مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپښتو شعر هندسي جوږښت

١١- اوه يز (مسبع):
دا هغه ډول شعري جوله ده، چې هر بند يې اوه مسرې لري، د لومړي بند اوه واړه مسرې يې په خپل منځ کې هم قافيه وي. د نورو بندونو شپږ مسرې يې په خپل منځ کې هم قافيه خو اوومه مسره يې په قافيه کې د سر د لومړي بند د قافيې تابع وي. له مربع، مخمس او مسدس سره يې يوازې د مسرو په شمېر کې تفاوت وي. نور جوړښت يې سره ورته دى. دلته هم رديف اختياري دى، يانې دا چې کېدى شي ځينې بندونه يې رديفونه ولري او ځينې يې ونه لري، خو که چېرې د لومړي بند مسرو تر قافيو وروسته رديف درلود، نو د نورو بندونو وروستۍ مسره بايد په قافيه او رديف کې ضرور د لومړي بند د قافيې او رديف تابع وي. دلته به د يو اوه يز (مسبع) بېلګه راوړو، چې هم رديف لرونکي بندونه لري او هم بې رديفه بند. هندسي جوړښت يې دادى:


=a_________________________
=a_________________________
=a_________________________
=a_________________________
=a_________________________
=a_________________________
=a_________________________

=b_________________________
=b_________________________
=b_________________________
=b_________________________
=b_________________________
=b_________________________
=a_________________________
همداسې نور بندونه...
و ((ت)) له توره وکاږه چې سپين شي
قاف و ((س)) ورسره واچوه چې شين شي
په تحصيف سره يې مخ پريمينځه چې سين شي
معون يې دوه سو لس که چې رنګين شي
نور دې ټوله په يوه نيم ځاى شين شي
جوړ له دغه يوه نيمه به امين شي
بې له ((نه)) به و ذکي و ته يقين شي

څه په کار دي بې له ده که جهان ستا شي
بل د حکم قاف تر قافه پر هر چا شي
د قارون تر دنيا ډېره ستا دنيا شي
تر سخا دې د حاتم تېره سخا شي
بې بقا به تر ماڼيه د کسرى شي
عاقبت به دې په ځان پورې بلا شي
سخت مکان به دې د اور جوړ پر سجين شي

سر و مال واړه د ده تر نامه جار که
شيرين ځان يې تورې خاورې د دربار که
تل پر ځان باندې کندلې د پښو لار که
ځان له خاصو عاشقانو سره شمار که
خط پر ځان دده د مينې په پرکار که
مه وځه له دغه خطه زړه قرار که
چې نامه در باندې جوړه د کمين شي

ښه تصديق باوري واړه په اقوال کړه
موافق يې هر يو فعل پر افعال کړه
ځان نګهه له فسادونو د محال کړه
کمالات حاصل د ده د ښه کمال کړه
په دا حال سره موجود دده وصال کړه
زړه به چاود له ډېره غمه د لعين شي(1)

له اخلاصه دوست دار د چهار يار شه
پر بزرګيه د حضرت صديق اقرار شه
پس له ده حضرت عمر دى خبردار شه
پس له دوى حضرت عثمان ګڼه هوښيار شه
کل و ليان دي تر ده لاندې فهيم دار شه
تر دا هسې بزرګۍ جار د کرار شه
پيروي د دوى کوه چې ټينګ دې دين شي

مخالف چې څوک له دوى دي مخ يې تور دى
کوم به زيات تر دوى ګڼې مکان يې اور دى
که بادشاه شي د اقليم ښکاره سرتور دى
يا عادل تر نوشيروان شي هم منګور دى
يامدام کړي سخاوت لعنت يې پور دى
عاقبت يې تنها ټک د ګور په لور دى
کى څلور طرفه لاندې ترنګين شي

ما ((جمعه)) په خپل قدر دي دوى منلي
موهبات دور موهبات چې دي راغلي
طبيعت در طبيعت يې راستولي
وراثت در وراثت چې دي ويلي
اصلي ولي مې پر زړه ښنيستلي
ښاخ د پاڼې مې تر تن ټوله وتلي
چې مې جوړ عين اليقين حق اليقين شي.(٣٠)

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery