مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپښتو شعر هندسي جوږښت

٢- سروکى (نيمکۍ):
سروکى د پښتو ولسي سندرو يو ځانګړى ډول دى، چې بېلابېل فورمونه يا شکلونه لري. ځينې پښتانه سروکى (نيمکۍ) بولي او د پکتيا په منګلو کې د (پام) په نوم يادېږي.
سروکى د پښتو ولسي سندرو د نورو اصنافو په څېر د پښتون قام د زياترو کړو وړو انځورنه کوي او د خلکو د ملي، اجتماعي او روحي ځانګړنو عکاسي په کې شوې ده.
سروکى معمولاً د لنډيو په واسطه بشپړېږي، داسې چې لومړى سروکى ويل کېږي، بيا ټيکۍ (لنډۍ) ور اچول کېږي. له سروکو سره ټولې لنډۍ ويل کېږي، خو هغه لنډۍ چې د سروکي له موضوع سره ارتباط ولري، خوندورې وي. لنډۍ وار په وار بدلېږي، خو سروکى د هرې لنډۍ په پاى کې مکرر راځي. لکه:

خانه راځه دلبره
ډکې لارۍ د جنکو لندن ته ځينه
د جنکو قدر يې کم که
امان الله ته دې خداى لوڼې ورکوينه
خانه راځه دلبره
ډکې لارۍ د جنکو لندن ته ځينه

سروکى کله يو بيتيز وي، يانې دوه مسرې لري، چې لومړۍ مسره يې اوږده او دويمه يې لنډه وي او کله يې دويمه مسره اوږده او لومړۍ يې لنډه وي، کله درې مسريز، څلور مسريز او پينځه مسريز هم وي، چې دلته به د هر يوه بېلګه راوړو:
دوه مسريز سروکى چې لنډۍ هم ورسره مله ده:

الا يو غږ وشو
راغلې مه واى د جبو په ميدانونه
د لمندار کميس مېرمنې
الا يو غږ وشو
اور له لمنې باروې ستي دې کړمه
الا يو غږ وشو.

درې مسريزه سروکى:
پسې ورجګ کړه سره لاسونه
لنډ کړه د ټيکۍ مزي دې
خال به دې وران شي.

څلور مسريزه سروکى:

تورې سترګې خماري
درته کړم ناله زاري
د زړه زخم مې کاري
شوم رسوا ستا په ياري

پينځه مسريز سروکى:

بي بي شېرينې
زېړې ګلې
راباندې واچوه
يوه لونګۍ
جوړه لاسونه

ښاغلى زلمى هېوادمل ليکي: (( سروکى بېلابېل فورمونه لري چې ځينې يې ډېر زاړه دي او د اوستايي ګاتونو له (هوخشتاتره) او (اهونار) سره په تول او وزن کې برابر خېږي)). (٤٤)
ددې ډول سروکوهندسي رغښت داسې انځورېدى شي. دوه مسريز سروکي لږ تر لږه دغه لاندې بڼې درلودلاى شي:
_______________
_____________________

a__________________________
a_____________
a__________________________
a__________________________

دويمه او درېيمه بېلګې يې دادي:
شين کميس راوړى کمر بند مې دى تر ملا
و غازي امان الله

مين چې شومه په ګل ببو
ستي يې کړمه په سرو لمبو (٤٥)

د درې مسريز سروکي شکلونه:
يو ډول يې هغه دي، چې د سر لومړۍ مسره يې تر دويمې اوږده وي او دويمه يې تر درېيمې. بل ډول يې دادى، چې د سر لومړۍ او درېيمه مسره يې د څپو د شمېر له مخې برابرې وي او هم قافيه وي، خو دويمه مسره يې قافيه نه لري او هم لنډه وي. شکل يې دادى:
__________________________
_______________________
__________________

a__________________________
______________
a__________________________
دويمه بېلګه يې داده:
پورې د جانان کډې بارېږي
زم ورسره ځمه
کله مې مين زړګى صبرېږي (٤٦)

څلور مسرييز سروکى:
هغه ډول چې ټولې مسرې يې قافيې ولري او د څپو شمېر يې سره مساوي وي. لکه:
a__________________________
a__________________________
a__________________________
a__________________________

بله بېلګه يې داده، چې څلور واړه مسرې يې ټولې قافيه والې نه وي او هم يې د څپو شمېر سره برابر نه وي، لکه دا سروکى:
ګودر غاړه اجاره
ما بې وروره مه کې
ورورې ما سره جوړه
شرنګ دې د بنګړو (٤٧)
د پورتني سروکي شکل داسې دى:
a_______________________
___________________
a_______________________
____________

د پينځه مسريز سروکي يو شکل په دې ډول دى:
_____________________
______________
_________________________
____________
_____________________

سربېره پر دې د سروکو نور ډېر ډولونه هم شته لکه هغه سروکي چې د ښځې او نارينه ترمنځ د سوال او ځواب په توګه ويل کېږي لکه:
ښځه: جانانه راشه ديدن وکړه
خفه زړګى مې ښه کړه
سبا بېلتون دى

نارينه: ګلې سبا ته به درځمه
تا نه خفه کومه
ښکلى ژوندون دى
بله بېلګه:
ښځه: خان دلاور خانه، توره دې لونګۍ شمله دې لا مزه کوينه.
نارينه: ګلې بي بي ګلې، تورې سترګې سره لاسونه لا مزه کوينه.

دغه راز يو شمېر ډول ډول سروکي هم شته، چې په بېلابېلو سيمو پورې اړه نيسي، په لنډ ډول هغه د سر محقق زلمي هېوادمل په وينا: ((د سروکو د فورمونو شمېر خورا زيات دى.))
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery