مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپښتو شعر هندسي جوږښت

لومړى څپرکى
ګډ شعري فورمونه
١- غزل:
په پښتو شاعرۍ کې غزل يو له هغو شعري چوکاټونو څخه دى، چې ډېر عام مقبوليت لري. د پښتو اکثرو شاعرانو د غزل په فورم کې زيات قلم چلولى دى. په همدې وجه خو غزل په پښتو کې د ځينو نورو شعري فورمونو په انډول زيات ظرافت او لطافت ته رسېدلى دى. د غزل ښکلا او ظرافت په دې نور هم زيات شول، چې دې فورم ته د پښتني چاپېريال زياتې انځورنې وردننه شوې، ځوانو پښتنو شاعرانو ته هم غزل داسې يو فورم دى، چې د دوى قلم په کې ښه ازمېښت کولاى شي. اکثره ځوان شاعران په همدې فورم کې خپل وزن ښه پوخ کړي، پر قافيې، رديف، څپو او د نظم پر ځينو نورو توکو ځان واکمن کړي، نو بيا نورو شعري فورمونو ته مخه کړي. پخوا به د غزل په فورم کې هغه مسايل راتلل، چې په ټوليز ډول يې غنايي او عشقي مسايل په خپله غېږه کې رانغاړل، وروسته بيا د غزل ځولۍ د ژوند له نورو رنګارنګ ګلونو ډکه شوه او اوس غزل تر دې بريده رسېدلى، چې په يوه مسره کې يې ناخوالې او په بله کې يې د ژوند د خوږو رنګارنګي بيانېدى شي.
په پښتو کې لومړنى شاعر چې دې شعري فورم ته يې پښتني شال ور په سر کړ، هغه لوى خان خوشال بابا و، چې د غزل په يوه مسره کې يې توره او بله کې زلفې وځلولې:
تــــوره چــــې تــېرېــږي خـو ګـوزار لـره کـه نه
زلفې چې ول ول شي خو خپل يار لره کنه(٤)
د غزل د دومره عام مقبوليت او زيات استعمال يوه وجه شايد همدا وي، چې د يو مانيز پيوستون اوتسلسل ترڅنګ د غزل هر بيت په اصطلاح ځانته پاچا دى او په ځانګړي او خپلواک ډول ډېر دروند مانيز بار پورته کولاى شي.
غزل لکه چې له نامه څخه يې ښکاري عربي کلمه ده او له همدې ژبې څخه پښتو ته دا فورم راغلى دى. له مانيز پلوه نورو هغو شعرونو ته، چې غزليز، عشقي يا غنايي مانيز بار لېږدوي، هم غزل ويل کېدى شي، خو د فورم له پلوه بيا غزل ځانګړې بڼه او شکل لري.
غزل معمولاً هغه شعري چوکاټ ته وايي، چې مطلع ولري، يانې د سربيت يې اکثراً مقفى وي او د بل هر بيت دويمه مسره يې قافيه ولري او د مطلعې قافيه تعقيب کړي، د بيتونو شمېر يې له (٥-١٥) بيتونو پورې وي. د څپو شمېر يې معمولاً سره برابر وي. په ځينو خاصو غزلو کې کېدى شي د غز ل هغه مسرې چې قافيه نه لري، يوه څپه تر قافيه والو مسرو څخه زياتې شي. په پښتو کې له ٧ څپيز څخه نيولې بيا تر ١٥ څپيزو پورې غزلونه شته. قافيه په غزل کې اساسي توک دى، خو رديف اختياري دى.
هر کله که په مطلع کې تر قافيې څخه وروسته رديف راوړل شو، د همغه رديف راوړل په ټولو قافيه لرونکو مسرو کې حتمي ګڼل کېږي. په پښتو شاعرۍ کې د غزل فورم دا لاندې بڼې لري:
١- بې رديفه غزل:
هغه غزل دى، چې رديف ونه لري او پر قافيه پاى ته رسېدلى وي. لکه د پيرمحمد کاروان دا غزل:
په غرونو کې نښتر وي او په کلي کې چنار
په زړه کې مګر څانګې څانګې وغځېږي يار

زلمي زلمي خوبونه دې په غېږه کې شيندم
که وخت دې چېرته وغځوي ګونځې په رخسار

په سر کې لکه غر يوسي ګلونه د جلال
له کوم سر نه چې ول تاو شي د دار لکه دستار

راوغځوه لاس لکه د کوچو غوندې سپين
د تورو وينو ډک زړګى مې دى پرهار پرهار

اعجاز دى د نغمو ګنې نو څنګه به يې وړاى؟
دا دروند د غمو بار په نري تار تار د ستار

بېګاه مې توتکۍ جوړې جوړې په خوب ليدې
کېدى شي ګډ شم نن د تورو سترګو په بازار

نن خوند کوي چې سور سالو اور بل کړي پر ګودر
پرون خوند کړو اورونو د روسانو پر کتار

ورځه ورپسې راوله شبنم غوندې طبيب
غزل دې شو کاروانه د نرګس غوندې بيمار(٥)

د پورتني غزل هره مسره ١٤ څپې لري: چنار، يار، رخسار، دستار، پرهار، بازار، کتار او بيمار يې د قافيې کلمې دي.
رديف نه لري. ددې غزل هندسي جوړښت په دې ډول دى:

a________________________
a________________________

_________________________
a________________________

_________________________
a________________________

_________________________
a________________________

_________________________
a________________________

_________________________
a________________________


_________________________
a________________________

_________________________
a________________________

په پښتو کې لومړۍ معلومه او لاسته راغلې منظومه ژباړه هم د غزل له فورم سره سمون خوري. د پټې خزانې په حواله ابو محمد هاشم ابن زيدالسرواني په (٢٢٣-٢٩٧هـ) کې د يو عراقي شاعر محمد ابن خلاد يو شعر په پښتو ژباړلى دى(٦). د شعر پښتو منظومه ژباړه داده:

ژبه هم ښه وينا کاندي چې يې وينه
د خاوند په لاس کې زر او درهمونه

ژبور ورله ورځي وينا يې اوري
د درهم خاوندان تل وي په وياړونه

که درهم يې ځنې ورک سوسي نتلى
پر نړۍ يې وي په خړو پېژندونه

که بډاى سوڼي وبولي خلک وايي
دا وينا ده رښتيانيه له رښتونه

که بېوزلى ووايي رښتيا خبره
نور ووايي دا خو سوڼي دې تېرونه

هو درهم ښندي هر چاله لويه برخه
د درهم د خاوند هر ځاى پرتمونه

درهم ژبه ده که څوک ژبور کېږي
ده وسله که څوک پرې کاندي قتالونه(٧)

د پورتني شعر هره مسره ١٢ څپې لري (وينه، درهمونه، وياړونه، پېژندونه، رښتونه، تېرونه، پرتمونه او قتالونه) يې د قافيې کلمې دي، رديف نه لري. هندسي شکل يې دادى:
a________________________
a________________________

_________________________
a________________________

_________________________
a________________________

_________________________
a________________________

_________________________
a________________________

_________________________
a________________________

_________________________
a________________________

٢- رديف لرونکى غزل: د غزل د فورم هغه بڼه ده، چې د قافيې ترڅنګ رديف هم ولري. رديف هغه يوه يا څو کلمې دي چې تر قافيې څخه وروسته په يوه شکل او تر ډېره زياته حده په يوه مانا تکرار راځي، دا غزل وګورئ:

د وخت سالار زما تربور دى اشنا
دا نوم مې ځکه د منصور دى اشنا

د مغولوالې انتها نه ښکاري
د وخت خوشال په رنتبور دى اشنا

د اټک پله نه د امو تر غاړو
د زړه وطن مې ټول چور چور دى اشنا

ستا د نظر په تعويذو به رغي
ژوندون مې تا پسې رنځور دى اشنا

هغه چې ته به يې ټکور ته راتلې
د زړه ټپ هغسې ناسور دى اشنا

لوګى لوګى دې بېکسيار له کتو
درتلى چې نه شي بس مجبور دى اشنا(٨)

د پورتني غزل هره مسره ١١ څپې لري. تربور، منصور، رنتبور، چور، انځور، ناسور او مجبور، په کې د قافيې کلمې دي. ( دى اشنا( دى اشنا) چې تر ټولو قافيو وروسته په يوه شکل او يوه مانا تکرار راغلي، رديف ګڼل کېږي.
د پورتني غزل هندسي بڼه داده:
a________________________=
a________________________=

_________________________
a________________________=

_________________________
a________________________=

_________________________
a________________________=

_________________________
a________________________=

_________________________
a________________________=


ددې شکل بله بېلګه داده:
دا چې ځړېږي مخامخ درته په دار سرونه
په دې وطن کې بس همدغه وو د کار سرونه

وږي يې هسې هم غاصب همېشه وړي په زوره
کاشکې دا ځل زموږ غنم وکړي د مار سرونه

زه خو د مينې ارمانجن وم ما خو زړونه غوښتل
کړل دې د عقل طرفدارو راشمار سرونه

د سپينو ستورو په ليدو شي فرښتې رايادې
داسې ښکارېږي لکه وي چې يې هوار سرونه

تر سړيتوب د زرو قدر يو په زره زيات شو
دروېشه نن سبا واړه شول تر دينار سرونه(٩)

د پورتني غزل هره مسره ١٥ څپې لري. (دار، کار، مار، راشمار، هوار او دينار) يې د قافيې کلمې دي. (سرونه،سرونه) په کې رديف دى.
٣- دوه قافيز غزل: دا هغه ډول غزل دى، چې دوه بېلابېلې قافيې ولري. مانا دا چې د دوو مسرو د پاى تر قافيې څخه دمخه او يا د مسرو په منځ کې بله قافيه موجوده وي. په مطلع کې دوه بېلابېلې قافيې موجودې وي. د نورو مسرو قافيې د مطلعې خپله خپله قافيه تعقيبوي، که چېرې تر هرې قافيې وروسته رديفونه راغلي وي، نو تر هرې تعقيبوونکي قافيې څخه وروسته د هغې خپل رديف هم په همغه بڼه تکرارېږي. لومړى به دلته هغه بېلګه راوړو چې څنګ په څنګ قافيې ولري:
که يم ډېر د حوادثو په کشال شل
خو درځم که مې رهبر شه باکمال مل

تا چې ځوان د دلبرۍ د کرم عام کړ
درته جوړ شو د عاشق غريب د سوال ول

معشوقه چې د جبين غوټه خوره که
د عاشق د خاطر غوټه شي فى الحال حل

د جفا وفا سودا په خپل اختيار که
د خوبانو په دربار کې دى دلال لل

اوښکې تېل صبر پنبه لري اور مينه
باري خداى(ج) مې چراغ نه که د اقبال بل

د هنر د چابک سوار لافه که ماته
چې اسمان نيلي راواخلي د خپل چال چل

خو چې وليد شي د مينې په ورشو کې
رقيبان که علي خان لکه شغال غل(١٠)

په پورتني غزل کې د کشال، باکمال، سوال، فى الحال، لال، اقبال، چال او شغال، د لومړۍ قافيې کلمې دي او (شل، مل، ول، حل، لل، بل، چل او غل) د دويمې قافيې کلمې دي. رديف نه لري.
هره مسره يې ١٢ څپې لري. د غزل دا ډول په پښتو شاعرۍ کې دومره باب نه دى. په پخوانيو دېوانو کې يې بېلګې شته. هندسي شکل او جوړښت يې دادى:

ba________________________
ba________________________

_________________________
ba________________________

_________________________
ba________________________

_________________________
ba________________________

_________________________
ba________________________

_________________________
ba________________________

_________________________
ba________________________

د دوه قافيه ييزو غزلو بل ډول دادى، چې لومړۍ قافيه د مطلعې د مسرو په منځ کې راځي، ورپسې بيا رديف راځي، ورپسې بيا بله قافيه او بيا ورپسې رديف. د مطلعې هره قافيه ځانته ځانته رديفونه او ځانته ځانته قافيې لري، يانې دا چې د وروسته مسرو قافيې، په مطلع کې راغلې قافيې تعقيبوي. لکه د اسحق ننګيال دا غزل:
خيبري تنده
ټول عمر درنه ده سپکېدو ته يې چې پرې نږدئ
خاوره پښتنه ده او پردو ته يې چې پرې نږدئ
پرېږده خيبري تنده چې بيا په وينو ماته شي
ګرمه معرکه ده سړېدو ته يې چې پرې نږدئ
سره چې وړي اورونه په کمڅو کې د پښتو ناوې
ښه ده چې لمبه ده لوګېدو ته يې چې پرې نږدئ
زلفو د جانان ته چې څو سرې وينې غوټۍ نه شي
لاره تکه سره ده وچېدو ته يې چې پرې نږدئ
نن مې د خوشال توره چې بيا هوس د شرنګ لري
تاوه په شرنګ ښه ده چوپېدو ته يې چې پرې نږدئ
ګورئ چې اسمان کې ورېځ د ستورو د لار پل وهي
ورځ خو لا اوږده ده تورو شپو ته چې يې پرې نږدئ
وړي يې چې غرور ته ثريا په جام د سترګو کې
نېغه مو شمله ده کږېدو ته يې چې پرې نږدئ(١١)

دا غزل دوه قافيې او دوه رديفونه لري. په لومړۍ قافيه کې (درنه، پښتنه، معرکه، لمبه، سره، ښه اوږده او شمله) د قافيې کلمې دي. (ده، ده) يې رديف دى او په دويمه قافيه کې (سپکېدو، پردو، سړېدو، لوګېدو، وچېدو، چوپېدو، شپو او کږېدو) د قافيې کلمې دي. (ته يې چې پرې نه ږدئ، ته يې چې پرې نه ږدي) يې رديف دى. ددې غزل هندسي جوړښت داسې انځورېدى شي:

_________________________
_________________________

_________________________
_________________________

_________________________
_________________________

_________________________
_________________________

_________________________
_________________________

_________________________
_________________________

_________________________
_________________________


٤- ماته غزل: (ماته غزل) ورته ځکه وايي چې په منځه ملا کې يې د هرې مسرې په منځ کې د اهنګ يوه وقفه راځي. په همدې منځ کې د څپو د شمېر له مخې هر مسره پر دوو مساوي برخو وېشل کېږي، لکه په لاندې غزل کې چې (ګوره د زخمو غوټۍ) د مسرې لومړۍ برخه او (څاڅي مې له سترګو نه) د مسرې دويمه برخه ده. کله کله د اهنګ دا وقفه تر قافيې وروسته راځي او کله د رديف يوه برخه هم ورسره نيسي او بيا تر هغه وروسته وقفه او بيا نور رديف راځي. دلته به ددې ډول غزل يوه بېلګه وړاندې شي:
د تصور څپې

ګورم د زخمو غوټۍ څاڅي مې له سترګو نه
يار ته د کمڅو غوټۍ څاڅي مې له سترګو نه
نن چې دا تيارې کوڅې ټولې دي باغچې باغچې
جام جام د سپرلو غوټۍ څاڅي مې له سترګو نه
پرېوتل له شونډو مې ستا د اننګو ګلان
ګرانې د نشو غوټۍ څاڅي مې له سترګو نه
مات مې شو د صبر جام ښکل مې کړه مينوشه خوله
ماتې د توبو غوټۍ څاڅي مې له سترګو نه
اوښکه د ليمو د باغ رغړي دې قدم پسې
ګوره د اسرو غوټۍ څاڅي مې له سترګو نه
اوري د ننګيال پر سر ستا د تصور څپې
راغلې د خيالو غوټۍ څاڅي مې له سترګو نه (١٢)

په پورتني غزل کې (زخمو، کمڅو، سپرلو، نشو، توبو، لېمو او خيالو) د قافيې کلمې دي. (غوټۍ څاڅي مې له سترګو نه) يې رديف دى. هره مسره يې ١٤ څپې ده. هندسي شکل يې دادى:

_________________________
_________________________

_________________________
_________________________

_________________________
_________________________

_________________________
_________________________

_________________________
_________________________

_________________________
_________________________

٥- بې مطلعې غزل: هغه غزل دى، چې يوازې مطلع نه لري، يانې د سر لومړى بيت يې مقفي نه وي. د لومړي بيت دويمه مسره يې قافيه لري او د نورو بيتونو د دويمو مسرو قافيه يې د لومړي بيت د دويمې مسرې قافيه تعقيبوي. که چېرې د لومړي بيت د دويمې مسرې تر قافيې وروسته رديف راغلى وي، نو د نورو قافيه والو مسرو رديفونه هم همدا بڼه لري.
په پښتو لرغونې شاعرۍ کې د شيخ رضى لودي او نصر لودي ترمنځ شوى شعري سوال او ځواب هم له همدې فورم سره ورته والى لري. د دې فورم يوه بېلګه داده:

هيله
چې خزان وهلى بڼ يې سور او شين کړم
د خيالونو دنياګۍ ته مې نن راشه

د ګيلو مانو په شونډو ګوتې کېږده
دروارى شمه يوه شېبه پخلا شه

چې غوټۍ زما دهيلو پې ساه واخلي
په سړه څله کې پرخه د سبا شه

چې د مړاوو خاطرو سترګې يې ښکل کړم
په ترخو شونډو مې يو وارې موسکا شه

د رنتبور د شپو دردونه مې هېرېږي
د غزل ذهن ته ننوزه ساه شه

په ټپونو مې پټۍ د مينې کېږده
يوه هيله ده پوښتنې له مې راشه

وينې (څه وي) په کې نه شته دي ګيلې دې
د پيوند سپېرو زخمونو له دوا شه(١٣)

په پورتني شعر کې (دا، پخلا، سبا، موسکا، ساه، را او دوا) د قافيې کلمې دي، (شه،شه) يې رديف دى. هندسي بڼه يې داده:

_________________________
a________________________=

_________________________
a________________________=

_________________________
a________________________=

_________________________
a________________________=

_________________________
a________________________=

_________________________
a________________________=

_________________________
a________________________=
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery