مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپښتو شعر هندسي جوږښت

پايله

کله چې ما د پښتو شعر د بېلابېلو فورمونو د لټون هڅه پيل کړه نو دا راته لا ښه څرګنده شوه، چې د پښتو شاعرۍ لمن ډېره پراخه ده. پښتو نه يوازې اکثره هغه شعري فورمونه چې په عربي ژبه کې دود دي، راخپل کړي، بلکې په همدې فورمونو کې يې ډېر جوليز زياتون هم راوستى دى.
ددې شعري فورمونو شمېر هم تر هغو زيات دى، چې فکر يې کېږي. کله چې خپله د پښتو د ځانګړو شعري فورمونو خبره رامنځته کېږي، نو دلته هم سړي ته په ډاګه کېږي، چې تراوسه پورې ددې امکان برابر شوى نه دى، چې د پښتو شاعرۍ ټول فورمونو دې معرفي شوي وي. البته د پښتو د ولسي او لوستې شاعرۍ ځينې مشهور فورمونه له بېلګو سره معرفي شوي، خو بيا هم د پښتو ولسي شاعرۍ لمن ډېره پراخه ده او تر اوسه لا د هر فورم ټول ډولونه او د هغه بشپړې بېلګې نه دي معرفي شوي. په حقيقت کې د پښتو ولسي شاعرۍ هر فورم بايد په جلا جلا ډول وڅېړل شي. ځکه چې د ټولو څېړل د يوه کتاب له اوسېلې نه وځي.
په پښتو شاعرۍ کې د مشترکو نظمونو، ازادو شعرونو او د ازادو شعرونو ترڅنګ ځينې نور داسې شعري فورمونه هم شته چې په پورتنيو يادو فورمونو کې نه راځي او پښتو شاعرانو د خپل فکر او ژوند د اړتيا له مخې د نورو شعري فورمونو له په پام کې نيولو پرته رامنځته کړي او کومه ځانګړې نومونه نه لري. دا برخه هم يو جلا باب غواړي، له همدې کبله که چېرې موږ د پښتو شاعرۍ د نظم د ټولو فورمونو او د هغو بېلابېل ډولونه په مجموعي ډول تر نظر تېر کړو، نو شمېر به يې تقريباً دوو سوو بېلابېلو جوړښتونو ته ورسېږي. ګڼ شمېر نور داسې پښتو شعري فورمونه شته، چې هغه زموږ په لوستې او ولسي شاعرۍ کې باب دي او په دې اثر کې له راغلو شعري فورمونو څخه جوت توپير لري، په دې اثر کې نه دي څېړل شوي، يوازې هغه شعر فورمونه تر شننې لاندې نيول شوي، چې په پښتو شاعرۍ کې ډېر زيات باب دي او يوه ټاکلې نومونه لري. په پوره ډول د پښتو د ټولو شعري شکلونو پېژندګلوي، د بېلګو راوړل او د هغو د هندسي جوړښت ترسيم د يوه ټاکلي اثر په پاڼو کې نه ځايېږي.
ما د خپلې علمي ترفيع (پوهنيار رتبې) لپاره د پښتو شاعرۍ يو شمېر مشهور فورمونه څېړلي او د هغو هندسي رغښت مې انځور کړى دى. کېدى شي د ځينو فورمونو د پېژندنې ترمنځ ټکر هم پېښ شوى وي، خو دا ټوله هڅه د وړانديز بڼه لري. د وخت د لنډون او د علمي ترفيع د معيار په پام کې ساتلو سره مې اوس پر همدې بسنه وکړه. هيله ده وخت ددې امکان برابر کړي، چې د خپلې ژبې د نورو درنو ليکوالو او پوهانو په مرسته دا هڅې نورې هم وغځوو.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery