مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپښتو شعر هندسي جوږښت

٨- بدله:
د پښتو په ځينو سيمو کې په عام ډول ټولې ولسي سندرې لکه: لنډۍ، سروکي، د واده سندرې، چاربيتې، نيمکۍ او نورې بدلې بولي، خو دلته زموږ مطلب د ولسي خاصو سندرو له هغه ځانګړي فورم څخه دى، چې پښتانه مجلسيان يې ملي غزلې يا ولسي غزلې بولي.
دغه سندرې هم لکه د ولسي سندرو د نورو فورمونو په څېر د عربي عروضو او بحرونو په شعري چوکاټ کې نه ايسارېږي او د اريايي ژبو د شعرونو په شان د سېلابونو او څپو پر بنسټ ويل کېږي.
بدلې عموماً شفاهي دي او مجلسيان يې خوله پر خوله يو بل ته سپاري خو د بدلو ليکلې او پخوانۍ بېلګې هم لرو؛ تراوسه زموږ په ليکلو اسنادو کې د شيخ بستان بړېڅ بدله له لومړنيو لاسته راغلو بدلو څخه ده، چې د لسمې پېړۍ په وروستۍ لسيزه کې تر زرم کال وړاندې ويل شوې ده.
بدلې له شکلي پلوه په لومړي سر کې پر ساده او سپرو بدلو وېشل کېږي او بيا يې هر ډول په خپل کور کې د مسرو د شمېر او مسرو د اوږدوالي لنډوالي او برابروالي پر اساس پر ډېرو نورو برخو وېشل کېږي. د بدلو هر بند اکثراً تر دوو مسرو زيات وي، چې کله يې هر بند درې مسرې، کله څلور مسرې اوکله لا زياتې مسرې هم لري، چې د (خلکو سندرې) مولف په شکلي لحاظ بدلې پر پينځلسو ډولو وېشلي او که پلټنه وشي ښايي تر دې هم زيات ډولونه ولري.
ولسي بدلې لومړى يو کسر (مطلع) لري او ورپسې يې بندونه وي، کسر يې له يوې اوږدې او يوې لنډې مسرې څخه جوړ وي، چې بيا د قافيه يي تړون له مخې له هر بند سره قسماً يا ټول تکرارېږي. د ساده بدلې په بېلګه کې د شيخ بستان بړېڅ (١٠٠٢هـ کال مړ) د بدلې سر او يو بند راوړو:
مطلع:
اوښکې مې څاڅي پر ګرېوان يو وار نظر که پر ما راســه ګــذر که پر ما
بند:
د خـــوږو زړونـــو لـــه حاله ته يې اى باداره اګاه يې د بـــېوزلـو همراه
د خپل عزت په روى(بستان) ته کړه مهر ښندل کړي له ګناه ګواښل
اوښکې مې څاڅي پر ګرېوان يو وار نظر که پر ما راسه ګــذر کــه پر ما

په دې ډول بدله کې يو ځل د سر لومړى بيت چې يوه مسره يې اوږده او بله يې لنډه، يانې تقريباً د هغې تر نيمايي وي. د بند هره اوږده مسره يې تقريباً د لومړي بيت له اوږدې مسرې او لنډه يې له لنډې سره برابره وي. د بند هر بيت په خپل منځ کې هم قافيه وي او د بند په پاى کې د بدلې لومړى بيت بيا تکرارېږي. هندسي شکل يې داسې دى:
مطلع:
=a_____________________
=a_____________

بند:
b_____________________
b_____________
c_____________________
c_____________
=a_____________________
=a_____________

سپره بدله، د بدلې بل ډول دى، دې کې ګڼ شمېر قافيې موجودې وي، دې ډول بدله کې هم د مسرو اوږدوالى او لنډوالى موجود وي، خو د سر د لومړي بيت د مسرو له اوږډوالي او لنډوالي سره يې د بندونو د مسرو اوږدوالى او لنډوالى برابر وي. دلته د ښاغلي جرار د سپري بدلې کسر او يو بند وړاندې کېږي:
مطلع:
دا دى جنګېږي د ګوګل دپاسه هار که مار
چې لري زار په خوار کوي تاثير
بند:
پر ما شوې تېرى ستا په مينه کې خوارۍ زارۍ
لاس د يارۍ جارۍ راکړه محکم
پرسان مې وکړه ساه مې راغله تر مرۍ پرۍ
زلفې چورۍ نرۍ رقم رقم
ورکړه چې بايلو زړه صنم ستا په رخسار انار
سينه ګلزار ((جرار)) مه کړه تاخير.
هندسي جوړښت يې داسې دى:
a.a__________________________
b________a.a________
c.c__________________________
d________c.c________
c.c__________________________
d________c.c________
a.a__________________________
b________a.a________

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery