرو باندې باره
دا چې اوښکې ليدى نه شم ددنيا د مظلومانو
نو بيا څنګه به زه نيسم مخ ته وړاندې مې هنداره
د ژوندون تورو تيارو له د موسى مړوند پکاردى
دشينکي اسمان دلاندې ورکه شوې رانه لاره
نو تڼاکو ته د زړه مې وايه کله رسېدى شي
ددې ځمکې واړه شګې داسمان ستوري بې شماره
2002 اګست 23
پېښور
د مرغلرو خريدار دې کړمه
خالقه ! اوس ايله په لار دې کړمه
ما و ژوندون لکه د باز تېر کړى
ظالمې خنګه را ايسار دې کړمه
زرې زرې بنګړي بنګړي دې کړمه
نشه نشه خومار خومار دې کړمه
په توره خوله تورې خبرې کوې
ملا ددين ځينې وېزار دې کړمه
په کج روۍ مې هم موسکى ښکارېږې
اسمانه داسې ښکاري يار دې کړمه
ما د څو ښکلو خپلولي غوښتله
شکر په دې کالو سينګار دې کړمه
د خوبرويانو ډلې څنګ ته راځي
سم د رحمان بابا مزار دې کړمه

2003 اکتوبر
پېښور


له دنيا نه مې زړه تور دى پري ذاتې
ښه ده ستا غېږ کې مې کور دى پري ذاتې
چې ستا زلفې سايبان دي پر ما باندې
په مالت کې داسې شور دى پري ذاتې
زما مخ به د لمر مخو تکل نه کړي
دا اوربل چې دې را خور دى پري ذاتې
لکه ستا په سپين جبين واړه خالونه
هر دښمن مې داسې تور دى پري ذاتې
بيا دې څنګه سپموې جام د سرو شونډو
چې راپورې داسې اور دى پري ذاتې
غنيمت دى چې يو بل ته مو غېږ ورکړه
دنيا پرېږده سړي خور دى پري ذاتې
کرشمې دې د ستم را باندې کم کړه
پام خو وکړه مخکې ګور دى پري ذاتې
په مړو سترګو به هېڅ چاته نه ورګورې
هر سړى دلته ميخور دى پري ذاتې
ستا عامر خو له بنګړيو ځينې جوړ دى
زورورو سره زور دى پري ذاتې
2004 اپرېل 5
پېښور -ګلبرګ

په او ښکو لونګينه او شيرينه زندګي ده
جانانه! بلا ډېره نازنينه زندګي ده
ترشنه اسمان دلاندې او تر خړې ځمکې پورته
بغير له ميني څه دي خو بس مينه زندګي ده
دشنو بنګړيوباردى خيال به ډېر ساتې جانانه
د ځان په څېر دې ګوره چې مهينه زندګي ده
په غرونو او رغونو به داستا په تکل ګرځم
پري دا ستا په سر خو مې تر چينه زندګي ده
ياران کنګل نيولي دي دمينې لمر په کار دى
دانن سبا کابل کې هم واورينه زندګي ده
مرګ څه دى د رنګين ژوندون په لوري يو قدم دى
يو شين تصوير راښايي څه خوشبينه زندګي ده
څوک مسک دي څوک ژړيږي داهرڅه ورته ښکاريږي
عامره تماشه کړي تماشبينه زندګي ده

2004 اپرېل 5
پېښور - ګلبرګ


تانه ځار په هزار وار شم پري ذاتې
خداى دې وکړي چې په لار شم پري ذاتې
دامې هيله د خاطر چې دې ګرم نه کړې
کله کله که په قارشم پري ذاتې
که جنت کې داويا حورو سردارشم
بيا به هم ستا طلب ګار شم پري ذاتې
که دې تاج په سر کې نه شوم دامې هوډ دى
ستا په پښو کې به پيزار شم پري ذاتې
که دې پرېوتم له سترګو نو بيا بويه
له کړم به را ګوذارشم پري ذاتې
ځان به هله سرخ رو په جهان بولم
که سرخي دې د رخسار شم پري ذاتې
ته چې داسې په مړو مړو سترګو راګورې
ښايي زر به زه بيمار شم پري ذاتې
تصور دې ټوله شپه راسره مل وي
تر هغې چې را بيدار شم پري ذاتې
دروېزګر به شم خو تا به خواره نه کړم
يو ځل بيا که بې روزګارشم پري ذاتې

2004 اپرېل 5
پېښور - ګلبرګ


د ژوند د رنګينيو په تکل يوه جينۍ
حالاتو څومره زر کړله بدل يوه جينۍ
برېښنا يې د وجود ده چې زړګى مې شو ملال
تل اغوندي پوړنى د ململ يوه جينۍ
هغه لحظه په خداى چې وي معراج زما مقام
ما څنګ ته رانزدې کړي په څنګل يوه جينۍ
اسمانه دامنم چې دې ځواني راسره وکړه
دا څه ووچې شوه رامه لکه ګل يوه جينۍ
دادومره ډېره مينه يې په خوب نه وه ليدلې
عامر وه خوښه کړې په اټکل يوه جينۍ

2004 مارچ 29
پېښور _ ګلبرګ

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery