مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپښتو شعر هندسي جوږښت

١١- بګتۍ:
په پښتو ولسي شعرونو کې دغه فورم ځانته د خوند او رنګ بېل بازار لري، بګتۍ پښتانه مجلسيان او سازيان له مقام، چاربيتو او بدلو څخه کله وروسته او کله هم په منځ او پاى کې په يوه ګرم تال او وزن، خو په ورو او نرم اواز (اهنګ) د مجلس د رنګ د بدلولو او د اورېدونکو د خوښۍ او خوشالۍ زياتولو لپاره وايي. د بګتيو د اورېدلو پر وخت په مجلس کې ټول حاضر کسان په ولولو راځي، اتومات ټول ښورېږي او له مجلس نه خوند اخلي.
بګتۍ هم د بدلو او چاربيتو په څېر کسر لري، خو کسر يې معمولاً يو بيت (دوه مسرې) وي. بندونه يې هم ډېرې مسرې نه لري او په عمومي توګه د څلورو مسرو په شاوخوا کې وي. د بندونو شمېر يې هم محدود وي، خو بيا هم د بګتيو د بېلابېلو بېلګو خپلمنځي توپيرونه ډېر دي. په بګتيو کې هم هر ډول عشقي، تاريخي او افسانوي کيسې په لنډ ډول بيانېږي، دا يې هم يوه بېلګه ده:
وزيرستان باندې جنګونه
انګرېزان وايي چې سبا به جنګ له ځونه
انګرېز ويلي چې خاونده څه اسرار دى
په سترګو نه وينم غازيان، په ما ډزهار دى
نصيب مې نه شته، برى، بند مې شو توپونه

فقير ويلي دا ستا لاس دې را دراز وي
که د بغداد مېړنى ځوان زما همراز وي
په شان د خټو به دې بند کړمه بمونه

وزيرستان باندې خو نن سبا جګړې دي
غازيانو لاس کې پولادي تورې تېرې دي
ما شېرافضل يې په شعرو کړل صفتونه.(٦٥)

دا ډول بګتۍ د سر بيت د څپو د شمېر له مخې له لنډيو سره يو شان وي. يانې دا چې د لنډۍ لومړۍ مسره هم نهه او دويمه ديارلس څپې ده، خو په وزن کې هغه وزن نه لري چې لنډۍ يې لري خصوصاً لومړۍ مسره د بندونو دوه مسرې يې په خپل منځ کې هم قافيه او درېيمه يې د کسر يا د سر بيت له قافيه سره يو شان وي. د بګتۍ سر بيت له لومړۍ مسرې پرته نورې ټولې مسرې د څپو په شمېر کې سره مساوي وي. هندسي شکل يې داسې دى:
a__________
a_________________
=b_________________
=b_________________
a_________________

=c_________________
=c_________________
a_________________

=d_________________
=d_________________
a_________________


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery