مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپښتو شعر هندسي جوږښت

د ليکوال په باب څو خبرې

ما لپاره د ډېرې خوښۍ ځاى دى، چې د کابل پوهنتون ځوان استاد او د پښتو زيارکښ ليکوال او ښه شاعر پر ما ګران محمد اسمعيل يون د کابل په ډېرو سختو شرايطو کې د يو بل نوي کتاب په ليکلو بريالى شوى دى او زياته خوشالي لا په دې کې ده، چې اوس يې چاپ ته اماده کړى او چاپېږي.
ده مهرباني وکړه او له مانه يې وغوښتل چې څو کرښې د سريزې په توګه پرې وکاږم، خو زه په دې سريزه کې ددې اثر د ښاغلي ليکوال په باب څو خبرې کوم.
د شپېتمو کلونو په اوايلو کې لا ښاغلى محمد اسمعيل يون پوهنتون ته نه و شامل شوى او د خپلو منځنيو زده کړو وروستي کلونه يې تېرول، خو ما به دى ليده چې په ډېر ذوق او شوق يې د کابل مطابعو ته منډې رامنډې کولې او اثار يې چاپول. د کابل له ځينو جريدو سره يې همکاري کوله، په مشاعرو کې يې برخه اخيستله. د ده هڅو او استعداد دى په خپلو همزولو ځوانانو کې ښه وځلاوه. ده د هغه مهال په ځوانانو کې ښه موقف او نوم پيدا کړ. د ليکوالو ټولنې او د کابل پوهنتون فرهنګي شورى ته يې لاره پيدا کړه او له دغو دوو فرهنګي موسسو سره يې ښه د مزې همکاري وکړه.
دا مهال ده خپلې پوهنتوني زده کړې پاى ته رسولې، د زده کړو تر څنګه يې خپلې فرهنګي هڅې لا پراخولې د پوهنتون د ځينو ځوانانو په مرسته يې په کابل کې د يوې فرهنګي ټولنې د جوړولو لپاره کار پيل کړ.
پر ډېرو مشرانو فرهنګيانو وګرځېد او زمينه يې دې ته مساعده کړه چې زموږ مشران، کشران، فرهنګيان سره کېني او د خوشال فرهنګي ټولنه جوړه کړي.
له دې ټولنې او ددې ټولنې له بري او د کارونو له پرمختګ سره يې اورنۍ مينه وښوده او دا مينه تراوسه ورسره پالي او د ټولنې خپرنى ارګان شمشاد مجله د زړه په وينو چاپ ته اماده کوي او خپروي.
وروستي شپږ کلونه زموږ د هېواد او خلکو لپاره د وير او ماتم کلونه وو، ډېرو لږو خلکو دغو ويرونو او ماتمونو ته زړه ونيولى شو، زياترو فرهنګيانو هېواد پرېښود، اما ده دغو ټولو ناخوالو، ستونزو، تنګسو او کړاوونو ته ځان ټينګ کړ او په خپل هېواد کې پاتې او فرهنګي کار سره يې مينه تر پخوا لا زياته شوه. د خپلې همدې مينې پر اساس اوس يې يوه پښه په پېښور کې وي او يوه په افغانستان کې، دلته په پېښور کې په خورا لوړ همت او بې ساري زيارکښۍ د هيله مجله چاپوي، کتابونه چاپوي او بيا يې افغانستان ته رسوي او په کابل کې يې پر هغو پاتې فرهنګيانو وېشي.
دى اوس نه يوازې د چاپ او خپرولو په کار بوخت دى، بلکې له ډېرو مصروفيتونو سره سره په ليکلو او تاليف هم بوخت دى. مقالې، سرمقالې رسالې او کتابونه ليکي، هغه هم په داسې شرايطو کې چې د هېواد دننه نه د څېړنې لپاره شرايط برابر دي او نه منابع او ماخذ ميسرېږي.
زه دده ټولې فرهنګي هڅې ستايم. د لا زياتو برياليتوبونو لپاره يې دعا کوم.

په درناوي
سرمحقق زلمى هېوادمل
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery