مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د رڼا څاڅكي


د خداى له ښكلو هنرمندو ګوتو
د تيارې غېږ ته رڼا وڅڅېده
د توري شپې پر كرغېړنه لمن
د عرش د ستوري ښكلا وځلېده
نور د شيطان لښكر يې وتوراوه
د فرشتو صفونه وخوځېده
څو ماښامونه د ابليس پر ګوتو
د رسوا شمعي لمبه وسوځېده
د بد رنګيو د دېوانو پر ښار
د شاپېرۍ پلوشه وغوړېده
د غم په خونه كي نغمه نغمه سوه
اوښكه له نيمي لاري وګرځېده
د چا رنځوري شپې يې وپوښتلې
پر هېرو شونډو مستي ومسېده

خداى ته په كار سوله د حسن ځولۍ
د فرشتو له كوره تللې غوټۍ
د آدم لور او د حوا ناوكۍ
د جنتونو راوتلې شهۍ
نوري دي نه ږدي پر اغزنه مځكه
له نوره جوړي سپيني سپيني پاپۍ

بس يوه شپه توره تياره خپره سوه
د عزراييل لاسونه وښورېده
د خداى له ګوتو څڅېدلې رڼا
په تور توپان كي يو ځل وځلېده
ولي تياره سوه شمع څه سوه څه سوه
له ښار او كلي چيغه وپاڅېده

د تورتمونو له كونجونو څخه
د تورتمونو له له غارونو څخه
د هېبتناكه سمندر له څپو
د پېريانانو له ځنګلونو څخه
د شيطانانو آوازونه راځي
ږغ د سورنا او د ډولونو راځي

له هر آوازه يې راځي دا وينا
وايي ژوندۍ دي وي تياره پر دنيا
دا د شيطان په قواله ده ځمكه
دا د دېوانو ميراثه له پخوا
دې د ابليس په كور كي نه چليږي
د خداى له ګوتو څڅېدلې رڼا
ويرجينيا 1997/4/9
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery