مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپښتو شعر هندسي جوږښت

٣- قطعه:
قطعه هم په هغو فورمونو کې راځي، چې له عربي ژبې څخه راغلي او په پښتو شاعرۍ کې باب شوي دي. قطعه لکه د څلوريزې (رباعي) په شان څلور مسرې لري، خو له رباعي څخه يې تفاوت دا دى، چې په رباعي کې لومړى بيت مقفى وي يانې دواړه مسرې يې سره قافيې لري او يوه شان قافيه تعقيبوي او د دويم بيت دويمه مسره ورسره هم قافيه وي، خو په قطعه کې د لومړي بيت لومړۍ او د دويم بيت لومړۍ مسرې له قافيې نه ازادې وي او د دواړو بيتونو دويمې مسرې په خپل منځ کې يو شان قافيه جوړوي. قطعه هم په دوو ډولو ده:
١- هغه قطعه چې رديف نه لري لکه:
بيا د ميو جام به مات کړم
چــې ځــوانــي شي زما تېره

په ځوانۍ کې ګناه خوند کړي
پـــه پــيرۍ کـې تـقوا ډېـره(١٩)

٢- هغه چې رديف لري لکه:
د احساس دوزخ کــې اوسـم
پـــه ارمـــان د يـــو جنــت کې

مـــساوات دې بــر مـــلا شـــــــي
شي انسان دې په عزت کې(٢٠)
هندسي جوړښت يې په دې ډول دى:

________________________
a________________________
________________________
a________________________
بل شکل:
________________________
a=________________________
________________________
a=________________________
کله کله ځينې لوستونکي،سندرغاړي او ان ليکوال ( رباعي او قطعه) دوه بېلابېل شعري فورمونه يو بل سره مطالعه کوي، (څلوريزې) ته (قطعه) وايي او (قطعې) ته څلوريزه. دوى په دې تېروزي چې د دواړو د مسرو شمېر سره برابر دى، نو فکر کوي چې دواړه به يو شان وي. دې کې شک نه شته چې د مسرو شمېر يې سره برابر دى، خو د رباعي يا څلوريزې ټول بيت ضرور مقفى وي، يانې دواړه مسرې يې يو شان قافيه لري، خو د قطعې لومړى بيت مقفى نه وي. البته د لومړي بيت دويمه مسره يې قافيه واله وي، چې د دويم دويمه مسره هم همدا قافيه تعقيبوي. د اهنګ له پلوه هم دا دواړه شعري فورمونه توپير لري.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery