مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپښتو شعر هندسي جوږښت

٨- څلوريز (مربع):
مربع هغه ډول شعري فورم دى، چې هر بند يې څلور مسرې لري. د لومړي بند څلور واړه مسرې يې په خپل منځ کې همقافيه وي، يانې يو شان قافيه تعقيبوي. رديف په کې اختياري دى که د سر په مسره کې رديف راوړل شو، نو د لومړي بند په څلور واړو مسرو کې يې راوړل حتمي دي. د نورو بندونو درې مسرې سره په خپل منځ کې همقافيه وي، خو د څلورمې مسرې قافيه يې د لومړي بند د مسرو قافيه تعقيبوي او که لومړى بند رديف ولري، نو د نورو بندونو د څلورمو مسرو قافيه او رديف بايد همغه د لومړي بند قافيه او رديف تعقيب کړي. که شاعر هر څومره د بندونو زياتول غواړي، نو پورتنۍ قاعده بايد مراعات کړي. بله خبره داده، چې که چېرې د لومړي بند مسرې رديف ولري، نو دا ضروري نه ده، چې د ټولو بندونو لومړۍ درې واړه مسرې دې هم رديفونه ولري، بلکې د ټولو بندونو څلورمه مسره د لومړي بند د شکلي جوړښت يانې د قافيې او رديف تعقيبولو ته اړه ده. بل ټکى دادى، چې اکثره د ټولو مسرو د څپو شمېر سره مساوي وي، خو په ځينو خاصو حالاتو کې کېدى شي د کوم بند د څپو شمېر د يوې څپې په اندازه زيات يا کم شي. ددې فورم هندسي جوړښت داسې ترسيمېدى شي:
=a_________________________
=a_________________________
=a_________________________
=a_________________________

b_________________________
b_________________________
b_________________________
=a_________________________

دا بڼه هم درلوداى شي:
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________

=b_________________________
=b_________________________
=b_________________________
a_________________________

دلته به د مربع يوه بېلګه وړاندې شي:

درېغه نوى عجب وخت د نوبهار واى
شګوفه هر رنګ ګلونه د ګلزار واى
لاس تر لاس سره نيولى ما او يار واى
په مزه مزه خواږه ويل تکرار واى

يا وا ناست يا سره ګرځېدى په باغ کې
معطره واى د ګلو په دماغ کې
دوه په دوه مو سره راز واى په فراغ کې
هم مانع په دواړو سترګو ړوند اغيار واى

دواړه سترګې تورې کړې په رنجو واى
ملتاني نکريزې ايښي پر لاسو واى
سره ناست غاړه غړۍ راز مو ورو ورو واى
شانه کړې تورې زلفې پر رخسار واى

راحت ناست په سياحي واى د سرو ګلو
بل غوغا راباندې پاس واى د بلبلو
هم هنګام واى د سرو لبو د زبېښلو
مى خوري واى د سرو لبو مى تيار واى

تور کاکل يې پر تندي باندې واى کښاته
په دماغ کې دګلشن ناست واى مخ راته
سره ګلان مې واى حيران و تماشا ته
لاس مې ايښى پر اوږو د ګلعذار واى

تورې زلفې يې پر مخ شمال وهلاى
غوړيشى يې له ږمنځې خلاصولاى
ما يې پاس پر سينه خوله ور جوړولاى
شرمولى بوى د اوښکو د تاتار واى

هر چې ما ورته ويلاى د ده هو واى
هم مطلب د ده قبول زما پر ليمو واى
په خوښۍ واى نوبت تلى د غمو واى
زما خواست منات دده په خپل اختيار واى

په خوښى واى سره ناست غمونه بس واى
هم زانو پر زانو ايښى دسترس واى
پر سپين مخ مې لاس وهلى په هوس واى
بل په غاړه يې د سرو ګلونو هار واى

خدايه تا ته دي اسان که دغه وشي
تږى زړه به په وصال د يار اوبه شي
د ((جمعه)) د زړه ارمان به پاته نه شي
دده ورون د اشنا سر لاس پر رخسار واى(٢٧)

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery