مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپښتو شعر هندسي جوږښت

د لارښود استاد نظر

له ډېرې مودې راهيسې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو څانګه کې د پښتو شعر د شکلي جوړښت په باب د يو بشپړ علمي- څېړنيز اثر ليکلو ته اړتيا وه، له نېکه مرغه ښاغلي محمد اسمعيل يون په خپل علمي هاند او هڅې سره دا علمي خلا ډکه او دا مهم ضرورت پوره کړ.
((د پښتو شعر هندسي جوړښت)) د پوهنيار علمي رتبې لپاره د يون ټاکلې موضوع ده. دا موضوع خورا ډېره جالبه، ضروري او جامع ده. محمد اسمعيل يون په ډېر زحمت، زيار او زغم سره دا موضوع په هر اړخيز ډول څېړلې ده. ګڼ اثار او منابع يې ورپسې کتلي او په پاى کې يې له ګڼو نويو او پخوانيو اخځونو نه په کې ګټه اخيستې ده. اثر پر (٤) څپرکو وېشل شوى دى، په پيل کې سريزه راغلې، چې د پښتو شعر پر شکلي سکښت او ددې اثر د ليکلو د اړتيا په باب خبرې کوي. ورپسې د نظم هغه بېلابېل فورمونه معرفي شوي، چې په پښتو او عربي ژبه کې دود دي، بيا د پښتو ازاد شعر په باب څېړنه راغلې ده، ورپسې د پښتو ولسي شاعرۍ ګڼ فورمونه معرفي شوي دي. تر دې وروسته په بل څپرکي کې د پښتو ولسي شاعرۍ ځينې نور فورمونه معرفي شوي، په پاى کې يو پايله (نتيجه) راوړل شوې، چې ددې کتاب پر ټول څرنګوالي او په عام ډول د پښتو شاعرۍ پر شکلي رغښت باندې رڼا اچوي. سره له دې چې تراوسه پورې د ښاغلي محمداسمعيل يون يو شمېر نور علمي او څېړنيز اثار چاپ شوي او د (پوهنيار) علمي رتبې لپاره د ده هر يو اثر کفايت کاوه لکه: ((د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو کتابښود))، (( افغانستان ته اوښتي فرهنګي زيانونه)) او نور... پر هر يوه ده د (پوهنيار) علمي رتبه اخيستلاى شوه. خو ده بيا هم د خپلې علمي ترفيع لپاره د ((پښتو شعر هندسي جوړښت)) نوې موضوع وټاکله. په ډېرو سختو او تنګو شرايطو کې يې خپله دا هيله پوره کړه او هغه اړتيا يې هم له منځه يوړه چې په پښتو څانګه کې د داسې يو اثر د نشتوالي له کبله محسوسېدله.
زه (( د پښتو شعر هندسي جوړښت)) علمي څېړنيز اثر د ښاغلي محمداسمعيل يون د (پوهنيار علمي رتبې) لپاره وړ، پوره او بشپړ ګڼم او له اړوندو څانګو څخه هيله کوم، چې نوموړي ته د دې ګټور علمي اثر له کبله د پوهنيار علمي رتبه تصويب او ورکړي.
په درناوي
پوهندوى محمدصابر خوېشکى
د پښتو څانګې آمر
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery