مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپښتو شعر هندسي جوږښت

١٦- ټول قافيز فورم:
دا هغه ډول فورم دى، چې هره مسره يې قافيه لري او ټولې مسرې يې يوه قافيه تعقيبوي. رديف په کې اختياري دى، خو که په لومړۍ مسره کې تر قافيې وروسته راوړل شي، نو په همدې بڼه په نورو مسرو کې هم راځي. د هرې مسرې د څپو شمېر له بلې سره مساوي وي او يو ټاکلى وزن تعقيبوي، د مسرو شمېر يې ټاکلى نه دى، دا ډول شعري فورم په پښتو کې د دود عربي فورمونو له بڼې سره يو څه توپير لري. هندسي شکل يې دادى:
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________

يادګارونه يادګارونه
ما درته ليکلي واى شعرونه او شعرونه
تا زلفو کې ايښي واى ګلونه او ګلونه
ما په وچو شونډو درنه کړي واى سوالونه او سوالونه
تا په زړه را ايښي واى زخمونه او زخمونه
ما ژوند ته نيولي واى دارونه او دارونه
ستا شونډو، خندا کړاى غورځنګونه غورځنګونه
زړه کې زما بل واى سره اورونه، سره اورونه
ستا ژوندون ډيوې واى څراغونه څراغونه
دغسې واى هيلې او همداسې ارمانونه
ما ورته ژړلى تا خندلى ولونه ولونه
حسن به د تا و داستانونه، داستانونه
ژوند به ټول زما و يادګارونه يادګارونه.(٣٥)

د ټول قافيز دويم ډول:
په پښتو ژبه کې د دې ډول فورمونو ترڅنګ يو بل فورم هم شته، چې د هر بيت لومړۍ مسره يې د بل بيت له لومړۍ مسرې سره په قافيه کې يو شان وي او د دويمو مسرو قافيه يې په خپل منځ کې سره يو شان وي، د غزل د سر لومړى بيت يې مقفى نه وي. هره مسره يې ځانته، ځانته قافيه لري. يانې دا چې د هر بيت لومړۍ مسره له لومړۍ او دويمه يې له دويمې سره په قافيه کې يو شان وي او رديفونه يې هم همدا شان وي. هندسي جوړښت يې په دې ډول دى:

=a_________________________
=b_________________________
=a_________________________
=b_________________________
=a_________________________
=b_________________________
=a_________________________
=b_________________________
=a_________________________
=b_________________________

دلته به د دې ډول فورم يوه بېلګه وړاندې شي:

له ستورو نه خالونه
يو ځل مې د زړګي په وران محل که ګذر وکړې
قدم ته دې جانانه د لمدو سترګو ګېډۍ ږدم
وعده راسره نن که د ماښام په ګودر وکړې
له ستورو نه خالونه درته ټيک به د سپوږمۍ ږدم
کوچۍ ليلا که کلي ته مو بيا ته سفر وکړې
د شپو په لويه دښته کې د لمر سپينه کېږدۍ ږدم
د ناز پېغلې وږمې! که پېښه زما په سهر وکړې
ټالو کې د کمڅو دې د پسرلي تاندې غوټۍ ږدم
په برندو پښتنو دې که دېخواته نظر وکړې
د غره ورېښمينو څڼو نه پر سر لويه پګړۍ ږدم.(٣٦)


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery