مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

نظمونه او ازاد شعرونه

سترګې
بس ده ستا ښکلا به ډېره نه ستا يم
بس دى ستا د حسن صفت نه کوم
پس له دې پردو کې دې را نغاړمه
لرې له هر چانه دې زه غواړمه
سترګې د ښکلا په لټون ګر ځي تل
سترګو خو دنيا د خلکو ورانه کړه
سترګو، ستا کابل پرون خوړلى و
حسن يې د ځان ورته غم شوى و
خلکو چې کشمير ته به نظر و کړو
ويل به يې جنت دى د نړۍ په سر
ودې ليدل سترګو کشمير و خوړو
دا سې زلزلې ور باندې راغلې چې
هره شېبه زمکه يې ټالۍ وهي
نو اوس هره ګړۍ په دې ډارېږمه
ستا ښايست که داسې تجلې کوي
سترګې ددنيا دې ګلالۍ وهي
اوس په دې خبره رسېدلى يم
ځان که سپيلني په شانې دود کړمه
سترګې ددنيا چې راپسې وي نو
تا به د کشمير په شان کابل په شان
خدايګو د نظره کړي وېرېږمه
نو ځکه دې د حسن صفت نه کوم
بس ده ستا ښکلا به ډېره نه ستايم
پس له دې پردو کې دې را نغاړمه
لرې له هر چا نه دې زه غواړمه
2005 اکتوبر 19
حيات اباد -پېښور
---------------------------------------دانګليسي ژبې د وتلي شاعر پاال پا ټس اوه شعرونه :
مخه ښه
چې انکار دې زما له مينې څخه وکړو
نو ما هم کړې تمبې پورې
ستا د خوب خونه مې پرېښوه
دواده ګوتمه مې باندې
دروېزګر ته په کاسه کې
په يو شرنګ سره ګوذار کړه
هاغه ورځ زمونږ په ژبو
د خبرو هم سلګۍ وې
چې يو بل ته مو لاس ورکړو
مخه ښه مو سره وکړه
---------------------------------------

دوه پړاوه
دا زمونږ د تاريخ پاڼې
دي په دوه برخو وېشلي
يو هغه چې مخکې تېرشو
د عيسى له زېږېدو نه
بل هغه چې وروسته وشول
د عيسى له زېږېدو نه
دغه راز زما ژوندون هم
دى په دوه برخو وېشلى
يو دا ستا تر ليدو وړاندې
يو دا ستا تر ليدو وروسته
-----------------------------
بيلتون
يوه ورځ په لاره تلمه
چې مرګى مخې ته راغى
ها د هاْغه ژوند په څېر و
چې دا زه يې تېرومه
بې له تا نه اى جانانه
---------------------------
حسن
خلک وايي خدا يه تا ته
کرشمې لرې منګول کې
نو ستا لاس کې دومره نه دي؟
چې زما د زړه ښکلا نه
يوه زره حسن رابيل کړې
او و جود راته حسين کړې
---------------------------
دويم نظر
ستا په لورې در کتل به
يو ځل بيا به په دغه رنګ وي
لکه څوک چې سترګې بايلي
او بيا بيرته را بينا شي
----------------------------
مينه
چې دې غېږه کې پرته وي
ها نجلۍ چې ستا ده خو ښه
ته به داسې فکر کړې چې
خداى دى زمکې ته راغلى
خو که دغه نجلۍ هم وي
داستا مينې ته لېواله
نو بيا ستا احساس به څه وي
په دې زه هم نه پوهېږم
داسې ما نه دي ليدلي
----------------------------
سفير
محبت دداسې کس چې
ستا د مينې قدر نه کړي
دا نو داسې يوه کيسه ده
لکه ته چې يو سفير يې
د يوداسې يو هيواد چې
نه يې نوم نه يې نشان شته
-----------------------------
ګلاب
هنرک نور برانډنټ )ډنمارک (

دامنم چې زه شاعر يم
خو تر دې وروسته محبوبې
تا دميني په لفظو کې
د ګلاب په څېر نه ستا يم
نور دې نه انځورومه
نور دې نه شم کارولى
ستا وجود تر دې اوچت دى
تر ګلابه ښايسته دى
ته پخپله په خپل ذات کې
څومره ښکلى انجمن يې
-----------------------------
لمس
ميريټي تورپ ( ډنمارک )

چې داستا خبرې نه وي
بيا د چا خبرې نه وي
چې ستا لاس رانه تاو نه وي
لکه کنګل مې وجود وي
ته چې ما ته نه راګورې
بويه سترګې مې ړندې وي
چې ته غږ را باندې نه کړې
زه څه نا ورمه له چا نه
ته چې کله راسره يې
زه يم ورکه له خپل ځا نه
---------------------------
يو اړخيزه مينه
شار لوتي رتلى [ ډنمارک ]

مينه که يوازې له يوه خوا نه وي
دا لکه يو بوټى چې لوى شوى وي
بې له کروندې او بزغلي څخه
سر ددغه بوټي هسکېدى نه شي
هېڅوک هم قفس کې سترېدى نه شي

---------------------------------
وخت
بيني اندرسن [ ډنمارک]

په کاله کې مې موجود دي
يو نه ، دولس ساعتونه
خو بيا هم داسې گڼم چې
وخت زما سره ډېر کم دى
د کاله له پخلنځي نه
چې زه غواړم شيدې راوړم
خپل کمکي شاني بچي ته
خو چې بيرته راستنه شم
هغه دومره وي لوى شوى
چې شېدو ته هېڅ اړ نه وي
هغه بير له ما نه غواړي
هغه نجونو ته هوس کړي

---------------------------------
د وږيو انسانانو سندره
محمد الجوا هر [ سعودي عربستان ]
اى ډوډۍ ته ارمانجنو !
سترګې پټې کړئ ويده شئ
ها د رزق رسوونکى
دې ساتنه ستاسو وکړي
حيف چې توري دي کمزوري
لوږه نه شي کمولى
خداى دې وکړي چې خوبونه
ستاسو لوږې ته دوا شي
خداى دې وکړي چې ويده شئ
د وعدو په بسترونو
د سندرو په سورونو
خداى دې وکړي چې په خيال کې
خداى دې وکړي چې په خوب کې
د سپوږمۍ په شانې ګردې
ډوډۍ تاسو ته پرتې وي

-----------------------------------------------

زړه
ولادي مير مايا کو فيسکي [ روسيه ]

ددې نورو انسانانو
زړه سينه کې وي دننه
خو چې زه يې جوړولم
د تخليق علم خطا شو
بس يو زړه يې را نه جوړ کړو
اوس مې زړه دى چې درزيږي
په وجود کې نه ځائيږي
-----------------------------------------------
چې زه مړ شم
ګارسيالو ر کا [ هسپانيا ]

کله چې زه مړ شوم ......
دبالکن دروازه خلاصه پرېږده
ها کمکى هلته نارنج خوري .....
د بالکن نه ما ته ښکاري
ها کرګر چې فصل ريبي ....
د بالکن نه ما ته ښکاري
نو زما ده وروستۍ هيله
کله چې زه مړ شوم ......
د بالکن دروازه خلاصه پرېږده

.............................................................................
هيله
رسول حمزه توف [ روسيه �داغستان ]

انسانان ټول جولاګان دي
د خپل سا له نري تاره
د ژوندون تکې او بدي دوى
د هر چا ده خپله برخه
څوک له دې وړې تکې نه
سپين کفن ځان له تيار کړي
خو زما هيله ده بله
زه به تار د خپلې سا نه
يوه سره جنډه کړم جوړه
چې نشان د خپلواکۍ وي
د کلا په سر رپيږي
...........................................................................
داغستان
ر سول حمزه توف [ روسيه � داغستا ن ]

د سوچونو د خيالونو
له اسمان نه يو څه وړاندې
د واورينو شان غونډيو
له ژورو دريابونو
لږ څه وړاندې هلته مخکې
يوه سيمه ده اباده
چې د زړه په سترګو ځير شم
څومره ښکلى راته ښکاري
دغه ښکلى داغستان دى
زما دميني يو ګنبد دى
زما د ژوند يو سرما يه ده
مور مې هم دلته او سيږي
په يوه زړه کوټه کې
ما هم بويه يوه ښخته
د هم دې زړې کوټې چې
زما مور پکې اوسيږي
تر هغې به زه ژوندى يم
چې دا نښي معلوميږي
داغستان راته ښکاريږي
گلونه
هنري کانستي بل

ګلان واړه دروېزګر دي
غوړولي يې لاسونه
زما ديار له ښکلو شونډو
مستعار اخلي رنګونه
اننګي د ګلالۍ مې
الله داسې ښايسته دي
چې په بڼ کې ټول ګلونه
ورته ټول اوبه اوبه دي
زما يار لکه د لمر دى
ګلان ټول پرې ژوندي کيږي
ځيني ځيني خو له قصده
ورته وګوري زېړيږي
دالاله دى که ريدى دى
او که ګل د ارغوان دى
داسرخي چې په کې ښکاري
دغه رنګ مې د جانان دى
رنګ د يار مې پيکه نه کړي
دا زړګى مې پرېشان دى
دا د يار د خولې نفس دى
وږمه نه ده د ګلانو
دغه زمکه چې توده ده
دا تاثير يې د چشمانو
بزغلي يې چې را شنه کړل
دا باران د اوبو نه دى
دا مې اوښکې دي د سترګو
دا زمان د او بو نه دى
خوبونو کې راځه
کرستينا جارجينا روسيتي

راځه راځه په خوب کې راشه راته
اى د امېد ياده
اى د پاى ته رسېدلو کالونو مينې
اي خوبه ،ښايسته خوبه ، تر ټولو ښايسته خوبه
ارمان چې سترګې پرانېزم او په جنت کې يم
دروحونو په استوګن ځي کې
هلته چې دروحونو ارمانجنې سترګې
خلاصېدونکې دروازې ته ګوري
ددروازې دربان .......
باندې وتلو ته څوک نه پرېږدي
دروازه يوازې دننه خواته خلاصيږي
خو اى زما دتېرو کلونو مينې !
ما ته په خوب کې راحضور شه
ترڅو د ژوند د باد څپه ووينم
ژوند چې ساړه مرګ رانه اخيستى
ستا په راتلو به ګوندې بيا ژوندۍ شم
چې سا په سا اوخوله په خوله شو سره
خو چې راتلې راته به ورو غږېږې
داسې ورو ،چې پخوا به غږېدې
خو خداىزده څومره پخوا ...........؟.


مستانه هلک
زه ددنګو غرو ها مستانه هلک
ستا دجبين خال پسې روان شومه
ډېرو کلي والو نجونو وويل
لاړمه ښارى شومه او وران شومه
تاته چې نزدې شوم انګېرله مې
خاوره نه يم هسک شومه اسمان شومه
زړه مې د چر چڼې نه هم ووړ ،و،خو
مينې سره خداىګو پالوان شومه
............................................................
بې له سندرماره به زه څه کېدم
زه چې د شپېلۍ سره لوى شوى وم
زړه مې دشيشې غوندې و سپين ځکه
زه سپينې ګلۍ سره لوى شوى وم
غره کې به مو ځغاسته په يو ځاى کړله
زه وړې کبلۍ سره لوى شوى وم
منډه کې به ولې لومړى نه ومه
زه دغرو سيلۍ سره لوى شوى وم
................................................................
زه لکه دغره واوره را خوى شومه
ستا د ښار په لوري مې مزل وکړو
بس خو ستا تر لپې مې ځان ورسو
تا سره که ځان سره مې چل وکړو
...............................................................
زه د ښار تيارو کې ورکېدمه خو
ته لکه رڼا هلته ولاړه وې
ما په لوړه بيه رانيولې خو
ته راته ويړيا هلته ولاړه وې
پښې که مې ټپي وې او تڼاکې وې
ښکلې مسيحا هلته ولاړه وې
خداى ګو دوباره دې را ژوندى کړمه
ته لکه عيسا هلته ولاړه وې
سترګې مې موښلې ګوندې خوب به وي
نه ولا ! رښتيا هلته ولاړه وې
.............................................................
پرېږده چې دنيا را مخامخه شي
موم نه يمه تيږه يم ډبره يم
ښه چې شم د شاتو ميږتون يمه
بدو ته والله يوه ډمبره يم
تريخ که يم دنيا ته چې دښمنه ده
ته خو مې خوړلى شې شکره يم
يو ځاى به دنيا سره جنګيږو مونږ
تېر مې هم له ماله هم له سره يم
.............................................................
ښکلې خو دا يو احسان په ما وکړه
ما په تورو زلفو کې بندي ساته
بل ځاى کې مې سود دزړګي هېڅ نه شي
ما د زړه په کور کې دې خوندي ساته
...............................................................

2006 فبروري 4
پېښور - حيات اباد

دژورنالست سندره

په سټوډيو کې غلې غلې
يادوم دې نازولې
چې راپور پسې روان شم
سمه ته راسره درومي
که ته ناسته يې په کور کې
خيال کې ښه راسره درومې
مرکه چې چانه اخلم
ستا پو ښتنې راپه ياد شي
مخامخ سړى مې هېر وي
ستا غو ښتنې راپه ياد شي
داپوښتنه له تاکړمه
زوروره يې ته ولې ؟
په سټوډيو کې غلې غلې
يادوم دې نازولې
داخبار سرخي ته ګورم
کله زه چې په سهر کې
رنګ مې يو نا څاپه سور شي
ستا د شونډو تصور کې
چې زه سکريپټ کله ليکمه
ستا خبرې را په زړه شي
واړه توري ګډ او وډ شي
چې شکرې راپه زړه شي
بيړني خبر په شانې
زر مې ذهن ته رازغلې
په سټوډيو کې غلې غلې
يادوم دې نازولې
ميکرافون کې چې هلو کړم
مبايل په شرنګېدو شي
چې يې غوږ ته رانزدې کړم
لکه ته په غږېدو شي
چې راپور مې ثبتومه
زما په ستوني کې غږېږې
په څپو د هواګانو
مانه وړاندې ته خپرېږې
زما په زړه دې ښخې کړي
راته ښکاري دي منګولې
په سټوډيو کې غلې غلې
يادوم دې نازولې
ستا د حسن برکت دى
په راپور کې شاعري کړم
زه نو هاغه خبريال يم
چې خبرې باوري کړم
رانه دا پو ښتنه مه کړه
چې يې څومره پر ما ګرانه
دراپور په شان خوږه يې
چې خپريږي له دستګا نه
دراډيو په شانې ښکلې
زما زړه ته يې منلې
په سټوډيو کې غلې غلې
يادوم دې نازولې
2006 فبروري 23
پېښور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery