مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پټه مينه


د غم شپېلۍ به راته نه ږغوې
ما به په خپلو اوښكو نه اوبوې
زما د سينې له قفسچې څخه به
د پټي ميني مشال نه تښتوې

ولي مي بيا د پټو سترګو څخه
يو په يو تښتوې خواږه خوبونه
ولي مي بيا د زړه آرام لوټوې
راته راوړې د چا پردي خيالونه

ما د يوې ځوانۍ اخيتار لرلو
د يوې ميني نذرانه مي كړله
ما په تندي كي تصويرونه مات كړل
چي څه بتان وه بېګانه مي كړله

زه كه تندي كي خپل تقدير سوځوم
دا پر قولونو پښېماني خو نه ده
زه چي خيرات خيرات نارې وهمه
نو د ځوانيو ارزاني خو نه ده

هغه لمبه چي د ځان ونه ګڼې
چي ما د زړه په تل كي وسوځول
پر هغې شمعي بدګومانه نه سې
چي ستا په لاره كي مي ولګول

چي ته په خپل حسن مغروره نه سې
تا ته مي اوښكي در لېږلي نه دي
د زړه په وينو مي رنګين خطونه
ستا پر كوڅه در استولي نه دي

ما چي ځنځير د اوښكو وتوراوه
دې خپل جنون لره مي زور غوښتى
چي ستا تصوير ته مي په ځير كتله
خپلو بڅرو ته مي اور غوښتى

هغه به زما نظمونه خپل وبولي
چي پر لنډۍ زنه خالونه وهي
چي يې پر جګو سپينو غاړو باندي
ګڼي زلمۍ زلفي ټالونه وهي

هغه به زما په چيغو نه مړېږي
له شوګيريو به مي ميني غواړي
زړه به يې زما له درده نه سړېږي
هغه به زما له سترګو ويني غواړي

خو زه پوهېږم چي به ګور ته يوسم
دا له جانانه سره پټه مينه
دا د بتانو په سجدو تومتي
دا نافرمانه دا سركښه وينه
ويرجينيا 1994/4/5
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery