مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

تصوير


سړه د ژمي شپه ده زه ستا له يادونو سره
لكه ماشوم په وړانګو لوبي كوم
ستا د تصوير مخي ته ودرېږم
او دا يوه لحظه دي خپله كمه
هلته سينه كي غولېدلى زړګي وخوځېږي
او پردۍ ميني ته ټوپونه وهي
تصوير ژوندى سي سترګي و رپوي
پر شونډو بيا ګرځي زاړه قولونه
بيا د سبا د لمر ختو په طمع
شپه تر سهاره شمعي ولګېږي سترګي سوځي
خو يو ناڅاپه د تصوير له سترګو
د ژوند او ميني رڼا وتښتي
قولونه مړه سي
زه او تصوير پاته سو
او زړه هم نه وهي زاړه ټوپونه
دواړه لاسونه لېوني لاسونه
بې ارادې د تصوير خوا ته ځغلي
تصوير څيري او ژمنۍ سكروټي
لمبه لمبه كي د كلو خيالونه
لا يې لمبه په سترګو وينمه خاموشه نه ده
لا د تصوير بې نوره سترګي زما پر لور كږې دي
چي په سينه كي مي د زړه په تل كي
ستا له تصويره سره مينه نوى اور بلوي
او په رګونو مي بڅري ګډ سي
نور دي تصوير ته هم كتلاى نه سم
يوه لحظه دي خپلولاى نه سم
يوه لحظه زړه غولولاى نه سم
او دا د ژوند سره ملګري لمبې
دا په رګونو كي ژوندي بڅري
دا د تيارو دا د رڼا ملګري
ستا د خيالونو له محله سره
په تصويرونو رويباري نه كوي
1992/3/12
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery